جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد ارزونکي پلاوي راپور؛ د آمو سیند د سواحلو ټينګښت ۶ ميليارده...

د ارزونکي پلاوي راپور؛ د آمو سیند د سواحلو ټينګښت ۶ ميليارده افغانيو ته اړتيا لري

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏د امو سیند د تخریباتو د څېړنې لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې ټاکل شوي پلاوي، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د خپلو موندنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لپاره د طالبانو سرپرست، مولوي عطاءالله عمري چې د ياد شوي پلاوي مشري يې کوله وویل: ټاکل شوي پلاوی د خپل سفر په جریان کې د ‏امو سیند مربوطاتو کې د ۱۴ تخریب شویو ساحو لکه د تخار ولایت درقد او دشت قلعه ولسوالیو، د کندز ولایت د امام صاحب او قلعه زال ولسوالیو، د بلخ ولایت د کلدار او شورتیپه ولسوالیو او د جوزجان ولایت له قرقین او خماب ولسوالیو څخه، لیدنه وکړه.

مولوي عمري زیاته کړه: د هغو لیدنو او همغږۍ پایله کې چې د سیمې له مسوولینو او اوسېدونکو سره وشوې، تخریب شوې یا له خطر سره مخ سیمې تثبیت شوې او لومړنیو موندنو پر اساس؛ د هر ولایت په کچه زرګونه جریبه ځمکه، باغونه او د استوګنې لسګونه کورونه او عامه ځایونه؛ د اموسیند اوبو د حجم زیاتېدو له امله تخریب شوي دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت طالب سرپرست زیاته کړه: د امو سیند تخریباتو بشپړ راپور د طالبانو کابینې ته وړاندې او کابینې لخوا تایید شو او پرېکړه وشوه چې په چټکۍ سره یادې ستونزې ته رسېدنه وشي.

‏د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال، انجنیر مجیب الرحمن عمر، دې ته په اشارې چې د امو سیند سواحلو د تحکیم پروژه یوه اوږدمهاله پروژه ده، زیاته کړه: لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه جوړشوي او د امو سیند سواحلو تحکیم لپاره په ټولیز ډول ۶ میلیارډه افغانیو ته اړتیا ده.

‏دغه راز نوموړي له ټولو مرستندویه موسسو او خیریه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې د امو سیند سواحلو د تحکیم او د زیانمنو وضعیت ته د رسېدنې برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.

‏د امو سیند ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پامیر له غرونو سرچینه اخلي او د ترکمنستان، تاجیکستان او اوزبیکستان له هېوادونو سره هم سرحد دی.

د پرزول شوي جمهوري نظام یوې لوړپوړې سرچينې تاند ته وويل، چې تاجيکستان او یو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو له ډېرو کلونو راهيسې د افغان خاورې د لاندې کولو لپاره آمو سیند ته د خپلو نړول شويو ودانيو ساختماني او نور اضافي توکي غورځول، څو سیند شاته وتمبوي او د دوی د جغرافيوي حدود پراخ شي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې اړه ډېر مستند اسناد موجود وو، خو له دې کبله چې د افغانستان امنيتي شرايط ښه نه وو او ګاونډيو هېوادونو له طالبانو پراخ ملاتړ کاوه، جمهوري نظام د ځينو سرحدي سيمو په احتمالي سقوط کې طالبانو سره د ګاونډيو هېوادونو د همکارۍ د مخنيوي لپاره په دې اړه «موقتي مصلحت» غوره بللی و.

په دې اړه نور جزییات دلته ولولئ:

له افغان خاورې د ګاونډیانو غلا؛ آمو سیند ېې ۲۵ کيلومتره په شا تمبولی

1 COMMENT

  1. که رښتیا هم له خپل هېواد سره مینه او زړه سواندي وکړو ، نو شاوخوا سل میلیونه دالره د آموسیند د سواحلو د تحکیم لپاره کفایت کوي . د شهید سردارمحمد داود خان له وخته تر نن پورې د آموسیند د سواحلو د تحکیم پروژه د اوبو اوبرښنا وزارت په تشکیل کې موجوده ده او هرکال یې منسوبینو ته معاش او امتیازات ورکول کیږی خو دا پروژه تکمیله نه شوه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب