تېره ورځ د ننګرهار پوهنتون د لومړۍ دروازې مخ ته له یوه ملګري سره د یوه کوچني دوکان څنګ ته ناست وم، زما د عادت له مخې چې له ملګرو سره سګریټ ډېر خوند راکوي، نو سګریټ مې ولګاوه او هغه ته مې یاده کړه، چې سګریټ د مایوسۍ نښه ده او کېدای شي د انسان له یوې لویې دروني ماتې څخه راپاتې یو متداوم علامت وي، هغه دا خبره څو ځل له ځان سره تکرار کړه، خو پوه شوم چې زما دې خبرې ورته خوند ورنه کړ، همداسې یې دی هم نور په کیسه کې نه شو.
د پښتنو په نسلي شعور کې سګریټ خورا بد انځور لري او ممکن هغه څوک، چې سګریټ څکوي د هغه د سل ښېګڼو د محوه کولو یوه وسیله وبلل شي، خو زما په باور دا کار که څه هم سم نه دی، بلکې د یوه قوي افراطیت ښکارندوی هم دی.
د کوچنیو مسلو لوی نیول او له بدیو سره د مقایسوي چلند نه شتون هغه بل علت دی، چې سګریټ له خپل حیثیت ډېر پورته لا نور ډېر بد تصویر ولري، دا باید هېره نه شي، چې په دې برخه کې هم زموږ ټولنیز شعور ډېر لوېدلی دی، که یو څوک غیبت کوي ما ونه لیدل، چې چا دې یاد کړی وي یا هم که یو څوک خپله مېرمن بې مورده وهي او یا هم یو پلار د خپلو اولادونو تر منځ فرق کوي او هغوی ته سمه پاملرنه نه کوي یا هم دې ته ورته په سلګونو او زرګونو نورې خواوې، هغه ته کله هم څوک لاس نه نیسي، خو که یو څوک سګریټ څکوي دا نو بیا ډېره لویه ګناه شمېرل کیږي.
د جمعي شعور تر اغېز لاندې راتلل د یوې ټولنې لپاره ښې او بدې پایلې لري، هغه ټولنې چې نسبتا انساني ارزښتونه په کې خوندي دي، په هغه ځایونو کې د جمعي شعور د اغېز لاندې راتلل نه یوازې د انسانانو لپاره ګټور دي، بلکې د ټولنې د تهذیب لپاره هم خپل اغېز په روښانه توګه برپا کوي، خو هغه ټولنې چې شعور یې په پټو سترګو منل کیږي او فکر ورباندې نه کیږي، نو د هغوی بیا دا حال وي لکه زموږ چې دی.

د شعوري او با درکه ټولنو د ښېګڼې یوه ضمني نه، خو بنسټي ځانګړنه ښایي دا هم وي، چې د تجسس له مخې د قضاوتونو شاته قانع کونکی ملاتړ لري. په ادبي او فلسفي شخصیتونو کې په نړیواله کچه سګریټ ډېر مطرح دی او هر ځانګړي شخص په دې برخه کې خپل عملي او نظریاتي تظاهر کړی دی، په عمومي توګه سیګریټ د مایوسۍ، یوازیتوب، تمرکز او کله کله خو ان د ژوند له پېښو سره د مبارزې له پاره د حوصلې د زیاتوالي لپاره کارول شوی دی، خو د دې معنا به دا نه وي، چې ګوندې سګریټ دې په صحي ډول هم ګټور وي یا دې هغوی د څکولو لارښوونه کړې وي، خو د هغوی د ژوند او اثارو د اهمیت له مخې ورته نقادانو او یا هم څېړونکو توجو کړې ده.
په نړیواله کچه نوابغو چې په هغې کې ادیبان، ساینسپوهان او انقلابیون هم دي، له سیګریټ سره خپله وابستګي ښودلې ده، د پښتو ژبې یو نیم یاغي شاعر د سګریټ مفهوم د خپل شعر د سرکشۍ د ښکارندې په توګه کارولی دی، خو که د نړۍ ادب او بیلا بېلو ادبي او فلسفي مکتبونو او د هغوی د بارزو لارویانو یا هم بنسټګرو په اړه غږیږو نو، موږ ته د سګریټ یو نوی برداشت مخ ته ږدي او شاید د ادبیاتو لپاره دیوه سمبول په توګه ځان ښکاره کړي، خو زموږ د ټولنې د غوڅ دریځ له امله چې ما یې مخکې یادونه وکړه، لا هم نه دی توانېدلی چې په ادبیاتو کې خپل معلوم هدف وړاندې کړې یا ترې هم د یوه لیکوال هغه غوښتنه چې د دې د استعمال پر وخت یې درلوده، په سمه توګه موږ ترې واخلو.
ممتاز اورکزی وایي:
تر خپله وسه هوش خو مې بایللی دی لالیه
ما سوی سګریټ سل وارې څنډلی دی لالیه
په دې بیت کې د سل وارې څنډلو یوه معنا ښایي دا هم وي، چې دی له ماتېدو ورسته همداسې په ځلونو ځلونو رغېدلی دی، که چېرته نړیوال ادبي او فلسفي مکتبونه او د هغوی بنسټګران ولوستل شي او د سیګریټ د کارولو په اړه یې نظریات او برداشتونه وکتل شي نو، له دې شعر لا نورې ژورې معناوې هم تر لاسه کېدای شي، د سیګریټ اعتیاد تر ټول خطرناک اعتیاد دی او زما په باور، چې زموږ د ټولنې عام ذهنیت هم همدا دی، چې نورو نشو ته لاره هواروي، د مارک ټوین امریکایي لیکوال په باور، سیګریټ نه پرېښودل کیږي، هغه به ویل: سیګریټ پرېښودل په نړۍ کې تر ټولو اسانه کار دی، ځکه ما په زرګونو ځله پرېښې دي، د دې طنز تر شاه کېسه دا ده، چې هغه بیا، بیا شروع کړي دي او دا یې له خپله وسه پورته خبره بللې ده، چې ګوندې سیګریټ پرېښودی شم، د ټوېن په باب مشهوره ده، چې هغه په اویا کلنۍ کې هم سیګریټ څکول او دا یې ښه ښکاره ویل، چې له وېښېدو وروسته هم سیګرټ څکوي او ځانګړی خوند ترې اخلي، معلومه خبره ده چې د سیګریټ د فرهنګ په وده کې ددغسې لیکوالو او د هغوی د بې پروا ویناوو ونډه ډېره ده.
له ادبیاتو ور هاخوا د نړۍ ستر روانپوه زیګمونډ فرویډ د سګریټ په اړه باور درلود، چې د نړۍ له ارزانه خوندونو څخه یو دی، هغه له څلرویشت کلنۍ سګریټ څکول او بیا یې د عمر ډېره برخه د دې اعتیاد تر مجبوریت لاندې تېره کړه، تر دې چې د ژامې پر سرطان اخته شو او د همغې له امله له دنیا وکوچېد، خو تر پایه یې سګریټ څکول پرېنښودل او دوامداره یې وڅکول او باور دا دی چې هغه د ورځې تر شلو سګرېټ څکول، چې دا په کافي اندازه افراط ښیي.
زما په باور د سګریټ لپاره تر دې پورته تبلیغ نه شي کېدای او دا د تبلیغ هغه لوړه کچه ده، انګریز لیکوال جورج ارویل، چې د حیواناتو فارم او نولس څلور اتیا په څېر د مشهورو ادبي اثارو لیکوال دی، د هغه په باب ویل کیږي، چې هغه به سیګریټ خپله له تنباکو جوړول او څکول به یې، د هغې د همدې کار له امله د هغه په اثارو کې هم سیګریټ د هغه د داستانونو له کرکټرونو سره ځای په ځای ګرځي او په یو ډول نه یو ډول د سګریټ زړه راښکون ښیي، ارویل د سګریټ په اړه یوه جلا مقاله هم لېکلې وه، چې د هغې نوم یې (bookvs. Cigarttes) ایښی و، خو د اوروېل لپاره سګریټ په ځانګړې توګه نشه او اعتیاد نه و، بلکې د هغه له ټولنې او چاپېریال سره د اشتراک او بیا له هغه د بېلتون یوه ځانګړنه هم وه، طبقاتي انډوخرونه، بېلا بېل جګړه یېز او یرغلیز تصمیمونه او د غربت څرګندونه هم ده د سیګریټ په واسطه وړاندې کول.
البر کامو چې الجزایری دی، دهغه ډېرو هغه اثارو کې چې ابسوردیستیک تمایلات لري، سګریټ د بې پروایۍ او د غم پر وړاندې د حوصلې د زیاتوالي څرګندوی دی، چې په پردي ناول کې ښه وړاندې شوی دی، خو د هغه په بل اثر طاعون کې چې د مبارزې یوه مخینه څرګندوي، هېڅ د سګریټ کلمه نشته او که شته هم نو د لوچکانو د یوې نښې په توګه څرګنده شوې ده، نو ویلی شو، چې هغه زړه نا زړه د سګریت پر وړاندې دوه ګونی چلند کړی دی.
په ټوله کې د د شلمې پېړۍ د پیل لیکوالان سګریټ څکول د روڼ اندۍ د یوه فرهنګ په توګه کاروي او د همدې له مخې د خپلو اثارو د کرکټرونو ژوند ترسیموي. له دې ټولو سره، سره ګویته په دې باور و، چې سګریټ څکول انسان احمقوي او دا د ده د خپل دور د هغې نظریې پر وړاندې درېدل ښایي، چې سګریټ څکول شعور پیاوړی کوي.
د تاریخ په بېلا بېلو وختونو کې، په ځانګړې توګه د د شلمې پېړۍ په منځ او پیل کې، سګریټ د لیکوالو او فیلسوفانو په منځ کې د حماقت او شعور تر منځ یو مهم بحث ټوکولی و، له دې ټولو خبرو سره سره، زموږ ټولنه لا هم ماته په حقه نه ښکاري، نه د دوی فکر او نه یې هم هغه برداشت، چې د سګریټ پر وړاندې یې لري، کوم نړیوال او ټولمنلی تصور کېدای شي، دا دلته یوه هوایي او غیرې مسلکي او بې منطقه ټاپه ده، چې د هر چا څنګه خوښه شوه، هغسې درباندې وهي، زما په باور د ټولنې د برداشتو او قضاوتونو د منځلاریتوب لپاره د تجسس حس په کار دی او په هغه روایتو او دودونو شک ته لاره هوارول په کار دي، چې موږ بې له وخته غټ کړي او لا هم لګیا یو غټوو یې.