جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد پاکستان ادعا؛ افغانستان نه ۱۳ بريدونه را باندې شوي

د پاکستان ادعا؛ افغانستان نه ۱۳ بريدونه را باندې شوي

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) پاکستان ادعا کوي، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته له افغانستان څخه ۱۳ بريدونه ورباندې شوي.

د پاکستان د سولې مطالعاتو موسسې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې پر پاکستان له ۱۵ هغو بریدونو څخه ۱۳ ېې له افغانستان څخه سمبال شوي، چې له پولو د باندې پر دغه هېواد شوي.

سرچینه ادعا کوي، چې له افغانستان څخه په ترسره شویو دغو بریدونو کې ۳۴ تنه پاکستانيان وژل شوي او ۵۲ نور ټپيان دي.

په دغه راپور کې ډېر ادعا شوي دغه بریدونه د تحريک طالبان پاکستان اړوند ګڼل شوي.

یاده موسسه له پاکستاني چارواکو غواړي، چې د افغانستان او په خاص ډول د طالبانو د حاکمې ادارې په اړه خپل دریځ بدل کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حاکمې ادارې د پاکستان ورته ادعاوې رد کړي او ویاند یې ذبیح الله مجاهد له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د داسې نیوکو او تورونو پر ځای د دغه وضعیت په اړه خپل مسوولیتونه تر سره کړي.

1 COMMENT

  1. دې ته وایې لکۍ داره او شاخداره درواغ. دا ټول همدا خپله د پاکستان پوځ کوي. دوی غواړې د طالبانو او افغان مهاجرو په نامه میلیاردونه دالره مرسته له دنیا تر لاسه کړي. یوازې پرون په جنیوا کې له شپږ ملیارده ډالرو دېره مرسته پاکستان ته منظوره شوه چې په هغه کې افغان مهاجر او سرحدات هم شامل دي. مهاجر خو په بندونو او خواریو کې ژوند کوي او خوند ترې اخلي پاکستان.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب