Homeخبرونهټرمپ: د مصنوعي ځیرکتیا په اړه اندېښنې مبالغه شوې دي، د ټکالوژۍ...

ټرمپ: د مصنوعي ځیرکتیا په اړه اندېښنې مبالغه شوې دي، د ټکالوژۍ مشران څه وايي؟

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۳ مه) په داسي حال کې چې د ټکنالوژۍ ستر شرکتونه د اې آی یا مصنوعي ځیرکتیا خطر ته په کتو په دې برخه کې د پرمختګ د ورو کولو غوښتنه کوي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي خطرونو په اړه ځینې اندېښنې له حده زیاتې شوې دي او د ده په وینا، «ډېرې منفي کړۍ» د دې ټکنالوژۍ په اړه ویره خپروي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ایرلنډ کې خبریالانو ته وویل، امریکا باید د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپل مخکښ دریځ وساتي او زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه د دې ټکنالوژۍ په پراختیا کې له چین څخه مخکې دي.

هغه وویل، د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د ځینو مقرراتو وضع کول ممکن سم وي، خو د وېرې پر بنسټ بحثونه باید د ټکنالوژۍ د پرمختګ مخه ونه نیسي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ د احتمالي خطرونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د «انتروپیک» مشر داریو امودي د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د سوکه کولو غوښتنه کړې او د «اوپن اې‌آی» مشر سام الټمن هم د دې طرحې ملاتړ کړی دی.

امودي خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په برخه کې د امریکا او چین سیالي د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو د کنټرول لپاره نړیوالې همغږۍ ته اړتیا زیاتوي.

د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ د ورو کولو غوښتنه؛ الټمن او ماسک ملاتړ وکړ

د «انټروپیک» شرکت اجرايي مشر داریو آمودي د مصنوعي ځیرکتیا د لا پیاوړو سیستمونو د جوړولو د بهیر د ورو کولو غوښتنه کړې ده.

آمودي وايي، د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ له امله د ناوړه استفادې او خوندیتوب خطرونه زیات شوي او باید د دې ټکنالوژۍ د پراختیا سرعت داسې تنظیم شي چې د خوندي‌توب لارې چارې ورسره هممهاله پرمختګ وکړي.

د نوموړي له دې غوښتنې سره د «اوپن‌اې‌آی» اجرایي مشر سام الټمن او د «ایکس‌اې‌آی» مشر ایلن مسک هم ملاتړ څرګند کړی دی.

دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح شوه چې د مصنوعي ځیرکتیا له سیستمونو د ناوړه استفادې د احتمال او د سایبري بریدونو په اړه تازه اندېښنې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...