جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپاکستاني الوتکو د خوست د تڼیو وژله سیمه بمباري کړې

پاکستاني الوتکو د خوست د تڼیو وژله سیمه بمباري کړې

تاند (چهارشنبه، د دلوې ۱۲ مه) د پاکستان هوايي ځواک د افغانستان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د وژلې سیمه بمباري کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو تاند ته وویل چې د پاکستان هوايي ځواک تېره شپه د خوست جنوب پلو، ډیورند کرښې ته څېرمه د تڼیو پر وژلې سیمې بمباري وکړه.

د سیمې څو اوسیدونکو د نومونو د نه ښوولو په شرط تاند ته وویل چې له بمبارۍ وروسته طالب ځواکونو د وژلې سیمه کلابنده کړه او تر دې دمه (ماسپښین مهال) څوک نه ورپرېږدي.

دوی همداراز وویل چې دې سیمې ته نژدې څو میاشتې پخوا هم پاکستاني الوتکو بمباري کړې وه چې په نتیجه کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

طالب چارواکو تراوسه پورې د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.

دا بمباري وروسته له دې کېږي چې د پېښور د پولیس لاین په جومات کې د دوشنبې د ورځې په انتحاری برید کې نژدې ۱۰۰ تنه ووژل شول او تر ۱۵۰ ډیر نور ژوبل شول.

پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې دا برید په افغانستان کې طراحي شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب