تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنې او خوراکي توکو د تولیدي سیستمونو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره د پنځه میلیون یورو په ارزښت نوې پروژه پیل کړې ده.
د اروپايي ټولنې د افغانستان پلاوي د سپټمبر په ۱۳مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پروژې هدف له افغان بزګرانو او کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره مرسته ده، څو بازارونو ته ښه لاسرسی پیدا کړي، باثباته عاید ولري او د اقلیمي او اقتصادي بدلونونو پر وړاندې خپل مقاومت زیات کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دا پروژه به په هغو سیمو کې له زیانګالو کورنیو سره مرسته وکړي چې د خوړو او تغذیې له کمښت، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له محدودیت سره مخامخ دي. په دې ډله کې راستنېدونکي کډوال، بېځایه شوي کسان او د هغوی کوربه ټولنې شاملې دي، چې ښځو او ځوانانو ته به ځانګړې پاملرنه وشي.
د بزګرانو لپاره د خدمت څلور مرکزونه
د اروپايي ټولنې او FAO ګډه پروژه به څلور داسې مرکزونه جوړ کړي چې بزګران او د کلیوالو سیمو سوداګریز فعالان به له کرنیزو مشورو، ځانګړو خدمتونو، سوداګریزو بنسټونو او بازارونو سره ونښلوي.
په دغو مرکزونو کې به بزګرانو ته د کرنې د غوره لارو چارو او نوې ټکنالوژۍ په اړه معلومات ورکول کېږي. همداراز به هغوی د FAO د اقلیمي شننو او د وختي خبرداری له معلوماتو څخه ګټه واخلي، څو د هوا او اقلیم د بدلونونو له مخې د خپلو حاصلاتو او بازارموندنې په اړه پر وخت پرېکړې وکړي.
د ځنګلونو او څړځایونو بیارغونه
د پروژې یوه بله برخه د خرابو شوو ځنګلونو او څړځایونو د بیارغونې لپاره ځانګړې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د پروژې په موده کې به شاوخوا ۲ زره هکټاره له منځه تللي ځنګلونه او څړځایونه بېرته ورغول شي. همداراز به د ښځو او سیمهییزو ټولنو په مشرۍ د ۲۵۰ نیالګیو د روزنځایونو ملاتړ وشي.
د اروپايي ټولنې او FAO په وینا، دغه اقدامات به د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مرسته وکړي او په ورته وخت کې به د کلیوالو خلکو لپاره د عاید او کار نوي فرصتونه رامنځته کړي.
له کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره مالي او تخنیکي مرسته
FAO به هغو کرنیزو او چاپېریالساتونکو سوداګریزو بنسټونو ته هم مالي مرستې او ځانګړې تخنیکي او سوداګریزې مشورې ورکړي چې د پراختیا وړتیا لري.
د پروژې له مخې، له دغو بنسټونو څخه به هم وغوښتل شي چې د پروژې له تمویل سره خپلې سرچینې ګډې کړي. موخه دا ده چې د هغوی د تولید او پروسس ظرفیت لوړ شي، له سیمهییزو بزګرانو څخه د محصولاتو پېر زیات شي او په کلیوالو سیمو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته شي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي سرپرست شارژدافیر نیکولا بلومو ویلي، د FAO لپاره د اروپايي ټولنې مرسته د افغانستان د خوړو خوندیتوب او د افغانانو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې د دې ټولنې د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.
نوموړي ویلي، د افغانستان د کرنې ظرفیت لا هم په کافي اندازه نه دی کارول شوی او سخت اقلیمي بدلون یې د دې برخې د ودې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دی.
د افغانستان لپاره د FAO استازي ریچارډ ټرېنچارډ هم ویلي، چې دغه سازمان غواړي له ډېرو بشري مرستو څخه د دوامدارو لارو چارو پر لور د تګ په ترڅ کې له افغان کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره مرسته وکړي، څو وده وکړي، دندې رامنځته کړي او بزګران له بازارونو سره ونښلوي.
د اروپايي ټولنې په وینا، دا پروژه د دې لپاره طرحه شوې چې د اقلیمي بدلونونو او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د افغانستان د کرنیز سکتور مقاومت زیات او کرنه د اقتصادي بیا رغونې او د کلیوالو خلکو د معیشت د پیاوړتیا لپاره پر یوه مهم ځواک بدله کړي.