پنجشنبه, دسمبر 5, 2024
Home+د پښتو شاعرۍ پر قافیې فونولوژيک بحث | سیلانی

د پښتو شاعرۍ پر قافیې فونولوژيک بحث | سیلانی

د پښتو ادبیاتو په تدریسي نصاب کې د « قافیه پوهنې » په نوم یو مضمون تدریسیږي، په دې مضمون کې د پښتو شاعرۍ هماهنګه فونیمونه، فونیمیکي جوړې، مورفیمونه او کلمې د عربي ژبې د عروضي سیستم تر چتر لاندې لوستل کيږي. دا لړۍ له ډېرې پخوا څخه را پیل او تر ننه پورې په هماغه پخواني روب داب روانه ده، شاعر مو د تخیلي ځواک کارونې، تصویر آفرینې او پيغام پر ځای د قافيې کلمې پيدا کوي تر څو شعر یې مقبول او د شعر بڼه واخلي.
د پښتو شعر پر قافیوي جوړښت ډېرې لیکنې شوي دي، اما زه دلته د هغو لیکوالو نومونه اخلم چې یادې موضوع ته یې څه نا څه تنقدیي کتنه کړې ده، بیا وروسته خپله لیکنه پيلوم.
د. ا. درمل په «شعرستان» کې د قافیوي کلمو پر موسقیت او په شعر کې د هغه په ارزښت خبرې کړي دي، چې تر ډېره زه هغو موضوعاتو باندې په دې مقاله کې تمرکز نلرم. ا. غضنفر په « جادو ګر هنر» کې پر قافیې بحث لري، دی په دې ليکنه کې د شاعر د تخیل لپاره قافیه خنډ ګڼي، اما د غضنفر موقف په دې لیکنه د یو محافظه کار قاضي په توګه دی، کله قافیه ردوي او د شاعر تر څنګ دریږي او کله هم د قافیې تر څنګ دریږي چې محصل په واضحه توګه ترې یو جهت نشي خپلولی.
ا. ن. منلی د « ادبیاتو په دنیا » کې له غنضفر سره د پښتو قافیې پر فونولوژيک اړخ ځينې تبصرې لري، اما بیا هم د قافیې مجهوله الفبا یادوي او ورته معتقده ښکاري. د هرات پوهنتون د تعلیم و تربیې استاد پوهنیار میوند بختیار په خپله لیکنه « د دودیزې قافیه پوهنې تنقیدي جاج » کې د منلي پر نظریاتو ډېر تمرکز کوي او تر څنګ یې د پښتو قافیې فونولوژیک اړخ کې هم بحثونه لري، اما دی هم روی او نورو الفباوو ته معتقده ښکاري او دا لرۍ په یوه نسبي تغییر تائیدوي.
د قافیه پوهنې جوړښت او تیوري د عربي شاعرۍ د عروضي سیستم لپاره جوړه شوې ده او پر عربي شعر او هغه ته ورته عروضي سیستم د تطبیق وړ ده، د پښتو ژبې څپيز جوړښت سېلابتونیک بڼه لري او د عربی عروضي سیستم جوړښت پرې د تطبیق وړ نه دی. که چېرې د پښتو ژبې په عروضي سیستم لږ و ډېر کار شوی هم وي، هغه په دې معنا چې د پښتو شاعرۍ هډوکي یې ور مات کړي او په زوره یې د عروضي سیستم قالب ته ور اچولي دي.
په قافیه پوهنه کې د پښتو قافیوي کلمو شننه داسې کوي:
د ژوند د هر یو باب نه مې غمونه راټوکېږي
ظلمونه راټوکېږي کړاوونه راټوکېږي
په سترګو کې له سره ګلان مه پوښته ترې لاړ شه
د هر ګل په تفسیر یې کتابونه راټوکېږي
کتاب شو پاڼې پاڼې قلمونه په ژړا شول
لفظونه په سلګو دي ترې آهونه راټوکېږي
بڼو کې شیمه نشته نور يې ساه هم په وتو ده
دانه وانه پراته دي ترې دردونه راټوکېږي
ځه غلی شان تېرېږه ته یې هیڅ اورېدای نه شې
ددې کلي له خاورې هم غږونه راټوکېږي
عجیبه شان ګلان مو په دې ځمکه کې راخېژي
عطرو پرځای ترې هرځلې ګردونه راټوکېږي
( ا. اوږۍ امانزۍ)
د قافیې پوهنې په رڼا کې ددې غزل «غمونه، کړاوونه، کتابونه، قلمونه، آهونه… » کلمې د قافیې کلمې او په دغو کلمو کې مشترک یا هماهنګه برخه «ونه» د قافیې توري ګڼل کيږي. بیا د قافیې په تورو کې « و » ردف بولي « ن » روی او « ه» وصل بولي.
د قافیې متخصصین د قافیوي کلمو لپاره ۹ توري، حرکتونه او عیوب ټاکي، چې پر هره برخه به یې تنقیدي بحث تر سره شي. کوم ۹ توري چې دوی ټاکي عبارت دي له: روی، ردف، قید، الف تاسیس، دخیل توری، وصل، خروج، مزید او نایر. دا توري بیا ځانته ځانګړي تعریفونه او ځانګړتیاوې لري.
« و » ردف بولي او تعریف یې داسې کوي: په لغت کې دو پوشته ته وایي، او په دوه ډوله دی: الف ـ اصلي ردف:که چیرته د قافیو په کلیمو کې هماهنګه برخه په خپلواک توري (الف، و ، ي) پیل شوي وي خو چې وروسته یې بل متصل هماهنګ توری راغلی وي، په دې وخت کې د هماهنګې برخې د پیل توری اصلي ردف او ورپسې توری یې روی باله شي.
اوس دلته څو پوښتنې را منځته کيږي، لومړی: د کلمې شننه، د هغه د واولونو جوړښت، حرکتونه او پر مجاورو تورو د هغوی اغېز، تلفظ، ډولونه او داسې نور مسایل په ژبپوهنه کې مورفولوژۍ او لکسیکالوژۍ او په دوی کې بیا د فونولوژۍ کار دی، نو په پښتو ژبه کې ددې تورو نمونه، ازرښت، هدف او شننه څه معنا او ګټه لري؟
دويم: دا تعریف څه معنا، ردف په لغت کې « دو پوشته ته وايي…» او دلته یې ارزښت او هدف څه دی؟ درېیم:
فرض کړئ که موږ همدا «و» د ردف پر ځای اکس و وای یا په کوم بل نوم ونومو نو څه به وشي؟ څلورم: سمه ده همدا «و» ردف دی، «ن» روي ده او «ه » وصل دی، نو ددې شننې فلسفه او ګټه څه او ولې دا کار موږ وکړو؟
حقیقت دا دی چې دا پردۍ تیوري ده او زموږ د بلاغي علومو استادانو پرته له دې چې ددې ژبې قواعد وګوري پردي علوم یې ددې لپاره زموږ ادبیاتو ته راوړي چې زموږ شاعري بې قاعدې پاتې نشي او یوه قاعده ورته موجوده وي چې تر ننه پورې حکمراني کوي او له ګټې یې توان زیات دی.
راځئ د یادو کلمو یوه ژبپوهنیزه شننه هم وکړو، وګورو چې څومره سره تفاوت لري او کومه قاعده زموږ د ژبې له اصولو سره اړخ لګوي. د « غمونه، قلمونه، کتابونه، آهونه…» کلمې سره هماهنګه کلمې دي. په دوی کې مشترکه فونیمکې جوړې یا مشترک فونیمونه یا هم مشترک غږونه « ونه » دي. همدا مشترک فونیمونه پورته ذکر شوې کلمې سره هماهنګه او هم وزنه کوي.
« و » په کې واول فونیم دی او د واول ځانګړنه داده چې د هر توري څخه مخکې راشي او که وروسته خپل اثرات لري او په کلمه کې تحرک را منځته کوي، یعنې یوه کلمه، مورفیم او ګرامري مورفیم یا د فونیم جوړو ته تحرک ورکوي او ژوندي کوي یې.
په دې کلمو کې هم «و» خپل رول لوبولی دی. «ن» کانسونینت فونیم دی او د دوو واولونو تر منځ پروت دی نو ځکه په ابتدا کې په غونه یی شکل او په پای کې زور اخلي. که چېرې «و» او زور ترې لرې شي یوازې د «ن » په شکل ادا کيږي او نور حرکت نلري. همدارنګه که د «ن » ځای بدل کړو او په بله کلمه کې یې وکارو لکه نارنج، نو اوس یې پر وړاندې واول تغیر شوی دی، چې د همدې واول د بدلون سره یې د غږ موزیکال هم بدلون و موند.
کانسونینتونه د واولو سره په ګډ استعمال کې د واولونو د فشار له کبله خپل غږونو او حرکاتو ته بدلون ورکوي، که له «ن» څخه لومړی واو لرې کړو د «نه» فونیمونه پاتې کيږي او غږ یې هم بدلیږي. که چېرې د پای واول ترې لرې کړو او د سر واو پرېږدو نو څو ډوله غږونه تولیدولی شي هغه دا چې «ون» باید په څلورو یا پنځو فونیمونو په بڼه وویل شي، ځکه پښتو څو واونه لري.
په دغو غږونو کې د «ن» رول او برجستګي نشته، ټوله برجستګي د واولونو ده چې دا په يوه کلمه په مورفیمونو، فونیميکي جوړو او فونیم کې خپل اساسي تاثیرات لري او د غږونو موزیکال، هماهنګی او هم وزنتوب ته بدلون یا سمون ورکوي.
د قافیې متخصصین د واول ټول فونولوژيک رول د قافیې په ۹ تورو کې کښته پورته کوي، حال دا چې په یوه کلمه ټول بحث فونیمونو دی نه د نهو مجهولو تورو، همدا فونیمونه دي چې ګرامري مورفیمونه، خپلواک مورفیمونه او کلمې جوړوي او بیا همدا خپلواک توري دي چې دوی کې حرکت را منځته کوي او د یو واحده معنا داره غږ په توګه یې وړاندې کوي.
د دې برخې پایله داسې وړاندې کوم
په پښتو شاعرۍ کې د «قافیې کلمې» نومونه اصلآ پردۍ، نامانوسه او زموږ شعري مزاج ته یو مجهوله نومونه ده. تر دې ښه نومونه دا کېدلی شي چې موږ په خپلو اشعارو کې د قافیې کلمې پر ځای هم وزنه کلمې/مورفیمونه او مشترک کلمې یا مشترکه فونیمونه/ فونیمیکي جوړې وکارو.
د قافیې د کلمو ۹ توري اصلآ بې معنا او زموږ په شعر کې کوم علمي او ژبنیز رول نشي لوبولی، دا په حقیقت کې د یوې کلمې یا مورفیم د فونیمونو فونولوژيکي تغیرات، مجاوریت، تاثیرات او فشارونه دي چې د کلمو په آهنګ او وزن کې تغیر را منځته کوي، نو بنآ یاد توري او زردشتي فومورل بندي د لوستلو نه ده او ولې باید زموږ پر شعر او ادبیاتو حکمراني وکړي.
د کلمو هماهنګي او موزیکالتوب د ادا کولو پر مهال د فونیمونو په مخرجونو کې ښکاري، کله چې موږ دوه کلمې لکه: تل او سېل وګورو چې سره هماهنګه او هم وزنه نه دي نو موږ دا نه وايو چې قافیوي عیب لري، بلکې موږ ویلی شو چې فونولوژيکي هماهنګي سره نلري، یعنې معنا دا چې مشترکه فونیمیکي جوړې سره نلري او باید په مشترکه برخه کې یې هم مخرجه فونیمونه وکارول شي، لکه تل د همیشه په معنا او سل د ۱۰۰ په معنا. نو دلته ویلی شو چې مورفیمونه سره هم وزنه او هم آهنګه شول، مشترکه برخه یې هم له یوه مخرجه ادا کيږي. که چېرې بیا دفونیمونو په حرکتونو کې توپير ليدل کيږي، بیا به د لهجو ستونزه وي یا به د بلې ژبې کلمې وي او یا هم دا چې جلا واولونه به وي خو موږ ورته په خپله ژبه کې ګرافیمونه نلرو. په دې موضوع په راتلونکي ليکنه کې بحثونه لرم.
يادونه: په دې بحث کې یوازې د قافیې پر ۹ مجهولو تورو بحث شوی دی، په بله لیکنه کې د قافیې په عیبونو، د قافیې په ډولونو او حرکاتو تنقیدي بحث تر سره کيږي، نو تاسو نه هیله کوم چې پاټې شویو برخو په هکله تبصرې مه کوئ یوازې پر همدې بحث خبرې کوئ.
مننه او درنښت

1 COMMENT

  1. ښایسته لیکنه ده، دغسې بحثونه به مو د خپلې قافیه پوهنې خاوندان کړي.
    قلم مو تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب