۶برخه
خراسان او غوري غیاثالدین
استادشهسوار سنګروال
د روایتي شجرو له مخې سوري او لودي قومونه د یوه نیکه اولاده ګڼلی کيږي، چې ډېرو تاریخپوهانو د دوئ اصلي استوګنځای غور بللی دی.
هغه مهال چې د خلکو د شکایت پر بنسټ غزنوي پاچا سلطان ابراهیم ،امیر عباس بندي کړ، زوې امیر محمد د هغه پرځاې د غور واکمن غوره شو.
تر محمد (۴۵۰ هـ) وروسته زوې يې قطب الدین حسین بن محمد بن عباس بن شیش بن محمد بن امیر سوري د غور امیر وټاکل شو. دده له وژلو وروسته دده زوې ملک عزالدین حسین (۴۹۳ هـ) په تخت کیناست، د خپلې اوښیارۍ له مخې له سلطان سنجر سلجوقي سره اړیکې خوږې او خپل اوه زامن یې په بیلابیلو ولایتونو کې د والیانو په توګه په دندو وګمارل، چې موږ خراسان، غور، زابل، غزني، بامیان او تخارستان د ساري په توګه یادولی شو.
د دغه امیر د زامنو او د دوئ د کارنامو په اړه لنډه یادونه کوو:
ـ قطب الدین محمد چې د ورشاد (ورساد) ولایت چارې یې په غاړه وې د فیروز کوه په تندي یې یوه ستره کلا ودانه کړه، خو د وروڼو له غبرګون سره مخامخ شو او غزني ته یې پناه یووړه او د غزني سلطان بهرام شاه له خوا (۵۴۱ هـ) ووژل شو.
ـ د ملک عزالدین حسین بل زوې بهاوالدین سام نومېده او دی د غور مندیش په سنګه کې استوګن وو. هغه مهال چې د واک څښتن شو د غرجستان له شارانو سره خپلوي وکړه. د ګیلان ملک بدرالدین لور سره چې د شنسبیانو له پښته وه واده وکړ.
ـ د حسین غوري بل زوې، شهاب الدین محمد خرنک (شنسبي) وو چې د «مادین» ولایت چارې دده په واک کې وې او خپل زوې ملک ناصر الدین یې «د تمران او ګزیو» حکمران وټاکه.
ـ د عزالدین حسین غوري یو بل نامتو زوې شجاع الدین علی نومیده، چې د غور د «جرماس» ولایت والي وو او له ده وروسته زوې یې علاوالدین ابو علي دده ځای ناستی وټاکل شو.
ـ د غور د وجیرستان والي علاوالدین حسین د عزالدین حسین زوې وو، چې د خپل ورور بهاوالدین له مړینې وروسته په فیروز کوه کې پر تخت کیناست او په تاریخ کې د علاوالدین جهان سوز په نوم نامتو شو.
ـ د ملک عزیز الدین حسین یو بل نامتو زوی سیف الدین سوري وو، چې تر ډېره بریده تاریخپوهانو دی د غور لومړی سلطان یاد کړی دی.
ـ د غور د «کاسي» ولایت حکمران ملک فخر الدین د حسین غوري هغه زوې وو، چې له ټولو وروڼو نه مشر وو او د خپل ورور سلطان علاوالدین جهان سوز د واک په مهال د بامیانو والي وټاکل شو.
د غوریانو د واک او ځواک دب دبه هغه مهال سیمې او نړۍ ته د پام وړ وګرځېده، چې د بهاوالدین سام دوه زامن غیاث الدین غوري او شهاب الدین محمد د سیاست ډګر ته راووتل.
سلطان غیاث الدین
سلطان غیاث الدین د محمد سام بهاوالدین زوې، د ملک عزالدین حسین لمسی د قطب الدین حسن کړوسی کېږي او قطب الدین حسن بیا د محمد زوې د عباس لمسی د شیش کړوسی دی.
شیش د امیر محمد زوی او د سوري لمسی، چې په لویه کې د امیر فولاد سوري بن شنسب بن خرنک ټبر ته ځان رسوي.
سلطان غیاث الدین د بهاوالدین سام زوی په ۵۵۸ هـ (۱۱۶۲ ز کال) کال د فیروزکوه په تخت کیناست.
هغه وخت چې سلطان سیف الدین واک ته ورسېد خپل دوه د تره زامن غیاث الدین او شهاب الدین (معز الدین محمد سام) یې د وجیرستان له بنده ازاد کړل، چې معز الدین محمد له خپل کاکا فخر الدین مسعود سره چې هغه د بامیانو والي وو اوسېده او غیاث الدین له سلطان سیف الدین سره د «غزان» په جګړه کې مل وو.
کله چې سیف الدین د خپل سپه سالار ابو العباس شیش له خوا ووژل شو، غیاث الدین ډېر زر ځان د غور پلازاوپا یتخت فیروز کوه ته ورسوه او بیا یې هلته د پاچاهي اعلان وکړ.
عباس بن شیش هم د غور او غرجستان له جنګیالیو سره غیاث الدین ته تسلیم شو او سلطان هم ډېر زر د یوه باثباته مرکزي حکومت د ټینګښت لپاره ټول پوځ منظم کړ او خپل ورور غوري شهاب الدین یې د «استیه او کجوران والي وټاکه.
سره د دې چې د بامیانو والي فخر الدین مسعود، چې معزالدین محمد سام (شهاب الدین) هم له ده سره استوګن وو ولمسوه، چې د خپل ورور پر وړاندې پاڅون وکړي.
ولې شهاب الدین غوري فیروز کوه ته ولاړ او په ګډه یې د سلطنت ستنې ټینګې کړې او د خپل کاکا زوی قاتل عباس یې په دار وځړوه.
په طبقات ناصري کې په دې اړه داسې راغلي دي:
« لږه موده وروسته ابو العباس بن شیش د دربار پر وړاندې ستونزې جوړولی او هم یې د هغوئ د کاکا زوې وژلی وو، د یوه چا له خوا یې وواژه.»
دلته دوه ټکو ته اشاره وشوه، لومړی دا چې عباس د سلطان غیاث الدین پر وړاندې توطېي جوړولې، دویم دا چې د خپل کاکا زوې قاتل یې ګاڼه.
سلطان سیف الدین د خپل پلار د پریکړې خلاف غیاث الدین او شهاب الدین یې له زندانه ازاد کړل او ان دا چې د یوه روایت له مخې غیاث الدین یې بیرته د «سنګه» حکمران وټاکه. خو تاریخپوه جوزجاني د خپلو څرګندونو پر بنسټ وایي چې غیاث الدین له ده سره په فیروز کوه کې پاتې شو.
ښایې د عباس د وژلو لاملونه همدا وي، یو خو يې د غیاث الدین د کاکا زوي سلطان سیف الدین وژلی وو دویم دده نورې لاسوهنې وې، چې د دوئ واکمنی او ځواک ته یې ستونزې پیدا کولی او دریمه دا چې هغه یو پياوړی سپه سالارو.
غیاث الدین د خپل ورور شهاب الدین په مرسته عباس، چې په واک نیولو کې له ده سره مرسته کړي وه له مینځه یووړ، ولې هغه وخت چې دده کاکا فخر الدین مسعود په دې بریالی نشو، چې شهاب الدین دده پر وړاندې ودروي، نو بیا یې د هغې کینې له مخې، چې دی د پلار مشر زوې او د دې روایت له مخې چې دی د وینزې (کنیز) زوې وو نو د پلار ځاې ناستی ونه ټاکل شو.
هغه وو چې ده بیا د بلخ حکمران علاوالدین قماج او د سلطان سنجر یو تن پلوی د هرات والي تاج الدین یلدوز ته مخ واړوه او له هغو سره یې یوه هوکړه وکړه، چې په ګډه د غوري غیاث الدین پر وړاندې ودرېږي.
دوې په داسې یوې پریکړې سلا شوي وو، چې خراسان به قماج او یلدوز ته پریږدي او د غور واک به فخر الدین مسعود ته سپاري. هماغه وه چې له درې خوا د غور واکمنۍ تر ګواښ او اور لاندې ونیول شوه.
سلطان غیاث الدین لومړی د هرات هغه غوښن برید د غوري معزالدین محمد په مشرۍ نه یوازې په شا وتمبوه بلکی تاج الدین یلدوز هم د جګړې په ډګر کې ووژل شو.
له دغه بري وروسته غوري پوځ مخ په بلخ وخوځېد او د یوې جګړې په ترڅ کې علاوالدین قماج له مینځه لاړ او د هغه سر یې خپل کاک فخر الدین مسعود ته واستوو.
ورپسې د سلطان غیاث الدین ځواکونو، فخر الدین کلابند کړ او سره له هغې هم نوموړی په ډېر درناوي ونیو، بښنه یې ورته وکړه او بیا یې د بامیانو د والي په توګه پخپله دنده پریښود.
غوري سلطان په ډېره بېړه سیمه ییزې واکمنۍ یو د بل پسې لاندې کړې، په ځانګړي ډول هغه سیمې، چې د سلطان سنجر او له غزنوي بهرام وروسته یو شمېر زورواکو لاندې کړې وې، مرکزي حکومت پورې وتړلې.
د جوزجاني او میرخواند د څرګندونو له مخې، ویلی شو چې ګرمسیر، زمین داور قاد س، کالیون، فیوار او ورپسې غرستان، تالقان، ګرزیوان (جرزوان)، بادغیس، جروم، تګین اباد او یو شمېر نورې لوې او وړې سیمې د دوئ تر واک لاندې راغلې.
هغه مهال چې غزنین د غزانو له دولس کلنۍ ولکې وروسته، د غوری غیاث الدین تر واک لاندې راغی خپل ورور شهاب الدین یې هلته واستوو.(۱۱۷۳ ز کال)
غیاث الدین د یوه برید په ترڅ کې فوشنج ونیو (۵۷۳ هـ ۱۱۷۷ ز) او هغه یې هم د غور مرکز پورې وتاړه. همدا ډول بهاوالدین طغرل له یلدوز وروسته چې د سلطان سنجر یو مریې وو د هرات یو شمېر سیمې یې ولکه کړې وې ، پرته له جګړې نه (۵۷۱ هـ) خوارزم ته وتښتېد.
سلطان غیاث الدین محمد سام او شهاب الدین محمد سام دواړو وروڼو د خپل دري څلویښت (۴۳)کلنې پاچاهۍ په موده کې نه یوازې دغوري او غزنوي سلطنت دب دبه بېرته راژوندۍ کړه بلکې شهاب الدین محمد سام په هندوستان کې دا سلامي سلطنت بنسټ ته لاره پرانسته.
سلطان غیاث الدین محمد سام، چې بهاوالدین طغرل خوارزم ته وځغلوه، نو بیا یې خراسان تر نیشاپور، پنجده او مرو پورې (۱۱۹۹-۱۲۰۰ ز) له خوارزمشاهانو نه ونیو. ګرګان، مکران، سیستان، ګردیز او کابلستان یې یو د بل پسې د غور پلازاومرکز پورې وتړل.
د خوارزمشاهانو له ماتې وروسته ملک ضیا الدین ابو علي شنسباني یې د نیشاپور حکمران وټاکه. د مرو واک یې ملک نصر الدین محمد خرنک ته وسپاره او تاج الدین زنګی بن فخر الدین مسعود بامیاني یې د «سرخس» والي غوره کړ.
د غوریانو د واک په مهال د هېواد څلور خوايې، د غزنویانو د ټولواکمنۍ په پرتله داسې په ګوته کولی شو.
لومړی د غزنویانو د پېر په مهال د غزنوی محمود د واک په مهال د هېواد څلور خواوی داسې وي:
سهل پلو تر سومنات (په ګجرات کې) ،لاهور، سرهند، ډیلي، اګره، ګالیار، کالنجر او بنارس پورې د ګنګا د رود تر غاړو. شمال لور ته ماورالنهر او مرو، ختیځ ته کشمیر او لویدیځ خواته تر اصفهان او همدان پورې د افغانستان پولې وې .
د غوریانو د واک په وخت کې د افغانستان څلور خواوې داسې په ګوته کولی شو:
شمال ته د مینځنۍ اسیا سیمې د جیحون تر سینده، سهل ته عرب سمندرګی پورې ختیځ پلو د ګنګا تر ټاپو او لویديځ لور ته خراسان، خوارزم او نیسایا پورې، چې په ټوله کې موږ مینځنۍ اسیا، د هندوستان شمالي سیمې، تر عراقه، له چینه تر جیحونه د هرمز تر روده پورې.
د دې ټولې پراخې سیمې ټولواک یوازینی شهینشاه غیاث الدین غوري وو، چې د بغداد خلیفه خپل استازی ابن ربیع پلازمینې فیروز کوه ته راولېږه. غوري غیاث الدین هم د اسلامي او دېپلوماتیکو اړیکو له مخی خپل سفیر د جوزجاني پلار سراج الدین محمد منهاج جوزجاني بغداد دربار ته واستوو.
کله چې غیاث الدین د بغداد له خلیفه سره دېپلوماتیکې اړیکې پراخې کړې، بیا یې خوارزم ته زیاته پاملرنه واړوله، چې په دې کې د بغداد د خلیفه الناصرالدین الله سرخوځونه هم شامله وه، ځکه چې له خوارزمشاهانو یې وېره درلوده.
خوارزمشاهانو له یوې خوا خپل مینځي ستونزې درلودې او له بلې خوا یې ولیدل چې د فیروز کوه او بغداد تر مینځ دوستانه اړیکې ټینګې شوي دي. نو خپله روحیه یې له لاسه ورکړه. بیا یې دا خبرتیا هم ترلاسه کړه، چې غوري واکمنو د غزنویانو وروستی واکمن ملک شاه د ملک خسرو زوي په لاهور کې ونیو او پنجاب یې لاندې کړ.
د هند د نیمې وچې له فتحی وروسته دخراسان ستونزې هم، خوارزمشاهانو ته د اندیښنې وړ وې، چې ورځ په ورځ غوریان پیاوړي کېدل.
سلطان سنجر پداسې حال کې چې له مرګ سره لاس وګریوان وو، خپل د خور زوې محمود، د محمد ارسلان قراخاني زوې خپل ځای ناستی غوره کړ.
خو هغه دغه وس پیدا نکړ، چې خراسان کې روان کړکیچ کابو کړي. چې موږ په دغه لړ کې د سلطان سنجر د یوه غلام «موید الدین آې ابه» او «ایل ارسلان خوارزمشاه»، چې د نورو په پرتله ځواکمن وو یادولی شو. موید الدین آی ابه په ۵۵۶ ه ق کال نیشاپور لاندې کړ محمود خان او د هغه زوې یې بندیان کړل.
د ابن اثیر د څرګندونو له مخې د هغو له سترګو یې سیخ تېر کړ، دواړه یې په غبرګو سترګو ړانده کړل او د خراسان له سیاسته یې ګوښه کړل.»
د دې لپاره چې ده د یو چا ملاتړ خپل کړی وي نو بیا یې خپل سیمه ییز واک د ارسلان بن طغرل سلجوقي لمن ته وغورځوه، ځکه چې هغه د عراق حکمران وه او له ده څخه یې د واک او ځواک لمنه پراخه وه.
همدا ډول اختیار الدین ایثاق (ایتاق) آې تک چې د سلطان سنجر له پلویانو څخه ګڼل کېده او د «دهستان» حکمران وو، ده هم د «ایل ارسلان خوارزمشاه» تابعیت ته غاړه کېښوده.
د سلطان سنجر یو بل غلام امیر صلاح الدین سنقر و،چې په ۵۵۹ هـ ق کال تالقان او غرجستان يې ولکه کړي وو. د مازندران پاچا هم بسطام او قومس لاندې کړل او د دغو سیمه ییزو واکمنو د ناخوالو له بابته یو شمېر کسانو ته د غلا او لوټ لاره اواره شوه.
د دغو سیمه ییزو واکمنو په لړ کې «ایل ارسلان خوارزمشاه» د خراسان په جګړو کې د نورو په پرتله ځواکمن وو، نو ځکه خو یو شمېر سیمه ییزو حکمرانانو دده تابعیت ومانه او خطبه هم دده په نامه ولوستل شوه. ولې دده له مرګه (۵۶۸ هـ ق) وروسته دده د زامنو تر مینځ سیاسي اخ و ډب دې کچې ته ورسېد چې سلطان شاه محمود له علاوالدین تکش نه ماته وخوړه او د خپل ورور له وېرې خراسان ته راغې او «مویدالدین آې ابه» له ده نه یو ښه سیاسي ګټه واخسته د هغه ملاتړ ته یې ځواکونه واستول.
د دواړو جنګیالېیو تر مینځ د خوارزم په جنوب کې سخته جګړه ونښته، چې د خراسان ځواکونو ماته وخوړه او «مویدالدین آې» یرغمل او په پاې کې ووژل شو.
سلطان شاه محمود او مور یې «ترکان خاتون» دهستان ته وتښتېدل، چې ډېر ژر یې د سلطان شاه محمود مور ونیوله او علاوالدین تکش له خوا ووژل شوه، خو پخپله خراسان ته پر شا شو.
سلطان شاه نه یوازې تخت له لاسه ورکړ، بلکې مور یې هم په ډېرې بېرحمۍ ووژله شوه نو ځکه یې د غور دربار ته مخه کړه او له سلطان غیاث الدین محمد یې مرسته وغوښته.
د جوزجاني له څرګندونو ښکاري، چې فضل الله همداني، میر خواند ، ابن اثیر او خواند میر هم دده د خبرو پخلی کړیدی، چې غیاث الدین ده ته هر کلی ووایه خو ترې ډېر ټینګ ملاتړ یې ونه کړ.
ښایې د دې یو ستر لامل به دا وو، چې د غوریانو د سلطنت په دویمه لسیزه کې د هېواد ختیځو سیمو ته پاملرنه زیاته وه، نه یې غوښتل چې د بل جنګ خپل نغري ته راوړي، نو ځکه خو دوئ تر ملتانه پورې خپل واک او ځواک پراخ کړ او په ۱۱۸۱ ز کال یې لاهور هم ونیوه.
د سلطان شاه بخت هغه مهال بیدار شو، چې د علاوالدین تکش او «قراختایانو» تر مینځ اختلاف مینځته راغی.
که څه هم سلطان غیاث الدین د دوئ اخ و ډب له نږدې څاره، ولې د سلطان شاه مخه یې هم نه وه ډب کړې، نو همدا لامل وو، چې هغه د خپلوا مکاناتو له مخې او هغه اسانتیاوې چې سلطان محمد غوري ورته برابرې کړې وې، له مروې نه تر نیشاپوره پورې پرمختګ وکړ.
کله چې غیاث الدین ولیدل چې د دوئ سیالان، طغان شاه، علاوالدین تکش او نور سیمه ییزه واکمن یو د بل پسې له پښو غورځي او د ابن اثیر د څرګندونو پر بنسټ سلطان شاه، مرو، سرخس، طوس ونیول، بیا یې په غوریان برید وکړ او یو شمېر ښارونه هم لوټ کړل، لکه پوشنج، بیوار، بادغیس او نور.
غوري سلطان د یوه لوی پوځ سره چې د غزني جنګیالیو مشري د معزالدین محمد په غاړه وه، شمس الدین محمد بیا د بامیانو د لښکر مشري په غاړه درلوده او د سیستان میړنی چې د ملک تاج الدین حرب په مشر تابه راغونډ شوي ول، لومړی یې مروه رود لاندې کړ چې سلطان شاه (۵۸۸ هـ ق) له ماتې وروسته د مروې پلاز ته ستون شو.
علاوالدین تکش، چې د ورور له ماتې خبر شو، نو خراسان ته یې خپل ځواکونه واستول، چې هغه ونیسي.
د سلطان غیاث الدین ځواکونو یو د بل پسې له مرغابه تر نیشاپوره پورې سیمې ونیولې او خوارزمشاهانو ته یې ماته ورکړه.
په سلطان شاه چې ځمکه تنګه شوې وه، د غور لور ته یې مخه کړه غوري پاچا هم خپلو درباریانو ته ولیکل چې له نوموړي سره ښه چلن وکړي.
علاوالدین تکش له سلطان غیاث الدین وغوښتل چې خپل ورور سلطان شاه وروسپاري، ولې هغه ورته ووېل، چې ستا ورور موږ ته پناه راوړې ده، داکار نشوکولی.
بیا یې د یوه لیک په ترڅ کې له هغه وغوښتل چې په ټول خوارزم کې به دده په نوم خطبه ویل کېږي او خپله خور به دده ورور غوري شهاب الدین محمد سام ته په نکاح کوي.
علاوالدین تکش نه یوازې دده وړاندیز رد کړ بلکې د جګړې ګواښ یې هم وکړ.
غوري سلطان محمد خپل د خور زوې «الپ غازي» او ملک سیستان د تکش ورور سلطان شاه په ملتیا له ګڼو جنګیالېیو سره خوارزم ته ولېږل.
ولی علاوالدین تکش غوښتل چې له سلطان غیاث الدین سره روغه وکړي، چې جوزجاني هم ددې خبرې پخلی کړیدی او د خوارزمشاه تکش د نکل له مخې ، کاږلي دي چې هغه به وېل: «زما پلار محمد خوارزمشاه له سلطان غیاث الدین سره ښې اړیکی درلودې .» نو همدارنګه د غوري سلطان غیاث الدین محمد او خوارزمشاه تر مینځ هم د استازو تګ و راتګ نه څرګندیږي چې تکش له غیاث الدین نه د ښه ګاونډیتوب هیله درلوده او غوښتنه یې وکړه چې خراسان ده ته پریږدي که څه هم تر دغه دمه سلطان د دې وس نه درلود، چې خراسان کابو کړي.
د خراسان نیول
مخکې له دې چې د سلطان غیاث الدین واک ته سر ښکاره کړو، چې خراسان یې څرنګه ولکه کړ؟ ښه به وي چې د خراسان نوم او جغرافېي ته تم شو، چې د دغه نوم فزیکي وجود او جغرافیوي حدود ټاکلی شو؟؟
په دې اړه د مخه هم یو څه څرګندونې شویدي، خو دلته یې په لنډه توګه یادونه ضروري او اړینه ګڼو:
۱ـ خراسان د لمر خاته (مطلع الشمس) په مانا دی، چې د اسلام دین له خپرېدو وروسته زموږ د هېواد یو شمېر سیمو ته کارول شوی دی.
۲- ولې د خراسان نوم د اسلام له دین نه دمخه د ساسانیانو موسس ارد شیر (۲۲۶ ز کال) چې کله د پارتیانو پلازاو مرکز«ستیسیفون »ونیو هغو ته ماته ورکړه او بیا یې ختیځ لور ته شاتګ وکړ نو دلته د اردشیر له خوا د خراسان کلمه وکاورل شوه.
۳- پارتیان تر ډېره داهستان کې استوګن ول، دوئ په اصل کې داهیان dahi وه او له اپارني (aparni) څانګې سره یې تړاو درلود، چې د ساکانو «مساګیتا» قوم ته منسوب ګڼل کېږي.
۴- خراسان قومي اوسیاسي مفهوم نه درلود، بلکې جغرافیوي حدوداوفزیکي وجودیې هم دیوه هېواد په توګه دیوه ټاکلی معیار درلودونکی نه وو، که څه هم په سر کې نیشاپور ته کارول شویدی او بیا مرو، هرات او بلخ چې دیوه لنډ مهال لپاره د خراسان څلورښارونه او برخې ګڼلی کېدې دغه نوم پرې ایښودل شوی دی.
۵- د هېواد «نوم ورکي تاریخپوه» د سیستان په تاریخ کې دغه نوم ډېر ښه انځور کړیدی … هغه وایي، څومره چې شمال پلو ته ځو باختر دی او څومره چې جنوب پلو ته لاړ شو نیمروز دی ، ولې مینځنۍ برخه په دوه برخو وېشو، څومره چې لویدیځ پلو ته ځو د پارس ښارونه دي اوڅومره که دپارس ختیځ لور ته ځو نو خراسان دی.(۴- وګوري ۳ مخ)
۶- هغه مهال یانی د حضرت عمر (رض) په زمانه کې چې عربان جنګیالي اوسني ایران ته راورسېدل نیشاپور د خراسان مرکز وه او بیا چې عربو له پارس نه پښه راواړوله د خراسان مرکز مرو ښار وو. یانې په ټوله کې کومې سیمې چې د پارس ختیځ ته پرتې وې د خراسان یا ختیځ په نوم یادېدي، چې په پاې کې تر سغدانې پورې پراختیا ومونده.
۷- «هیوکنیدي» په دې اند دی، هغه مهال چې وروستي ساسانی پاچا درېیم یزګرد په نهاوند (۶۴۰ هـ) کې ماته وخوړه او د عرب ځواکونو له وېرې سیستان ته لاړ، چې بیا له سیستانه مخ په خراسان روان شو.» او د مروې والې ماهوري په سر خوځونې د خسرو نومي ژرنده ګړي په لاس ووژل شو .
له دې څخه ښکاري، چې سیستان د خراسان د جغرافیي برخه نه وه، بلکې مرو یې خراسان باله. د غوریانو د واک په مهال خراسان تر ډېره بریده د خوارزمشاهانو تر ولکې لاندې وو.
غوري غیاث الدین هم له هغې شېبې نه ښه ګټه واخسته، چې علاوالدین تکش (۵۹۶ هـ ق) ومړ او وراره یې د ملکشا زوی «هندو خان» غوریانو سره یو ځاې شو.
د مروې والي «چغرترک» چې کله مروه هندو خان ته وسپارله، نو هغه وو چې غوریانو پنجده او مرو رود هم لاندې کړل او غوري شهاب الدین محمد چې له هند نه راستون شوی وو له خپلو ځواکونو سره سیمې ته ورسېد او سرخس یې کلابند کړ او د خپل کاکا زوې (۵۹۷ هـ ق) امیر تاج الدین زنګي یې د هغه ځاې والي وټاکه.
بیا شهاب الدین محمد «جرجان او بسطام» هم پخپل واک کې راوستل، ورپسې يې «قهستان او ګناباد» هم د اسماعیلې فرقې له کسانو ونیو او قاضي تولک یې د هغه ځای والي کړ.
سلطان غیاث الدین د شېعه مذهب پیرو وه او شهاب الدین غوري، چې د غزني نایب الحکومه وټاکل شو نو سونی مذهب ته یې عقیده پيدا کړه. نو د «ابن اثیر» د څرګندونو پر بنسټ کله چې شهاب الدین د اسماعیلې فرقی پلویان او پیروان وځپل نو بیا د دواړو وروڼو تر مینځ نایووالی رامینځته شو.
ولې سره د هغې هم غوریانو مرو، سرخس او نیشاپور یو د بل پسې ونیول ،خو ډېره موده نه وه تېره، چې د خوارزمشاه علاوالدین محمد ځواکونو نیشاپور (۵۹۷ هـ ق) کلابند کړ او د دیني علماو په مینځګړیتوب د نیشاپور والي ورته تسلیم شو.
سلطان علاوالدین محمد، له دېنه دمخه یو لیک سلطان غیاث الدین محمد ته استولی وو، چې دده د پلار د یوه دوست په توګه دی خپل زوې وګڼې او هم د ده له مور سره واده وکړي . ( ولې یو شمېر څېړونکو شهاب الدین په ګوته کړی دي )
ده له غوري سلطان نه د خوارزم او خراسان د منشور غوښتنه هم کړی وه، خو غیاث الدین او شهاب الدین محمد ورسره ونه منله .
هغه مهال يې چې بیا نیشاپور ونیو، په داسې حال کې چې والي ته یې یو څه ډالۍ وروسپارلی او غور ته یې ولېږه ، له دې پرته یې د نیشاپور والي ملک ضیا الدین نه غوښتنه وکړه چې دده او د سلطان غیاث الدین تر مینڅ اړیکې دوستانه کړي.
د غور سلطان هم چې دده ځواني ولیده، نو بیا یې دده ورور علي شاه چې له ده سره یرغمل وو هم ور خوشي کړ.
د ابن اثیر د وینا له مخې خوارزمشاه، چې نیشاپور ونیو بیا یې سرخس کلابند کړ. خو والي تاج الدین زنګي د خلکو پر مټ د خوارزمشاهانو لښکر په شا وتمبو او علاوالدین هم ولیده چې کلابندي له څلویښت ورځو واووښته نو بیرته یې شاتګ وکړ، خو د درې زره (۳۰۰۰) په شاوخوا کې سواره ځواکونه پریښودل .
ولی د «محمد چربک» له لاسه یې سخته ماته وخوړه او سلطان علاوالدین محمد دېته اړ شو چې د سولې وړاندیز وکړي.
سلطان غیاث الدین محمد هم خپل استازی حسین بن محمد مرغني هغه ته واستوو، چې د خوارزم خطبه دده په نوم ولوستلی شي.
خو سلطان علاوالدین محمد نه یوازې د هغه د وړاندیز پخلی ونه کړ بلکې هغه یې زنداني کړ او بیا یې پر هرات برید وکړ.
دلته نه یوازې د هرات والي عمر مرغني د خوارزمشاهانو پر وړاندې ټینګ ودرېد، بلکې غیاث الدین محمد، شهاب الدین او الپ غازي د یوه ستر لښکر سره هرات ته ورسېدل او خوارزمشاه په بیړه بیرته خوارزم ته ستون شو او د بیباورۍ له بابته یې د نیشاپور واکمن امیر سنجر هم وواژه .
شهاب الدین محمد چې له هنده یو څه ډاډه شوی وو نو بیا یې بلخ، بامیان، مرو او مرغاب کې سمسمکی راووست، وې پتیله چې په خوارزم برید وکړي خو د سلطان غیاث الدین محمد د مړینې له امله یې هغه برید وځنډوه. (۵۹۹ هـ ق – ۱۲۰۲ ز کال)
سلطان غیاث الدین د یوه ټولواک په توګه
سلطان غیاث الدین یو څلویښت (۴۱) کاله پاچاهي وکړه او د دریمې خور یانې د جمادی الاول پر ۲۷ مه د چارشنبې ورځ د ۶۳ کالو په عمر، هرات کې ساه ورکړه او په هغه جومات کې خاورو ته وسپارل شو، چې ده پخپله ودان کړی وو .
«غیاث الدین د خپل مهال یواځنی شاهینشاه وه چې د میځنۍ اسیا ډېرې سیمې نیولې وي ، د چین له پولې تر جیحونه له هندوستانه د عراق تر خاورې، له ایرانه راواخله د هرمز روده پورې، دا ټوله ارته او پراخه سیمه یې د غور د فیروز کوه تر بیرغ لاندې راوسته او په لنډه توګه ویلې شو، چې د خزر له کڅونو نیولې ترجمنا، له جیحونه راواخله تر بلوچستانه پورې، خطبه د غیاث الدین په نوم وویل شوه.»
سلطان غیاث الدین محمد لومړی د «محمد کرام سیستاني» په مذهب وو، وروسته یې شافعي مذهب ته مخ واړوه او دده په دربار کې نامتو پوهانو لکه قاضي وحید الدین شافعي مرورودي او صدرالدین کرامي نیشاپوري شتون درلود.
همدا راز دده د دربار نامتو غړي دا وو:
معز الدین هروي قاضي قضات او قاضي شهاب الدین شمس الملک، عبد الجبار ګیلاني، فخر الملک شرف الدین فروری، مجدالملک دیو شاهی داری، عین الملک سوریاني، ظهیر الملک سنجري او جلال الدین د یو شاري د وزیرانو په توګه دندې په غاړه درلودې .
د هغه مهال ګڼ شمېر تاریخپوهانو، سلطان غیاث الدین د خپلې زمانې یو ستر شهینشاه ګڼلی دی او د درناوي وړ یې بولي په دغه لړ کې ابن اثیر په دې ټینګار کړی، چې «سلطان جګړو ته ډېر ارزښت نه ورکوه او لږه پاملرنه یې ورته درلوده، ورپېښې ستونزې یې په اوښیارۍ او سیاسي لارې ، پرته له جګړي پایته رسولي.»
د سلطان غیاث الدین محمد د ژمي پلاز «زمینداور» او د اوړي پلازمینه یې «فیروز کوه» وو.
دی پخپله یو لوستی انسان وو او ډېر ښکلی خط یې درلود، چې ان قرانکریم به یې هم پخپل لیکدود لیکه.
د غوري سلطان غیاث الدین محمد د څو غوره کړنو بېلګې داسې په ګوته کولی شو:
۱ـ ده له علماو سره ډېره مینه درلود او هیڅ ډول مذهبي تعصب یې نه درلود، خو د یوه خوب د تعبیر له مخې شافعی مذهب ته واووښت.
۲- د ښه خوې څښتن وو، د چا مال او شتو ته یې سترګې نه وي پټې کړې.
۳- د هرات د جامع جومات ودانول دده له موهمو ودانېیو څخه ګڼل کېږي.
۴- له دېنه پرته نورې کومې ودانۍ چې جوړې شویدي، د مستوفي حمدالله د څرګندونو له مخی په دې توګه دي:
ـ د دولس زرو دکانونو