چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهنبیل: د پېښور د پېښې مسوول ISI دی

نبیل: د پېښور د پېښې مسوول ISI دی

تاند:( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل د پېښور د پوليسو پر جومات د ځانمرګي برید ملامتي د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ایس ای اچولې ده.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د مار لخوا د خپل څښتن د نه چېچلو هيڅ کوم تضمين نه دی موجود.

هغه په کنايوي ډول پاکستان د ترهګرو پالونکی بللی.

ډېرو نورو افغان سياسي څېرو او د پاکستان د چارو څارونکو هم ورته نظرونه ورکړي.

په پاکستان کې دننه هم له دې اړخه اعترافونه شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر د دغه هېواد پارلمان ته ويلي، چې پاکستان د خپل کر بده ثمره وليده او ويني.

دا په داسې حال کې ده، چې تحریک طالبان پاکستان د پېښور په یوه جومات کې د پاکستان پر پولیسو د اوړمې ورځې د ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی.

په دغه برید کې د څه باندې سلو پاکستاني پولیسو د وژل کیدو او لسګونه نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

1 COMMENT

  1. نور که څوک نه پوهیژی دې محترم عبدالسلام ضعیف کتاب دې ولولی هغه وخت چی ای اس ای ضیعف صاحب امریکاه ته په لاس ورکاوه هغه ته یې ویلی وه چی مونږ دې پاکستان دې ګټې پخاطر دې اسلام او خلکو پروا نلرو نو دا دې پنجابی کافر ذات دې دالرو لپاره خپل ناموس هم لیلام کوې لکه څنګه چې دې ای اس ای غلام اوس په کابل کې دې خلکو دې ناموس او اسلام پروا نلرې او هغه ناوړه چلندونه کوې چی نه په اسلام کی شته نه یې انسانیت منې دوې همدې ته تربیه شوې چی دې مسلمانانو او مومنان زړونه له اسلام نه تور کړې دا دې ای اس ای نوې طریقه ده مګر خدواند مهربان ده چې دا ګوډاګیان به هم لکه پاکستانی بادارانې ذلیل کیژی او بیا به دې تیشتی لاره نلرې انشالله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب