پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهويسټ: پاکستاني چارواکو سره د ط-انو د «خطرناکو» پریکړو په اړه وغږیدم

ويسټ: پاکستاني چارواکو سره د ط-انو د «خطرناکو» پریکړو په اړه وغږیدم

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ ويلي، چې پاکستان ته د سفر پر مهال یې د دغه هېواد چارواکو سره د ترهګرۍ د وضعيت او د افغانستان د طالب حاکمانو د « خطرناکو پریکړو» په اړه غږيدلی دی.

نوموړي په يو ټویټونو کې لیکلي، چې د دغه سفر پر مهال یې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اسد مجید خان، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق‌ خان او د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر سره ليدنې او خبرې لرلې.

ویسټ ټینګار کړی، چې په دغو ليدنو او خبرو کې ېې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د مخنيوي له امله، له بشري مرستو څخه د میلیونونه بېوزلو افغانانو د محروميت یادونه کړې.

دغه امریکايي دیپلومات ویلي، چې افغان ښځې په کورونو کې له حبس کیدو سره سخت رواني سټرس او وضعیت تجربه کوي او نړيوال باید په ځانګړي ډول د بې سرپرسته افغان ښځو لاسنيوی خپل لومړیتوب وبولي.

امریکايي استازي له یو شمېر افغان ښځینه استازو سره، چې په پاکستان کې دي، هم د ده د ليدنې خبر ورکړی او ویلي، چې هغوی پر روان وضعيت توندې نيوکې ورسره شريکې کړي دي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي څو ورځې مخکې پاکستان، جرمني او سویس ته د افغانستان په اړه د خپلو سفرونو خبر ورکړ او ويې ويل د دغه هېواد د روان وضعیت د حل په اړه خپلو متحدينو سره سلا مشورې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب