شنبه, اپریل 27, 2024
Home+خپل قد څنګه لوړولی شو؟

خپل قد څنګه لوړولی شو؟

په اوسنۍ نړۍ کې لوړه ونه یا قد ډیر اهمیت لري. د شتمنو او پرمختللیو هیوادونو خلک د ښې تغذیې له کبله لوړې ونې لري. ستاسو هم کیدای شي ملګري مو لوړ وي او تاسو یې ترمنځ ټیټ ښکارئ. کیدای شي د کورنۍ غړي مو لوړ قدونه ولري او تاسو تل د ټیټ قد له کبله ځوریږئ او پر دې فکر کوئ چې” ایا تاسو څه کولئ شئ چې خپل قد لوړ کړئ؟“

ريښتیا دا دي چې د یو شخص ونه یا قد تر ډیره په داسې څه پورې اړه لري چې له انساني کنټرول بهر دي، لکه ژینونه، وراثت او نور ..

البته ډیر شیان شته چې په تنکۍ ځوانۍ کې ستاسو پر قد اغیز کوي چې د کنټرول وړ دي. لکه خواړه او فعالیتونه..

څو چارې شته چې تاسو یې د خپل قد د لوړولو په برخه کې کولی شئ.

متوازن خواړه وخورئ

• یو کس هغه مهال له ونې ټیټ ښکاري چې په وجود پړسیدلی وي یا یې خیټه غټه او راوتلي وي. د مناسبو او متوازنو خوړو خوراک نه یوازې تاسو له چاغښت او د خیټې له غټیدو ساتي، بلکې که عمر مو کم وي او په نمو کې یئ نو قد مو لوړولی شي. همدارنګه د مناسب اندام لرلو سره به تاسو له ونې ټیټ نه ښکارئ.

• پروتین لرونکي خواړه لکه سپینه غوښه، ماهي او لبنیات د عضلاتو او سالمو هډوکو له ښې ودې سره مرسته کوي. له ساده کاربوهایدریتونو لکه پیتزا، کیکونو، خوږو او داسې نورو ځان وساتئ.

• کلسیم لرونکي خواړه ډیر وخورئ. کلسیم په طبیعي توګه په شنو سبو لکه پالکو او نورو کې شته. همدارنګه لبنیات (شیدې، مستې) هم د کلسیمو پیاوړې زیرمې دي. چې د هډوکو په سلامتۍ او وده کې مهم رول لري.

• زینک چې یو فلزي کیماوي عنصر دی، د انسان د ونې او قد په لوړوالي کې هم رول لري. څیړنو ښودلې ده چې په ځینو هلکانو کې د زینک کموالی د هغوی د ودې له ورو کیدو سره یو ډول اړیکې لري. زینک په ګڼو خوړو کې په طبیعي توګه شته، نو ځوانانو ته پکار ده چې له دې خوړو د خپل وجود دا ماده پوره کړي. د پسه غوښه، تخمونه، وچې میوې، کدو او نور د زینک ماده ډیره لري.

• پوره ویټامین ډي ترلاسه کړئ. په ماشومانو کې ویټامین ډي د عضلاتو او هډوکو په وده کې مهم رول لري. په اروپا کې ډاکتران نویو زیږیدلو ماشومانو ته هره ورځ د یو څاڅکي ویټامین ډي د ورکولو سپارښتنه کوي. د ویټامین ډي کمي په ځانګړې توګه ځوانو نجونو کې د ودې د ورو کیدو سبب کیدای شي. که څه هم ویټامین ډي تر ډیر د یو چا بدن له لمر اخلي، خو که د لمر کمی وي او یا ځینې ماشومان او لویان ډیر وخت په سرپټو ځایونو کې تیروي او یا په ځینو مواردو کې د ځینو کسانو وجود له لمر څخه ویټامین ډي نه شي اخیستلی نو په ګڼو خوړو کې په طبیعي توګه هم په ښه اندازه ویټامین ډي موندل کیږي. لکه په ماهي، مځکۍ غوښه یا سمارق، شیدو او نورو کې هم شته. همدارنګه ښه داده چې یو څوک لږ تر لږه د ورځې نیم ساعت بهر لمر وویني.

په تنکۍ ځوانۍ او د بلوغت پر مهال تمرین وکړئ

په تنکۍ ځوانۍ کې منظم سپورت او تمرین مرسته کوي چې لوړه ونه او قد ولرئ. هره ورځ لږ تر لږه د دیرشو دقیقو لپاره داسې ورزشي تمرین چې عضلات په کې په حرکت راشي د ځوانانو د ودې او لوړ قد لپاره مهم دی. بیلابیلې لارې شته چې تاسو پرې د ځان یا خپلو اولادونو لپاره د ورځني تمرین زمینه برابرولی شئ. که نور هیڅ نه وي قدم وهل یا ساده منډه وهل داسې یو څه دي چې هر څوک یې هر چیرې کولی شي. که جیم یا ورزشي کلبونو ته ورشئ خو غوړي لا غوړ…

هره شپه پوره خوب وکړئ

خوب هغه وخت دی چې ستاسو وجود په کې وده کوي، نو ډير خوب کول په دې معنی دي چې تاسو خپل وجود ته د ودې لپاره زیات وخت ورکوئ.

که چیرې تاسو له شل کلنۍ کم عمر لرئ نو له نهو ساعتونو تر یولسو ساعتونو پورې خوب درته مهم دی.

د (HGH) په نوم د انساني ودې هورمون زموږ په وجود کې په طبیعي توګه تولیدیږي. ددې هورمون ترشح هغه مهال زیاته وي چې موږ په ژور او ارام خوب ویده یوو. نو یوازې خوب کول نه بلکې ژور او ارام خوب وکړئ.

ستاسو د ونې لوړوالې تر ډيره په ژینیتکو او ارثي مواردو پورې تړلی دی

ساینس پوهان وايي، د یو چا د ونې لوړوالی په سلو کې له شپیتو نیولې په سلو کې تر اتیاوو پورې په ژینیتیکو او ارثي عواملو پورې تړلی دی.

په دې اساس به یا تاسو د لوړ او یا ټیټ قد ژینونه لرئ چې ستاسو د قد پر لوړوالي اغیز کوي.

البته دا په دې معنی نه ده چې که ستاسو مور پلار له ونې ټیټ وي نو تاسو به خامخا له ونې ټیټ یئ. خو ددې مطلب دا دی چې که مو مور یا پلار له ونې ټیټ وي، ستاسو د قد د ټیټ پاتې کیدو احتمال زیات دی.

د خپلې ودې خنډ کیږئ مه

سمه ده چې د خپل قد د لوړولو لپاره تاسو ډیر څه نه شئ کولی، خو تاسو ګڼ داسې ګامونه اخیستلی شئ څو ډاډمن کړئ چې طبیعي قد مو د چاپیریالي اغیزو له کبله لنډ نه شي. په ځوانۍ کې د نشه يي موادو لکه چرسو او الکولو استعمال دواړه په وده او قد ناوړه اغیزې کوي.

سو‌ءتغذیه ( خوارځواکي) هم ددې خنډ کیږي چې ستاسو قد خپلې طبیعي اندازې ته ورسیږي.

د کولمبیا د پوهنتون یوې څیړنې موندلې هغه ځوانان چې په تنکي عمر کې سیګرټ څکوي او یا په داسې کور او خونو کې چې لویان په کې سیګرټ څکوي اوسیږي، تر ډیره یې د هغو ماشومانو په مقایسه قدونه لنډ وي چې له سیګرټو لرې وي.

په دې تمه اوسئ چې له شل کلنۍ وروسته مو وده دریږي

ګڼ ځوانان ځان ته ګوري او وايي” ایا زه نور غټیږم؟ “ که چیرې مو عمر تر اتلس کلنۍ کم وي نو ددې ځواب (هو) دی. څو مو چې د بلوغیت دوره بشپړه کړې نه وي ستاسو وده او نمو دوام لري. البته دا نمو تر بلوغیت وروسته تر شل کلنۍ هم دوام کولی شي. نو که په دې عمر کې یئ، ددې پر ځای چې خپل قد اندام ته اندېښنه وکړئ، ښه داده چې له دې وخت استفاده وکړئ، د خپلې فزیکي او روانۍ روغتیا خیال وساتئ، په مناسبو خوړو او سپورت خپله وده او د قد لوړیدل بهتره کړئ.

خو که له دې ټولو سره مو بیا هم قد ټیټ وي چاره څه ده؟

په نړۍ کې تر ډیره د سړیو لپاره نورمال قد د ۱۷۰ سانتي میترو شا او خوا او د ښځو لپاره د ۱۶۰ سانتي میترو شا او خوا ګڼل کیږي. خو دا په دې معنی نه ده که د چا قد تر دې کم وي، نیمګړی دی.

د نړۍ ډیر ستر انسانان د ټیټو قدونو لرونکي وو. نو د ټیټ قد لرل هومره د اندېښنې وړ مسله نه ده څومره چې ورته ځینې خلک تشویش کوي. تاسو کولی شئ چې خپل ټیټ قد سره هم جذاب، ښکلی، زړه راښکونکې او تر ټولو مهمه په ټولنه کې یو فعال، منلی او د کار وګړی و اوسئ.

• سپورت او ورزش وکړئ او هڅه وکړئ چې فیټ او مناسب اندام ولرئ. که وزن مو له قد زیات وي، بیا ښه نه ښکارئ خو که وزن مو د قد مناسب وي نو له لنډ قد سره هم ښکلي او جذاب ښکارئ.

• مناسب پوسټر (بڼه) خپله کړئ. تل مستقیم او نیغ ودریږئ او په ملا کړوپ مه دریږئ. خپلې اوږې یو څه شاته او پراخې ساتئ. که خپلې تنې ته سم پوسټر(بڼه) خپله کړئ نو دې سره به لوړئ ښکارئ.

د خپلې ودې خنډ کیږئ مه

سمه ده چې د خپل قد د لوړولو لپاره تاسو ډیر څه نه شئ کولی، خو تاسو ګڼ داسې ګامونه اخیستلی شئ څو ډاډمن کړئ چې طبیعي قد مو د چاپیریالي اغیزو له کبله لنډ نه شي. په ځوانۍ کې د نشه يي موادو لکه چرسو او الکولو استعمال دواړه په وده او قد ناوړه اغیزې کوي.

خوارځواکي هم د دې خنډ کیږي چې ستاسو قد خپلې طبیعي اندازې ته ورسیږي.

د کولمبیا د پوهنتون یوې څیړنې موندلې هغه ځوانان چې په تنکي عمر کې سیګرټ څکوي او یا په داسې کور او خونو کې چې لویان په کې سیګرېټ څکوي اوسیږي، تر ډیره یې د هغو ماشومانو په مقایسه قدونه لنډ وي چې له سیګرټو لرې وي.

په دې تمه اوسئ چې له شل کلنۍ وروسته مو وده دریږي

ګڼ ځوانان ځان ته ګوري او وايي” ایا زه نور غټیږم؟ “ که چیرې مو عمر تر اتلس کلنۍ کم وي نو د دې ځواب (هو) دی. څو مو چې د بلوغیت دوره بشپړه کړې نه وي ستاسو وده او نمو دوام لري. البته دا نمو تر بلوغیت وروسته تر شل کلنۍ هم دوام کولی شي. نو که په دې عمر کې یئ، ددې پر ځای چې خپل قد اندام ته اندېښنه وکړئ، ښه داده چې له دې وخت استفاده وکړئ، د خپلې فزیکي او روانۍ روغتیا خیال وساتئ، په مناسبو خوړو او سپورت خپله وده او د قد لوړیدل بهتره کړئ.

خو که له دې ټولو سره مو بیا هم قد ټیټ وي چاره څه ده؟

په نړۍ کې تر ډیره د سړیو لپاره نورمال قد د ۱۷۰ سانتي میترو شا او خوا او د ښځو لپاره د ۱۶۰ سانتي میترو شا او خوا ګڼل کیږي. خو دا په دې معنی نه ده که د چا قد تر دې کم وي، نیمګړی دی.

د نړۍ ډیر ستر انسانان د ټیټو قدونو لرونکي وو. نو د ټیټ قد لرل هومره د اندېښنې وړ مسله نه ده څومره چې ورته ځینې خلک تشویش کوي. تاسو کولی شئ چې خپل ټیټ قد سره هم جذاب، ښکلی، زړه راښکونکې او تر ټولو مهمه په ټولنه کې یو فعال، منلی او د کار وګړی و اوسئ.

• سپورت او ورزش وکړئ او هڅه وکړئ چې فیټ او مناسب اندام ولرئ. که وزن مو له قد زیات وي، بیا ښه نه ښکارئ خو که وزن مو د قد مناسب وي نو له لنډ قد سره هم ښکلي او جذاب ښکارئ.

• مناسب پوسټر (بڼه) خپله کړئ. تل مستقیم او نیغ ودریږئ او په ملا کړوپ مه دریږئ. خپلې اوږې یو څه شاته او پراخې ساتئ. که خپلې تنې ته سم پوسټر (بڼه) خپله کړئ نو دې سره به لوړئ ښکارئ.

• که له ونې ټیټ یئ نو ډیر پراخ او خلته کالي مه اغوندئ، په داسې کالیو کې ستاسو وجود ورکیږي او تر هغې چې یئ هم ټیټ ښکارئ. هڅه وکړئ چې ستاسو له اندازې سره برابرې جامې واغوندئ.

• د لوړو بوټونو پښو کول هم درسره مرسته کوي چې خپل قد لوړ وښيئ. البته دا بوټونه باید داسې لوړ هم نه وي چې رسوايي جوړه کړي. هغه ښځې چې تل د لوړو پوندو بوټان پښو کوي، روغتیايي ستونزې او دردونه ورته پېښیدای شي. نو لوړ بوټان واغوندئ خو داسې چې مناسب لوړ وي نه د لوړو پوندو لرونکي لوړ بوټان.

• تیاره رنګي کالي واغوندئ. کله ناکله چې څومره وچ او نري ښکارئ هومره لوړ ښکارئ. که چیرې وکولۍ شئ چې په تنه نري ښکاره شئ نو تاسو ورسره لوړ هم ښکارئ. تور، تیاره ابي، او ځنګلي زرغون رنګونه اغوستل مرسته کوي چې په تنه نري او لوړ ښکاره شئ. په ځانګړې توګه که له سر تر پښو تیاره رنګونه واغوندئ.

• داسې جامې واغوندئ چې عمودي کرښې ولري. د عمودي کرښو لرونکې جامې تاسو لوړ ښکاره کوي. هغه جامې چې افقي کرښې لرې برخلاف ورسره یو څوک له ونې ټیټ ښکاري. نو که د خپل قد په اړه اندېښنه لرئ داسې جامې واغوندئ چې عمودي کرښې ولري، له دې سره به تاسو لوړ او ښه ښکارئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب