تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه) پهکندهار کي د افغانستان د آبادۍ په نوم د فوټبال ټورنمنټ پیل شو.
د دغه ولايت د سپورټ رئیس محمود آغا بشر وايي یادي سیالۍ د غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې کي د ۱۶ لوبډلو تر منځ تر سره کیږي او ۱۸ ورځې به دوام ولري.
نوموړي په دې سياليو کې د برخوالو لوبډلو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
کندهار کې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، د ځينو نورو برخو تر څنګ د ورزشي فعالیتونو پراختيا ته پاملرنه زیاته شوې ده.