پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهشېخ حکيم د ملا هبت الله د فرمانونو پيروي د ټولو «...

شېخ حکيم د ملا هبت الله د فرمانونو پيروي د ټولو « مکلفيت» وباله

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) د طالبانو د حاکمې ادارې قاضي القضات او د طالبانو د امیرالمؤمنین يوه تر ټولو نيږدې کس شېخ عبدالحکیم حقاني له طالبانو او نورو خلکو نن وغوښتل، چې د « مکلفیت» له مخې د طالبانو د امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د فرمانونو پيروي وکړي.

نوموړي ‏د کندهار د مرکزي جهادي مدرسې په يوه فراغت غونډه کې د وينا پر مهال بهرنیان د طالبانو د حاکمې ادارې پر وړاندې په دسیسو تورن کړل.

په دې غونډه کې د کندهار لپاره د طالبانو والي او د ملا هبت الله بل نیږدې کس حاجي يوسف وفا له ديني عالمانو څخه د ملا هبت الله د کلک ملاتړ غوښتنه کړې ده.

نوموړي ويلي، چې د طالبانو اداره په ټاکنو يا بله لاره، نه بلکې د « مجاهدینو» په زور رامنځته شوی او همداسې ساتنه به ېې کیږي.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د کندهار له جهادي مدرسې څخه ۲۷۷ علماء او ۲۳ حافظان فارغ شوي.

په کندهار کې نننۍ غونډه او د ملا هبت الله د نيږدې کسانو يادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له څه مودې راهيسې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار پر وړاندې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د توندو پريکړو له امله د طالبانو په رهبرۍ کې د سختو اختلافاتو خبرونه ورکول کېږي.

ملا هبت الله او نيږدې ډله ېې تورنه ده، چې افراطي پریکړې په خپل سر د نورو له مشورې پرته کوي او له دې امله د طالبانو ډېر مشران ورسره موافق نه دي.

ويل کيږي، چې له دې کبله د ملا هبت الله نیږدې ملګري بیا – بيا د خلکو او رسنيو پر وړاندې څرګندیږي او طالبان د خپل مشر اطاعت ته وربولي.

د‌ ملا هبت الله د وروستیو پریکړو له امله د طالبانو پر وړاندې په ملي او نړيواله کچه توند غبرګونونه رامنځته شوي او دا پریکړې د طالبانو د سختې انزوا سرچينه ګڼل شوې.

7 COMMENTS

  1. اول خو ملاهبټ قطعا نشته او که وي د مکناټن یا تور مکناټن په شان کوم وایسرا به وي . هغه څوک چې په زور او جبر یا د تشدد او ترور له لارې قدرت ته رسېدلی وي ، واکمني او حکومت یې نا جایز او ناروا دی .
    ستاسو ډله د ټولو اسلامي ، افغاني او ملي اصولو او قوانینو پرخلاف عمل کوي . څوک چې د اسلام له نوم نه غلطه ګټه اخلي ، هغه منافق دی او د منافقینو اطاعت او احترام ظلم او له انسانیت سره جفا ده .
    د ټالبانو خپلې ډلې او غړي د هغه د اوامرو اطاعت نه کوي ، مثلا د افغانستان د اسلامي جمهوریت ټولو منسوبینو ته یې عمومي عفوه اعلان کړه ، خو په عمل کې چې کوم سرباز او لوړ رتبه شخص په لاس ورغی ، هغه یې شهید کړ.
    دوی رشوت اخلي او د کارونو په اجرا کې له ولس سره تبعیض کوي . د شرابو ، له نجونو سره د ګډا او دوه درې جبري ودونو نه یې ټوله نړۍ خبره ده .
    مسلمانان بې موجبه دروغ نه وایی . مګر ستاسو مشران هره ورځ ولس ته دروغ وایی او حقایق پټوي .
    د قرآني او نبوي ارشاداتو پرخلاف د تعلیم او زده کړو سره مخالفت کوي اوغواړي افغانان یو نیم زرکاله پخوا یا له اسلام نه مخکې دورې ته بوځي .
    بنا د شیخ حکیم او ملا هبټ او ملا حسن احترام نه یواځې ضرور نه ده ، ولس باید د ظالم او منافق شخص پرضد قیام وکړي ، او که نه وي کرکه او نفرت ترې وکړي .

  2. د ټوپک د زور فرمان يواځي د ټوپک په زور منل کيږي.
    زه يو ازاد انسان يم او خدای دا پوهه راکړي چي دښو او بدو په منځ کي توپير وکړای شم هم دا شاني فرمانونه پنځوس کاله مخ کي هم په خلکو په زور منل کيدل خو نتيجه يي ښه ونه ختله.
    له زورواکي او قتله لاس واخلي اولس ته ورشه چي اولس څه غواړي هر وخت چي تاسو د اولس غوښتني و منلي بيا اولس هم ستاسي فرمانونه مني. بله لاره همدا انتخاب شوي د ټوپک لياره چي مخ ته کړي موده.

  3. دی ملا هیبت لوطی فرمان ته خپله ومنه ځکه ته هم هماغه خر یې لکه هیبت لوطی پنجابی دې خرو فرمان خره منې لکه ستا غوندې یو خر

  4. عجيبه خلک دي.
    له خلکو يې د انتخاب/انتخاباتو (ټاکنو) حق اخېستی دی. د ريفرېنډم حق نه ورکوي او بيعت ورته له خلکو غواړي.
    دا د چا لپاره اميرالمؤمنين ټاکل شوی؟
    که د افغانستان د خلکو لپاره ټاکل شوی وي، نو بايد ولس ته راښکاره شي او که بل چا د ځان لپاره ټاکلی وي او پر موږ يې راتپلی وي، نو بيا به همداسې پټ وي او نه به راښکاره کيږي، نو بيا يې بيعت ته څه اړتيا ده؟
    يو څوک چې ولس ته راښکاره کېدای شي نه شي، نو بيا يې هم پر ټولو مستلزم او واجب نه دی او نه ورته مکلفيت لري.

  5. زما مستعار نوم لوپر دی خو دادې حمارې توړۍ زامن تول حمار لوپران دي نه منطق لري نه عقل خوشې د اسلام په نوم اولس غلوي او دښځو ټېکداري یې اجاره کړې ده !
    امر د هغه چا چلیږي چې هغه فزیکي وجود ولري ؟؟ ستا ملا خر کوس لله خو نه سر لري نه کونه ، هیچا ندی لیدلی خو امر یې چلیږي ،ایا دا لودګي او بی شرمي نده !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب