شنبه, اپریل 20, 2024
Home+بریالیو خلکو ته ‌ژوند څنګه ښکاري؟  

بریالیو خلکو ته ‌ژوند څنګه ښکاري؟  

عاشق الله وزیري

د ژوند په تړاو بیلابیل نظرونه ورکول کیږي ، څوک ژوند خوشحالۍ ، خوښۍ او خندا ته وایي ، څوک یې ژړا ، غم او ویر ګڼي ، څوک یې زږېروي، درد او اوښکې بولي ، د چا په نظر هڅه ، خواري او محنت دی، ځینو ته ارام ، سکون او راحت دی، خو د بعضې نور لپاره ژوندون لټون ، ستړیا او د یوې مړۍ پیدا کول دی.

وایي ژوند امتحان دی چې څوک له دې ازموینو کې بریالی راوځي او څوک له ناکامه ازموینو کې سره سره بیا هم باید د دې لارې یو ستړی لاروی پاتې شي.

خو لنډه دا چې ژوند چاته خوشحالي ده او چاته خفګان ، چاته اوښکې دي او چاته خندا ، اما د ‌ډیرو لپاره ژوند هغه دی چې په دې دور کې له ور پیښو شویو ازموینو بریالي راوځي. 

ځیني لیکوالان ژوند نعمت ګڼي، ځینې یې مجبوریت ګڼي ، ځیني وایي ژوند ښکلی دی او بعضي نور یې وایي ژوند بدرنګ دی.

ولې د یوې کلیمې ( ژوند) لپاره دومره نظرونه  موجود دي؟

پوهان وایي ژوند د لوړو او ژورو څخه تېریدل دي، د سختۍ ګالل او په خپل دغه مؤقت وخت کې خپل  

ټاکلي هدف ته رسیدل دي ، نو کامیاب ژوند هم هماغه ژوند دی چې په کې خپلې ټاکلې هدف ته رسیدل دي ، نو کامیاب ژوند دی چې په کې خپلې ټاکلې موخې ته ورسیږو.

ځکه ژوند یوه تجربه ده، هر چا چې څنګه ژوند کړې، نو په هماغه ډول یې ‌‌ژوند انځور کړی او هماغه یې خلکو ته وییلي چې ژوند دی او که بدرنګ ، ژوند نعمت دی او که مجبوریت.

ژوند یو دور دی چې چا په دې دور کې خندا وکړه او چا ژړا ، څوک غمونو خپل او څوک خوشحاليوو خوښ کړل.

کامیاب ژوند کوم ژوند دی؟

پوهان وایي ژوند د لوړو او ژورو څخه تیریدل دي، د سختۍ ګالل او په خپل دغه مؤقت وخت کې خپل ټاکلي هدف ته رسیدل دي، نو کامیاب ژوند هم هماغه ژوند دی چې په کې خپلې ټاکلې موخې ته ورسیږو.

کامیاب ژوند هماغه ژوند هماغه دی چې په ځلونو له سختو ازموینو بریالي ووځي.

کامیاب ژوند یو نه ماتیدونکي انسان ته ضرورت لري، چې قوي عزم او د ماټي حوصله ولري، له هرې ماتې وروسته بیا د بریا په تکل شي ، له هرې ماتې زده کړه وکړي او د ژوند په هماغه ګړنګ نه ورځې چې یو ځلې ترې غورځیدلې . یوه خبره زموږ تر منځ ډیره عامه ده چې ; « په هرې پسې ړنا وي .» رښتیا ده خو دا ړنا څنګه راتلی شي؟

تیارې پسې د ړنا راتګ یو کامیاب ژوند دی خو په دې کامیاب ژوند کې یو کامیاب انسان ته ضرورت دی.

دلته د بریالي ژوند لپاره د یوه عالم وینا راخلو چې وایي: < له هرې ناکامۍ وروسته چې موږ کومې اوښکې تویوو، دا په حقیقت کې هغه خولې دي، چې موږ د کامیابۍ لپاره نه دي تویې کړې.<

رښتیا وایي که چیرته موږ د کامیابۍ لپاره خواري وکړو، خولې تویي کړو او وار له مخې خپلې راتلونکوو ازموینو ته چمتوالی ونیسو، نو له دغه امتحانه چې موږ ورته تیاری نیولی ، بریالي وځو او کله چې بریالي راووتو ، نو بیا د اوښکو په ځای خوشالي او خوښي وي.

نو راځئ چې په ژوند کې د کامیابو خلکو خصوصیات په ځان کې پیدا کړو، د قوي عزم او غښتلي ارادې څښتنان شوو، حوصله پیدا کړو او له هر لوېدو وروسته ، د بیرته پورته کیدلو کوښښ وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب