Homeخبرونهله افغان خاورې د ګاونډیانو غلا؛ آمو سیند ېې ۲۵ کيلومتره په...

له افغان خاورې د ګاونډیانو غلا؛ آمو سیند ېې ۲۵ کيلومتره په شا تمبولی

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) د طالبانو د حاکمې ادارې یو پلاوی د آمو سیند د ویجاړیو له څېړلو وروسته وايي، چې دغه سیند د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او د سرحدي سیمو اوسیدونکیو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د آمو سیند له کلونو راپدیخوا د افغانستان خاوره وړي او ډېرې یې ځمکې پر سیند ور ګډې کړې دي.

 د طالبانو اداره وايي په وروستیو کې ېې د هېواد شمال ته د ګڼو وزارتونو د استازیو په ګډون یو پلاوی لېږلی.

 پلاوی وايي؛ څېړنې یې ښيي، چې آمو سیند د افغانستان ۲۵ کیلومتره خاوره لاندې کړې او که د سیند غاړې پخې نه شي د نورو ویجاړيو وېره هم شته.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاء الله عمري وایي: په ځینو ځایونو کې ۱۵ کیلومتره او ان ۲۵ کیلومتره افغان خاوره هغه لوري ته تللې ده.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن ویلي ، چې د دوی د کابینې له خوا دوه میلیارد افغانۍ د زیان د سملاسي مخنیوي له پاره ځانګړې شوي دي.

 د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال محمد اسماعیل ویلي؛ زیانمن شویو خلکو ته به د ژوند د ښه کولو زمینه برابره شي او صفري ټکي به وټاکل شي.

پلاوي د ځایي خلکو له قوله ویلي، چې افغان خاورې ته د آمو سیند را مخکې کيدو دوی ته هم مالي زیانونه اړولي.

د پرزول شوي جمهوري نظام یوې لوړپوړې سرچينې تاند ته وويل، چې تاجيکستان او یو شمېر نورو ګاونډيو هېوادونو له ډېرو کلونو راهيسې د افغان خاورې د لاندې کولو لپاره آمو سیند ته د خپلو نړول شويو ودانيو ساختماني او نور اضافي توکي غورځول، څو سیند شاته وتمبوي او د دوی د جغرافيوي حدود پراخ شي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې اړه ډېر مستند اسناد موجود وو، خو له دې کبله چې د افغانستان امنيتي شرايط ښه نه وو او ګاونډيو هېوادونو له طالبانو پراخ ملاتړ کاوه، جمهوري نظام د ځينو سرحدي سيمو په احتمالي سقوط کې طالبانو سره د ګاونډيو هېوادونو د همکارۍ د مخنيوي لپاره په دې اړه «موقتي مصلحت» غوره بللی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...