Homeخبرونهپاکستان په خپلو پوهنتونونو کې افغان محصلان د طب له زده کړو...

پاکستان په خپلو پوهنتونونو کې افغان محصلان د طب له زده کړو منع کړل

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) پاکستان حکومت د خپل هیواد په پوهنتونونو او پوهنځیو کې د افغان محصلانو لپاره د طب او غاښونو طب د زده‌کړو ټول بهیر درولی او پوهنتونونو ته یې امر کړی چې د نویو افغان محصلانو له منلو، د پوهنتونونو ترمنځ د هغوی له تبدیلیو او نورو تحصیلي اسانتیاوو ډډه وکړي. همداراز له هغو افغان محصلانو چې اوس په پاکستان کې په دغو برخو کې زده‌کړې کوي، غوښتل شوي چې له دغه هېواده ووځي.

دا پرېکړه د پاکستان د روغتیايي علومو شورا (UHS) د لاهور پوهنتون له لارې، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) له لارښوونې وروسته ابلاغ کړې ده.

د پاکستان د روغتیايي علومو شورا دا پرېکړه په ۲۰۲۶-۲۷ ښوونیز کال کې پلي کېږي.

د لارښوونې له مخې، پوهنتونونه نه شي کولای نوي افغان محصلان ومني، له نورو تعلیمي ادارو څخه د افغان محصلانو د لېږد غوښتنې ومني او یا هم د افغان اتباعو اړوند د طب او غاښونو د زده‌کړو اداري چارې روانې وساتي. پوهنتونونو ته سپارښتنه شوې چې د افغان محصلانو د وتلو اړوند اداري چارې بشپړې او په ۲۴ ساعتونو کې دننه د خپلو اقداماتو راپور وړاندې کړي.

دغه پرېکړه پر هغو افغان محصلانوهم اغېز کوي چې له وړاندې د پاکستان د طب او غاښونو طب په پوهنځیو کې زده‌کړې کوي. د دوی ډېری له ۲۰۲۱ کال وروسته، کله چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، پاکستان ته تللي وو. په وروستیو کلونو کې د پاکستان پوهنتونونو د بورسونو، دوه‌اړخیزو موافقو او شخصي نوم‌لیکنې له لارې سلګونو افغان محصلانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې وه.

د پاکستان د روغتیايي علومو شورا له طبي پوهنتونونو او کالجونو غوښتي چې د نوي ښوونیز کال د نوم‌لیکنې او ثبت د اصولو په چوکاټ کې د دې پرېکړې عملي کولو ته غاړه کښېږدي. دې شورا په دې وروستیو کې د پاکستان په کچه د طبي زده‌کړو د ادارو او د محصلانو د نوم‌لیکنې د څارنې لپاره یو شمېر نورې لارښوونې هم صادرې کړې دي.

د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون، چې د طب له څه باندې ۱۲۰ پوهنځیو سره تړلې او د نوم‌لیکنې او ازموینو چارې څاري، له خپلو اداري دفترونو غوښتي چې د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو لپاره د اسنادو په برابرولو کې مرسته وکړي او د هغوی د وتلو اړوند ټولې پاتې تعلیمي او اداري چارې بشپړې کړي.

د افغان محصلانو اندېښنې

د دې پرېکړې له امله په پاکستان کې د طب په پوهنځیو کې په زده کړو بوخت افغان محصلان له نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوي دي.

د بشري حقونو ادارو او د زده‌کړو ملاتړو په وار وار خبرداری ورکړی چې په ګاونډیو هېوادونو کې افغان زده‌کوونکو ته د لوړو زده‌کړو د فرصتونو محدودول، د جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ له امله د بې‌ځایه شویو افغان ځوانانو د زده‌کړو امکانات لا محدودولی شي.

پاکستان تر اوسه د دې پرېکړې له امله اغېزمنو افغان زده‌کوونکو ته بدیلې لارې نه دي اعلان کړي. دا هم لا روښانه نه ده چې له وړاندې په زده‌کړو بوختو یا فراغت ته نژدې افغان محصلانو ته به کومه استثنا ورکړل شي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، کتاب علمي او تحلیلي ارزونه

اسدالله غيرت سریزه د افغانستان جوړونې لپاره فکري سلامتيا، د عاشق الله اخلاص‌یار هغه فکري، ټولنیز او تحلیلي اثر دی چې د انسان او ټولنې د...