پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه۹ مياشتو کې افغانستان هند ته د ۱۵۹ ميليونه ډالرو توکي صادر...

۹ مياشتو کې افغانستان هند ته د ۱۵۹ ميليونه ډالرو توکي صادر کړي

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏د صنعت اوسوداګرۍ وزارت لپاره د طالبانو مسوولینو ويلي؛ د روان کال په تېرو نهه میاشتو کې هندوستان ته د ۱۵۹ میلیونه دالرو پر ارزښت صادرات شوي، چې زیره، اینجه، زعفران، پیسته او طبي نباتات ستره برخه ده.

چارواکي زیاتوي؛ په تېرو ۹ میاشتو کې له هندوستان څخه د ۲۹۱ میلیون دالرو پر ارزښت واردات شوي، چې ېره برخه یې درمل، بوره او ځیني نور سوداګریز توکې دي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ويلي؛ هڅه کوي، چې له هندوستان سره خپلو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته نوره هم پراختیا ورکړي.

د صنعت او سو داګرۍ وزارت زیاتوي؛ په روان کال کې د نږ دې ۴۵۰ میلیو ن دالرو پر ارزښت د دواړه هېوادو نو ترمنځ سوداګرۍ شوې.

د خصوصي سکتورغړي بيا وايي؛ که د هندوستان له‌خوا افغان سوداګروته اسانتیاوي برابرې شي، د دواړه هیوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه تر یو میلیارد ډالرو پورې ورسيږي.

د خصوصي سکتور د استازيو وايي، چې دمګړۍ له هندوستان سره د هوايي د هلیز، د پاکستان د واګې بندر او د ایران عباس بندر له لاري سوداګري روانه ده.

هندوستان په دې اړه څه نه دي ويلي.

په وروستيو کې يو شمېر اقتصادي شنونکي د ورته ارقامو په اړه د طالبانو پر څرګندونو شک څرګندوي او متناقض يې بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب