شکور رادمنش
انساني ټولنو له پیله تر دا مهاله ډېر بدلون او پرمختګ کړی او اسلامپالې ټولنې خپل هر نوی بدلون او هره چاره د دین په چوکاټ کې ګوري. دا ښه خبره ده خو په دې مسلې کې باید له افراط او تفریطه کار وانه خېستل شي مثلاً نن سبا ډېری کسان ځان ته حق ورکوي چې پر اجتهادي مسایلو لکه ډیموکاسي، سیکولرېزم، لېبرالېزم، د بشر حقونه، د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه، مدني حقونه، فرهنګي چارې او سیاسي مسلې چې په اړه یې هیڅ ایت او قطعی دلاله حدیث نشته په جرات سره وایي چې د اسلام نظر داسې دی او شریعیت داسې حکم کوي، خو دا یوازې له ایتونو او حدیثونو څخه د دوی خپل برداشت او ګــومـان دی. څنګه چـې انسانان د اړتیاوو او غوښتنو پېچلی ترکیب لري دغه رنګــه ټولنیز شرایــط هم دي.
مثلاً علومو ته د خپل دید له مخې د دین جامه ور اغوستل او دا اطلاق پرې کول چې اسلام دا د ښځو لپاره او دا د نرانو لپاره فرض کړي دي.
د الله کلام چې څه فرمایلي وي هغه سم دي، مثلاً کله چې الهي کلام د علم د فرضیت خبره کوي نو دلته ترې مراد په خاصه توګه دیني یا دنیوي علم نه دی، بلکې دا حکم د علومو په اړه شوی. خو دا خبره هم باید هېره نه شي چې ځینې خلک د خپلو موخو او ګټو په خاطر دالهي کلام بل ډول تفسیر وړاندې کوي.
له اروایي پلوه د ښځې او نر په کار، سلیقې او انتخاب کې فرق وي. یو کار چې سړی یې په څه ډول کوي ښځې بیا د هماغه کار په اړه بیل نظر لري. تاسې به داسې کورونو ته تللي یاست چې هلته هیڅ ښځه نه وي او د کور کارونه ټول نارېنه کوي، یا په مسافرۍ کې به مو دخپلو او د نورو د اطاقونو وضعیت لېدلی وي. ښکاره درته مالومیږي چې دلته یو ډول بې نظمي موجوده ده. په دې بنا د ژوند نورې چارې همدي، په ساینس، هنر، موسیقۍ، انجینری او نورو علومو په برخه کې هم دې طبقې ته اړتیا شته.
هغه دینپوهان چې په اوسنۍ زمانې کې د زر ګونو کلونو وړاندې تفسیرونه اوس پر ټولنو تطبیقوي، زما په فکر تېر وتنه کوي؛ ځکه چې هغهوخت چې مفسیرونو څه لیکل زمان او مکان فرق درلود او د راتلونکې زمانې له نویو غوښتنو نه وو خبر. هغوی خو خپل تفسیرونه کړي خوفکر نه کوم چې دا به یې هم ویلي وي چې تر قیامته به دا هر څه مطلق منل کېږي.
اوس پوښتنه دا ده چې ښه زموږ ځینې اوسني مسایل چې په تفسیرونو کې یې ښکاره یادونه نه ده راغلې، هغه به څنګه کوو؟ که اړتیاپېښه شي نو په اوسني وخت کې به څوک تفسیرونه کاږي؟ نو د اوسنیو ټولنو بله غټه ستونزه دا هم ده، چې اوس په دیندارو ټولنو کېافراطي مذهبیان ننوتي او دا ډلې او ټپلې خپلې موخې لري چې ورته ورسیږي او د وروسته پاتې ټولنو له بې علمۍ او ساده مسلمانۍ ګټهپورته کړي او ځان ته یې را جلب کړي. حتی د داعش په څېر مذهبي ډلې هم د خپلو فعالیتونو او جنایتوتو د مشروع ښودلو لپاره د قران اواحادیث داسې تفسیرونه راوړي چې سړی یې له فعالیت نه شي منکرېدای. نو دلته خبره د تاویل مخې ته راځي، مانا دا چې یو څوک ددینې نښو په اړه بل ډول نظر ولري. اوس ځینې مذهبي ډلې د دین په داسې مسایلو د مسلمان وژنه حق ګڼي چې دین یې هیڅ حکم نه ويکړی، مثلاً د موسیقۍ د اورېدو په وجه او یو وخت خلک په دې هم وژل کېدل چې له بهرنیو موسسو سره کار کوي؛ تر دې چې امام ابوحنیفه دا هم ویلي چې یو څوک تر هغو نشو وژلی چې د قبلې لورې ته لمونځ کوي. او زموږ مذهبیان بیا په دې چاره کې دومره مخکې ووچې د مسلمان پر زړه یې هم حاکمیت درلود او له عقیدې او ایمان یې خبر وو نو ځکه یې دا کار کاوه.
اوسني جنګونه چې د ګټو پر سر روان دي، نو حتی فرضي مسایل هم مباح بولي او د آمر حکم د رسوالله تر حکم څو جنده بر تره بولي. مانا دا که رسوالله کوم څه فرض بللي وي او زموږ د وخت یو آمر د هغه شي په اړه بل ډول حکم وکړي نو د رسوالله حکم به له پامه غورځولکېږي او د آمر حکم به منل کېږي. دا ډول مسایلو ته اوس د دین بل ډول تفسیر ویلی شو.
اوس هر څوک غواړي چې د دین په نامه په یوه او بله بهانه خلک وغولوي، حال دا چې دین د انسان لپاره دومره سختۍ نه دي راوستي. بیاعوامو ته دا فکر هم ورکړل شوی چې د دین په مسایلو کې به نه غږېږی، بحث به نه پکې کوئ هسې نه په ناپامۍ کې مو ایمان خراب کړیوي. د دین هرې مسلې په اړه چې شک وي سړی یې په اړه پلټنې ته اړ کېږي، خو چې شک نه وي ایمان نه جوړبږي. هغه دېنپوهان چېغواړي د اسلام، مذهب او یا بلې عقیدتي مسلې په اړه خلک په خپله لومه کې ګیر کړي د دین ځینې حکمونه داسې پرې مني، چې اول دویته برتري ورکوي. مثلاً زموږ د ټولنې ډېره کتله چې په دې شلو کلونو کې یې زده کړې کړي او یا یې روشنفکره طبقه بللی شو، دوی د دینهیڅ حکم په پټو سترګو نه مني او نه پرې غلطیږي. دا چې زموږ جوړښت زیاتره له کلو او بانډو رامنځته شوی نو دینپوهان ورته وایي، چېپه اخرې زمانې کې به دین له ښارونو کلو او بانډو ته لاړ شي، مانا هلته به خلک محکم پرې ولاړ وي. دوی ولې داسې ورته وایي؟ ځکه چېد ښارونو خلک خو د پوهې او هنر هر بهیر ته لاسرسی لري نو په دین پوی وي او پوهیږي چې څه سم او څه نا سم دي. د کلو خلک چې دزده کړو له بهیر سره یې رابطه سسته وي نو هر حکم پرته له پوښتنې مني. دین به ځکه کلو او بانډو ته لاړ شي، دوی د هغوی له ساده ګۍاو ناپوهۍ ګټه اخلي. د اوسنیو واکمنو اکثریت همداسې خلک جوړوي چې هلته هیڅ ښوونځی یا نشته او که شته هم څوک ورځي نه او هرنوی پرمختګ او بدلون د قیامت نښه لولي.
انسانان بېلا بېلې ځانګړنې لري، که خدای پاک غوښتي وای نو موږ ټول یې په یو رنګ او یو جنس پیدا کولی شوو؛ توپیرونو ته سپکاوی اویوازې خپله خبره سهي ګڼل سپیڅلي الهي قانون ته سپکاوی دی.
شریکه
دا یو ډیر پراخ او ژور او پیچلی بحث دی چی جانبی او فنی اړخونه لری مثلاً:
کوم دین؟
په کوم مکان ( کومه جغرافیائی غیږه ) کی ؟
په کوم زمان ( کومه تاریخی غیږه ) کی ؟
همدا نن
د امریکی په متحده ایالتونو کی پټ او ښکاره مذهبی عقائد او افکار موجونه وهی هغه امریکا چی په اصطلاح د سکولریزم او دموکراسی او تکنولوژی او نورو علمی – اقتصادی – نظامی پر مختګونو زانګو ګڼله کیږی.
که د پورته لیکنی منظور د اسلام دین وی نو
د اسلام مرکز همدا منځنی ختیځ ( زموږ د هیواد په شمول ) دی ( د طبیعی منابعو او انژی ستره چینه )
بناً
انرژی او ژئوپولیتیک او دین او مذهب په توطئه آمیزه توګه سره اخښَل سوی او یوه خواګرځنه منظره ئی را منځته کړیده.
اسلام د تونس او مراکش او مالزیا او اندونیزیا او ترکئی د هیوادونو رسمی دین دی خو هلته انرژیک تحریص شتون نلری ( دینی کړکیچ هم شتون نلری )
خو
په عراق او یمن او سوریه او لیبیا او افغانستان کی د انرژی او طبیعی منابعو شتون د استعمارګرانو او امریکائی امپریالیزم د پلیدو توطئو په نتیجه کی په تصنعی توګه د اسلام مسئله مطرح سویده څو هم د وولسونو مادی ثروت لوټ سی او هم اسلام وټکول سی.
دمحترم ورور غلام حضرت صاحب نه په منڼی سره چي مناسب ځواب یی ارایه کړی، خو فکر کوم د سائل مقصد به هغه څه وی چي ملا ندیم څو موده مخکی ویلی وو ؛موږ ته رفاه او ابادی کوم ارزښت
نلری موږ ته اسلام ارزښت لری۰
ښه به دا وی چي دی کثیرالابعاد سوال ته ملا ندیم،ملا باقی او لیډر یی ملا حسن ځواب ورکړی یا د پوهنتون استاد چی وایی زه د ښځو په لیدو تحریک کیږم او که کوم سړی نه تحریک کیږی هغه مردانګی خاصیت یی ضعیف او باید ځان علاج کړی؛د ملا هاشمی دبحث یوه برخه تلویزیون یک سره
او ځینی لا دا هم وایی چي د مغازو د نمایش ځینی څیری هم ځینو طالبانو ته محرکی بلل شوی وی
او باید د جالب شکل څخه ،ناقص شکل ته واوړی تر څو بدوی موجودات تحریک او ونه غولیږی
نو ، هل هذا هو الاسلام ؟
خو فی الحقیقت
اسلام بذات خود ندارد هیچ عیبی
هر عیبی که هست در مسلمانی ماست
په بل ځای کی شاعر وایی
پابند امر حق چو نه یی از وفا مه لاف
با خالقت چه کردی که با خلق او کنی
دروند ورور ډاکټر همت صاحب ته سلامونه او درناوی؛
مخدرات او د مخدراتو ترویج یوه نړیواله شومه پروژه ده چی هیله ده طالب ئې په وړاندی د مبارزی توفیق ومومی.
” د طالب د لومړی ځل پاچهی په وخت کی کوم نشه ای د غمزی او تاریاکو سامان په شا کړ او په هدیره کی د یو ماشوم قبر په بغل کی ناست او غمزه ئی ډزَوَله، طالب عسکر د یو کونج څخه پر را ووتی ویل هلکه دا څه کوی؟ غمزه ای د ماشوم قبر ته اِشاره وکړه او ی وویل چی طالب جانه د پلار د مرګ غم ډیر را باندی زور دی او غواړم د غمزی په وهلو څو شیبی له غمه ځان لیری کړم، طالب ور غبرګه کړه چی دروغ ولی وائی دا خو د یو ماشوم قبر دی، غمزه ای ور ته وویل: سایِبه زما پلار ماشوم ؤ چی مړ سو”.
نو خبره می دا ده چی:
که د معتادینو د اصلاح هیلی غښتلی وی نو ښه خبره ده کنی ټول معتادین باید په یو لیری دښته کی خوښی سی څو د لوږی او تندی او یخنی او تودوخی له لاسه هلاک او ټولنه ئی له شرّه خلاصه سی. هم دا خلګ ( طالبان ) د اسلام په جوهر نه پوهیږی.
په مطاف او مزدلفه کی د نر او ښځی ګډون ( هغه هم مخ لوڅی ښځی ) ځانته خاصه فلسفه لری یعنی:
مخدرات او د مخدراتو ترویج یوه نړیواله شومه پروژه ده چی هیله ده طالب ئې په وړاندی د مبارزی توفیق ومومی.
” د طالب د لومړی ځل پاچهی په وخت کی کوم نشه ای د غمزی او تاریاکو سامان په شا کړ او په هدیره کی د یو ماشوم قبر په بغل کی ناست او غمزه ئی ډزَوَله، طالب عسکر د یو کونج څخه پر را ووتی ویل هلکه دا څه کوی؟ غمزه ای د ماشوم قبر ته اِشاره وکړه او ی وویل چی طالب جانه د پلار د مرګ غم ډیر را باندی زور دی او غواړم د غمزی په وهلو څو شیبی له غمه ځان لیری کړم، طالب ور غبرګه کړه چی دروغ ولی وائی دا خو د یو ماشوم قبر دی، غمزه ای ور ته وویل: سایِبه زما پلار ماشوم ؤ چی مړ سو”.
نو خبره می دا ده چی:
که د معتادینو د اصلاح هیلی غښتلی وی نو ښه خبره ده کنی ټول معتادین باید په یو لیری دښته کی خوښی سی څو د لوږی او تندی او یخنی او تودوخی له لاسه هلاک او ټولنه ئی له شرّه خلاصه سی. نسته چی د یو څو وږو کسانو د ځلخوږی او احتمالی حملی له وجی په کوڅه او بازار کی د نانوائی او کَله پزی او کباب خرڅولو دوکانونه وتړل سی.
یوه زړه خاطره به بیان کړم.
زموږ د کورنی او نژدی ټولو دوستانو ښځینه مکتبونو ته تللی البته د خپلوانو په منځ کی د مخ پټی فرهنګ هم راکی رواج نه درلود او لِلله الحمد ښځینه مو په غیر اخلاقی ویروس ککړی نه وی البته تر مکتب وروسته بهر لڅ مخ نه وتلی او که وتلی هم په ډیره مؤقره توګه وتلی.
《 زما یوه خور معلمه او بله خور می په نهم یا لسم ټولګی کی وه، زما د تره کور د کندهار په ( ډالاس ) غوندی سیمه کی مؤقعیت درلود او مخ لوڅو ځوانو ښځو هلته د تګ جرئت نه درلود. کومه ورځ زما دواړی خویندی ( د څو څلویښتو کلونو مخکی خبره ده) په چادری کی د خپل تره کور ته روانی سوی، زما د تره د کور فاصله د کوڅی د دهانی څخه تقریباً دوه سوه متره وه، کله چی کوڅی ته داخلی سوی څو متره وروسته زما د تره زوی ( چی معلم هم ؤ، خدای دی وبخښی وفات دی ) پر بایسکل سپور ؤ او زما خویندو ته ئی شیطانی بلنه ورکړه، خویندو می کیسه کوله چی د شرم او حیاء خوَلی پر را ماتی سوی، کشری خور می مشری ته وویل چی باید مخ ور ته لڅ کړو څو ښه خجالت وباسی خو مشری خور می د تره د زوی د آبرو او عزت د خوندی ساتلو په موخه اجازه ور نکړه او هیڅ کله مو د تره زوی لدی کیسی خبر نه سو ، جالبه دا وه چی د تره زوی مو یوه ښائسته رنګینه او سنګینه او پښتنه ماندینه هم درلوده 》.
نو عرض می دا دی چی زموږ ټولنه د ” سړی جګړی ” قربانی سویده او د یوی پیړی په اوږدو کی ئی سړی او تودی تبی ګاللی دی. ( یوه توده تبه ئی د امان الله خان افراطی اصلاحات وه او بله یخه تبه ئی د نننی طالب افراطی قیودات دی البته د دواړو تبو د تزریق شا ته د لندنی کمپوډر پلید لاسونه له ورایه ښکاری.) .
بناً
نه د کابل د تنګو لیلامی پتلونانو او آریانا سعید فرهنګ د منلو وړ ؤ.
او
نه د خیمه ای زنانه لباس او محدودیتونو فرهنګ د منلو وړ دی.
بلکه
یو معتدل او سپیڅلی فرهنګ باید حاکم سی.
د درانه ورور ډاکټر صاحب همت او ګرانو لوستونکو څخه په ډیری بخښنی سره، ما د ښاغلی همت صاحب د تبصری په اړه تبصره ولیکله خو اشتباهاً دوی تبصری سره ګډی وډی سوی ، د بده مرغه د اصلاح او تکرار حوصله ئی نلرم ، هیله ده هر ګران لوستونکی پخپل تشخیص او استعداد دا دواړی تبصری سره بیلی کړی.مننه.