جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د دفاع وزیر اعتراف؛ د ترهګرۍ تخم موږ خپله کرلی...

د پاکستان د دفاع وزیر اعتراف؛ د ترهګرۍ تخم موږ خپله کرلی دی

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ په پېښور کې د پاکستان د پولیسو پر جومات له خونړي ځانمرګي برید وروسته، د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه آصف اعتراف وکړ، چې د ترهګرۍ تخم پاکستان خپله کرلی دی.

نوموړي پرون د پاکستان پارلمان ته وویل، چې د ترهګرۍ خلاف يې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۷ پورې جګړه بریالۍ وه.

د ده په وينا، دوه کاله مخکې يې پارلمان ته په ټينګار سره وويل، چې د پاکستان د طالبانو تحریک سره مذاکرات نه شي کيدای، خو د عمران خان حکومت دغه کار وکړ، چې طالبان یې پياوړي او بدې پایلې یې وزيږولې.

پاکستاني وزیر د خپل دغه اعتراف په اړه، چې د ترهګرۍ تخم دوی خپله کرلی زیاته کړه:« د افغانستان د جګړې په پايله کې یو شمېر افغانان پاکستان ته راغلل او تر پایه بیرته ونه وتل، په تېرو څلویښتو کلونو کې ۴۵۰ زره افغانان پاکستان ته راغلل، موږ نه شو ويلای، چې دوی ترهګر نه دي.»

پاکستاني وزیر د افغان افراطي ډلو يادونه په داسې حال کې کوي او د ترهګرو ډلو په توګه یې روزنه مني، چې د څارونکو په باور دغه ډلې پاکستان ته نه وې تلې، بلکې پاکستاني مدرسو کې د دغه هېواد استخباراتو پرې د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره پانګونه کړې وه.

څارونکي د پاکستان د طالبانو تحریک هم د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو اړونده بولي او وايي پاکستان تل د داسې نیابتي ډلو په فعالیتونو نړيوالو نه امتيازات غوښتي او اوس هم، چې په بد اقتصادي ناورين کې دی، د يادې ډلې له فعاليتونو څخه د اقتصادي مرستو د جذب لپاره ګټه اخلي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب