یکشنبه, مې 5, 2024
Home+آیا ښځه ناقص العقل مخلوق دی؟ /  ولي الله ملکزی

آیا ښځه ناقص العقل مخلوق دی؟ /  ولي الله ملکزی

پتمنو لوستونکو! د څه مودې راهیسې زما په زړه او ذهن کې یوه لالهنده پوښتنه په تینده کونو ده چې زه یې د ځواب په لټه کې یم؛ البته له دې قیل او قال سره مې غرض نه شته چې علم فرض دی که مباح؟ او آیا رښتیا د مهندسۍ او طبابت د علومو پراختیا، د قیامت د رانږدې کیدو نښې دي که د پيښوریانو خبره: هسې بکواس دی؟

د ملګرو ملتونو د کلني راپور له مخې چې د هیوادونو د سوکالۍ، ښیرازۍ، روڼتیا، روغتیا، تعلیم او د امنیت اړخونه په بر کې نیسي؛ په مسلسل ډول د څلورم ځل لپاره؛ د فنلنډ هیواد د ۱۹۵ غړو هیوادونو په کتار کې تر ټولو خوشحاله هیواد شمارل کیږي. صدراعظمه یې یوه شپږ دیرش کلنه ګلالۍ ده چې سنا مرین نومیږي. نو آیا دې تکړه او بریالۍ میرمنې ته ناقص العقل ویل مناسب دي؟
تیره میاشت د سعودي عربستان شاهي حکومت ۳۲ تنه ځوانې انجنیرانې د حرمینو شریفینو د اورګاړي د چلوونکو او عملې په توګه وګمارلې ترڅو په ملیونونو حاجیان او عمره کوونکي د مکې مکرمې او مدینې منورې ترمنځ بوزي او راولي. آیا دغو تکړه میرمنو ته د ناقصات العقل خطاب کول انصاف دی؟
ټول پوهیږو چې د پیرنګیانو آکسفورډ او د امریکا هارورډ د نړۍ دوه ډیر معتبر پوهنتونونه دي؛ خو ډیر لږ خلک خبر دي چې په نړۍ کې لومړنې پوهنتون په ۲۴۵هـ / ۸۵۹ م کال کې د مراکش د فاس په قرویین کې فاطمه الفهریة جوړ کړیدی. بیا دوه پیړۍ وروسته دغه لړۍ هسپانیې او نورې اروپا ته وغځیدله؛ نو آیا فاطمې ته د ناقص العقلې ویل به سم کار وي؟
په لسمې میلادي پیړۍ (۳۵۶هـ) کې د شام د حلب په ښار کې یوې ۲۳ کلنې پیغلې، مریم الاسطرلابي قطب نما اختراع کړه چې د نن ورځې د GPS (نړیوال موقعیت میندونکی سیستم) کې ورڅخه کار اخیستل کیږي. دغه اختراع په علم الفلک او سمندري سفرونو کې یو حیاتي رول لوبوي، نو آیا مریم ناقص العقله ګڼلې شو؟
له نن څخه یوه پیړۍ وړاندې په نیویارک کې د میرې انډرسن په نوم یوې میرمنې، د موټرو د مخې شیشې لپاره برف پاک جوړ کړ چې موټر وانانو ته مزل اسانه کړي؛ په ۱۹۱۹م کې یوې بلې امریکنۍ، الیس پارکر د هرې کوټې د بخارۍ په ځای د مرکز ګرمۍ سیستم جوړ کړ؛ په ۱۸۸۶م کې د جوزفین کوشران په نوم یوې میرمنې په شیکاګو کې د جامو وینځلو ماشین جوړ کړ او په پنځوسمې لسیزې کې یوې اطریشۍ عالمې Wi-Fi او Bluetooth اختراع کړل چې موږ ټول یې کاروو. نو آیا دغو نوښتګرو میرمنو ته به د ناقصات العقل ویل، د عدل سره اړخ ولګوي؟
په ۱۹۸۸م کې، یوې تور پوستې امریکايی ډاکټرې، پاټریشا بیت د لومړي کرت لپاره د لیزر شعاع له لارې د سترګو جراحي عملیات ترسره کړل او د طب په دنیا کې یې نوی څپرکی ولیکه؛ نوموړې څلور کاله وړاندې په سان فرانسیسکو کې مړه شوه. په همدغه مهال کې، د امریکا د پور ټوریکو د سیمې یوې انجنیرې، اولګا ګونزالیس د ناسا لپاره هیدروجیني بیټرۍ جوړه کړه چې زموږ په مدار کې به د کلونو کلونو لپاره هوايي بیړۍ فعاله ساتي او ځمکې ته به تصویرونه او ساینسي معلومات را لیږي.
تیر کال د امریکا ناسا (د فضا او هوايي چلند ملي اداره) د کاناډا او اروپایي اتحادیې سره په ګډه، د جیمز ویب تلسکوپ لیرې فضا ته وتوغولو؛ ترڅو د Big Ban یا سترې چاودنې په اړه معلومات ترلاسه کړي چې نژدې ۱۴ ملیارده کاله وړاندې رامنځ ته شویده. د دغې حیرانوونکې پروژې د شل زره ساینس پوهانو او انجنیرانو د څلورو مهمو مشرانو څخه یوه هم د امریکا د اریزونا د پوهنتون پروفیسره، مارسیا ریکي ده. نو آیا دغو فوق العاده میرمنو ته د ناقصات العقل لقب ورکول به د انساني شعور او ضمیر غږ وي؟
درې کاله وړاندې، کله چې د کرونا وژونکي وایرس د چین له ووهان څخه سر راپورته کړ، نو زموږ په نړیوال خټین کلي کې نجاران د تابوتونو او قبر کیندونکي د لحدونو له جوړولو څخه ستړي شول. په همدغه زبیښلي او خوړین چاپیریال کې ترک نژادي مسلمان پروفیسر (اوگور شاهین) او د هغه میرمن (اوزلم تورچي) په جرمني کې د فایزر کمپنۍ لپاره د کرونا واکسین جوړ کړل او د ملیاردونو انسانانو ژوند یې خوندي کړ. آیا دغه مبتکره میرمن ناقص العقله بللې شو؟
او تر ټولو مهمه پوښتنه، د اتمې هجري پیړۍ ستر مؤرخ او د فقهې او حدیث امام، علامه شمس الدین الذهبي په خپل مشهور کتاب، سير أعلام النبلاء کې کاږي: د بخاري او مسلم په ګډون ټولو محدثینو د ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ۲۲۱۰ حدیثونه روایت کړیدي. اوس که چیرې ښځه ناقص العقله وبلو، نو د دغو مبارکو احادیثو صحت او په هغو باندې عمل خو به د پوښتنې لاندې نه راځي؟
نچوړ؛ که د روایت او نوښت پورتنۍ بیلګۍ د (مشت نمونه ای خروار) په تله وتلو، نو د پاخه کاڼي کرښه به همدا وي چې ښځه پوره انسان دی، عاقل انسان او برابر انسان. د دین، مدني قانون او ټولنېزې اړتیا له مخې، د هغې تعلیم، انساني کرامت او د خپل ژوند د مشروع ملګري حق خوندي دی. نو څومره به غوره وي چې موږ خپله شخصي سلیقه، کلتور ونه ګڼو او رواجونه د دین په خم کې رنګ نه کړو !!
——————————–
یادونه: په مننې سره ما په دې لیکنې کې د ناسا د سایټ، المرسال ویب، ګوګل او دائرة المعارف څخه استفاده کړیده. همدارنګه، که لوستونکي وخت او علاقه لري، نو کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک، لنکد ان او د یوټیوب په چینل کې ولولي او وګوري؛ ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

11 COMMENTS

  1. محترم ملکزی صاحب
    الله متعال دِ په قلم او ژوند کی خیرونه نور هم زیات کړه۰
    نو دا د ناقص العقل خطاب له کومه ځایه منشاء اخیستی او زموږ ملایان یی ولی تل تکراروی ؟
    نقص د روایت دی او که درایت ؟
    لطفا ریښه یی موږ ته راوسپړی۰
    الله رب العزت مو په اهل الذکر کی حساب کړی ۰

    • جناب همت صیب، امام بخاري د حضرت عائشې رض په روایت د ابو هریرة رض په دغه روایت باندې ملاحظه دا ډول نقل کړېده. هغې رضي الله عنها داسې وايي:« لم يكن يسرد الحديث كسردكم – ۲۳۱/ ۴ » یعنې هغه دا حدیث داسې نه دې ویلې، لکه څرنګه چې تاسو یې روایت کوئ. امام ترمذي یو حدیث روایت کړی چې پیغمبر ص فرمایي:« إن الجنة لا يدخلها عجوز » یعنې زړې ښځې جنت ته داخلیدلاې نه شي‌! نو آیا جنت یواځې د ځوانانو لپاره دی؟ همدا شان په دوو مبارکو آیتونو کې راغلي:« وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ» وكذلك «الزَّانِيَةُ وَالزَّانِى» نو که چیرې ښځه ناقص العقله وي،‌ نو بیا ولې هغې د زنا کار او غل سړي په څیر یو ډول سزا ورکول کیږي؟ بله دا چې که ښځه ناقص العقله ده نو حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم څرنګه د حدیبیې د صلحې په مهال د خپلې میرمنې، ام سلمه څخه مشوره ومنله؟ که ښځه ناقص العقله وي نو حاجیان او عمره کوونکي سړي ولې د صفا او مروی ترمنځ په منډې وهلو مکلف دي او د ښځې په قدم قدمونه ږدي؟ زه فکر کوم خبره په درایت او تعبیر کې ده. کنه نو انګیلا میرکل د ۱۶ کالو لپاره له جرمني څخه څلورم اقتصادي ځواک جوړ کړ او د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسنډا ارډرن وکولاې شول چې د امریکا او چین څخه هم د کرونا په وړاندې ښه او بریالۍ مبارزه وکړي. مننه / ملکزی

  2. سلام
    یا ایهاالناس= خلکو (نارینه،ښخینه،ماشومان …….. )
    مریم میرزاخانی په ۲۱ پېړۍ کې دریاضی اوچته مخکښه په میلیاردونو انسانانو کې داسلام غربت نه ښیی . ملکزی صاحب وایی له کلی ووځه خو له نرخه مه وځه! نرخ وایی یو فیلسوف، متدین ،عالم، پیاوړی شخصیت ،او مشهور لارښود دیوې تکړه او باشهامته مورپه غیږ کې رالویږی وایی مور به یوه لاس خانګو اوبل لاس جهان ځنګوی . ستا ښایسته لیکنه کې واقعیت څرګند دی او دغه شواهد ښیی چې دښځې په نوم نمرودی جهالت بربنډ انحصار دی.دانسانی علومو په بیلګه داډول جهالت خای نه لری نو خکه الله ج څوپېړۍ پخوا فرمایلی:
    ۱-مساوات په خلقت کې: [ یا ایهاالناس] انا خلقنکم من[ ذکر وانثی] وجعلنا [شعوبا وقبائل] لتعارفوا ان اکرمکن عندالله اتقئکم
    دقضی مراتب دیر جامع دی
    ۲-مساوات دحقوقو اوعمل پراساس:فاستجاب لهم ربهم انی لا اضیع عامل منکم من [ذکر وانثی]
    الله ج نه ضایع کوی
    ۳-مساوات په کسب او کار او مدنی ارزښتونو کې:ان المسلمین والمسلمات، والمومنین والمومنات، والقانتین والقانتات، والصادقین والصادقات والصابرین والصابرات …
    دلته بیاهم محاسبه دریاضی به طریقه ښودل شوې

    • شریف زاد صیب، وعلیکم السلام او درناوئ. د شرعي مکلفیت لپاره لومړنې شرط، عقلانیت او په حکم باندې پوهېدل دی. لکه څرنګه جې تاسې په خپلې تبصرې کې د یو شمیر مبارکو آیتونو یادونه کړې، همدغه زموږ د دین روح او د مدني ارزښتونو بنسټ دی.
      کور مو ودان

  3. د محترم ملکزی صیب د معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره امّا بعد.
    په قرآن کی څو ځلی مال او اولاد ” فتنه ” ګڼلی سویده.
    فتنه لس تعبیرونه لری چی متداول او متعارف تعبیر ئې همهغه ” امتحان او آزمایښت ” دی البته بل عام تعبیر ئی ” شرّ او فساد ” دی چی عوام ئی کاروی. د قرآن له فرمائشاتو داسی ښکاری چی د ” فتنی ” څخه منظور عموماً ” امتحان ” وی.
    همدارنګه
    ” عقل ” هم څو وړوکی او لوی تعابیر لری چی د ښځی په هکله لطیف ترین تعبیر د ښځی ځینی جسمانی او بدنی او روحی او اقتصادی او فکری محدودیتونه دی.
    بناً
    ” ناقص العقل ” هم یو پراخ او په عین حال کی نسبی مفهوم دی چی لزوماً مطلق منفی او مکروه بار نلری بلکه یو اعتباری بار لری.
    ښځی ته د ” ناقص العقل ” د توصیف صفت یوه ډیره ژوره تاریخی ریښه لری چی ممکن د خلقت د معادلی د دفتر سره وصل وی ضمناً په مختلفو تاریخی پړاوونو او مختلفو ټولنو کی ئې د تعبیر غلظت او ثقلت توپیر سره لری.
    اسلام بیا هم قربان سم ممکن تلویحاً او په ډیر ظرافت ئی دا صفت کارولی وی خو نورو ادیانو او مذاهبو او حتی اجتماعی مکتبونو اصلاً ښځی ته د انسان په سترګه نه دی کتلی او ښځه ئې د شیطان شاګرده ګڼلی ده، دا چی ځینی اسلامی عالم نما کسانو هم ښځه د ګناه منبع ګڼلی ده د اسرائیلیاتو تر اغیز لاندی راغلی دی.
    بله دا چی د ښځی د حقوقو او دریځ او مؤقعیت د انسان د بدوی حالت له لومړی شیبی څخه پیل سویدی او حتی په متمدانه حالت کی ئي هم د نر په تناسب ډیر امتیازات نه دی تر لاسه کړی.
    د مثال په ډول:
    په بدوی ټولنه کی د بشر لوی ضرورت او تلوسه د حیواناتو ښکار او د ځان او کورنی د غړو د ګیډی مړیده او یا د سرپناه جوړیده چی دا کارونه د ښځو تر توان لوړ وه
    کله چی متمدنه ټولنه جوړه سوه نو بیا هم ښځه د ځینو محدودیتونو له وجی د نر سره اوږه په اوږه نه ده درېدلی او دا پروسه تر نن پوری دوام لری البته د نن ورځی او نژدی پرون پوری د ښځو ونډه بیا هم په ډیرو ډګرونو کی د نر په نسبت لږ ده او د الهی حکمت په اقتضاء ښځه هم د ډیری ادعا او زیاده خواهی څښتنه نه ده.
    نو اصلی عرض می دا دی چی:
    د متحجرو ملایانو لخوا ښځی ته د مطلق ” ناقص العقل ” خطاب یوه بله غلطه پروژه ده چی د اسلام د دین او انسانی کرامت د جوهر سره هیڅ تړاؤ نلری او د ځینو ملایانو د ګیډی خبری دی البته د خواشینی خبره دا ده چی نن ورځ زموږ د ددی ډول ملایانو پر دی ډول خبرو هغه څوک خاندی کوم چی تر پرون پوری ئې ښځی ته د انسان په سترګه نه کتل او نن ښځی ته د ښځی په سترګه نه ګوری او د ښځی څخه نوره ابزاری ګټه اخلی.
    په هر حال، که په یوه اسلامی ټولنه کی سالمه حکومتداری حاکمه وی نو د ښځی د ” ناقص العقل ” روایت او رؤیت به ملیح او خوندور او مستور وی.
    په پای کی فقط د ځان سره وایم ( نور کسان دی غوږ نه را ته نیسی)
    انګریز د شیطان زویه!
    پر خپل سیاسی سرنوشت دی د هند هندو حاکم کړی دی ( صدراعظم ) څو خدمت در ته وکړی
    خو
    پر موږ دی زموږ خپل نااهل او جاهل او متحجر ورور حاکم کړی دی څو زموږ څخه په سپینه ورځ سدری وباسی هغه سدری کوم چی جیبونه ئی زموږ د ټولو مادی او معنوی ارزښتونو څخه ډک دی.

    • غلام حضرت صیب، سلام او ښې چارې! رب دې زموږ په ټولنې کې ستا په څیر با احساسه او د خپل ولس په درد درمند وګړي لا ډیر کړي.
      زه ستا استدلال او نظر ته د قدر په سترګه ګورم.
      مننه

  4. یو کیفیت دی بل کمیت، مقدار، حجم: کیفیت له نظره یو له بل انسان که نر وی کې ښځه وی فرق لري، داسی ښځې دی چې ډیری هوښیار او نارینه یا میړه بی عقل او داسي نارینه شته چې ښځي بیعقلي او داسی هم شته دواړه باعقله هوښیار او داسی هم شته دواړه بی عقله یا هوښیار نه
    او مقداري لحاظه په اوسط ډول کی دې نارینوو عقل یا ماغزه ۱۰۰۰ ګرامه وي نو د ښځو ۷۰۰ ګرامه دئ یعني ۳۰۰ ګرامه کم یا ناقص دي یعني ناقص کمیت لحاظ نه کیفیت لحاظه د ملکزي صاحب د خبرو تایید، ناقص لږ یا کم ته وایی د کمیت لحاظه او دا ساینس ثابت کړئ او مونږه هم کوی شو د سر کوچینوالي نه دا مسله درک کړو او عمومې ډول په اوټپوت باندي اغیزه لرلئ شي، مثلا کم حوصلګي، لڼډ مهاله فکر کول او خاص ډول داسې ښځې شته چې پوهې ته نر رسیده ګي نشي کولی

  5. که ښځه ناقص العقل ومنل شی نو بیا باید ټول هغه اخادیث چه د حضرت عایشه رض او نورو بیبیانو څخه روایت شوی دی مشکوک وګڼل شی نعوذبالله من ذالکه ، او هم د رسول الله ض مشوروه چه د لومړی وحی څخه وروسته یی د خدیجت کبرا سره درلوده هم د سوال لاندی راولی ، تعجب قضاوت دی.

    • سلیمان زاهد صیب سلام، د همدغې اندیښنې او فقهې باریکۍ له امله مې دغه پوښتنه مطرح کړه، ترڅو اهل علم د علم په رڼا کې دغې دینې، حقوقي، مدني او ټولنیزې مسئلې ته یو ځل بیا ژوره کتنه وکړي.
      رب مو ونازوه

  6. هیله کوم لیکوال صاحب چي د ناقص العقل والدین په باره کي دیني مطالعه وکړې پښتنه به دي حل سي.
    یو شی چي باید وه وایو هغه د نر او ښځي فرق دی جنس ښځه تر نر ناقص العقله ده نور تفصیل نه غواړم وې کم خو یو شی عادي باید وه وایم چي د ادم علیه السلام او حواء رضی الله عنها ټول اولاد کي ښځه تر نر ناقص العقله ده د حواء رض په قول ادم ع وکړه هغه میوه چي غنم یابله میوه یادیږي ادم ع وخوړه د جنت څخه را ویستل سو.
    بل د ناقص العقل توب دلیل یې دا دی چي په ټولو انبیاء کي ښځه نبي ده راغلې د عایشې رض فضیلت د ښځي والي په خاطر ندی د علیه السلام مبارک سه دعلم دحصول او نژدې والي په خاطر فضیلت لري.
    خو چي نر او ښځي تې واخلې بیاهم ډیر نارینه پر عایشې فضیلت لري.
    هیله کوم چي د نړی د ښځو د ستایني پر ځای د پورتني حدیث تشریح وګوره او دیني مطالعه وکړه

  7. Zubair خانه ستا او د ملا هیبت الله فرق نشته ! ښځو ته د ناقص العقله صفت ورکول یو جهالت او د عربو دزاړه کلچر يوه نخښه ده ، داځکه چې داسلام دین دوی ته حق ندی ورکړی او عربی جهالت یې ورسره کړی نو ځکه یې ناقص العقله معرفي کړي دي تر څو چې خپل سیکسي خواهشات پرې پوره کړي ! عائشه د ۹ کالو وه چې له محمد سره چی تقریبا پنځوس کلن وو نکاح وتړله ! اسلام په زور او ظلم خپور شوی نور تاریخي تشریحات دلته نکوم !
    ایاانریا ګاندي ، ګلدامیر ، مدلین البرخت ، انګېلا مېر کل ، مرګریت تیچر او دا نورې ټولې پاچایانې لکه الیزابت ، مرګرېت او ایکترینه ناقصل عقله وې ؟ ایا زما ټولې ټولګي والې چې اوس سې ځینې فرو فیسراني دي ناقص العقله دي ؟؟ نه نه ستاسو دعربو دغلا مانو په دود هغه زوړ پاتې د غلامي کلچر مخ ته بیایې او په ښځې کې یواځې سیکسی خدمت وینی ! دغه درې واړه د جهالت ادیان ټول د يهودو تفکر دی چې له ابراهامه شروکیږي او په محمد باندې ختميږي !
    علم چیرې تاسو جاهلان په اسمان عقیده لرۍ کوم ته چې محمد په بوراق / اوزکړي سپور اسمان ته ختلی ! نړۍ تاسو تیاره کړې ازادي تا سو اخیستې ورک شۍ جاهلانو !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب