Homeخبرونهپه ۲۲ ولایتونو کې د واورو اټکل شوی

په ۲۲ ولایتونو کې د واورو اټکل شوی

تاند:( سې شنبه، د جدي ۲۰) ‏د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست په ۲۲ ولایتونو کې د واورې وریدو وړاندوینه کړې ده.

دغه ریاست وايي، چې سبا او بل سبا هرات، غور، بادغیس، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشیر، پروان، غزني، پکتیا، بامیان، دایکندي، روزګان، زابل، قندهار، هلمند، نیمروز او فزاه کې د واورې اورښت اټکل شوی دی.

له دې سره، هم مهاله خلک د ورښتونو له امله د ځينو لويو لارو د بندیدو او د بشري مرستو په ور رسیدو کې د ځنډ له امله اندیښمن دي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره افغانستان کې بشري او اقتصادي ناورين شدید شوی او دا ډېره موده یوه لویه برخه افغانان د نړیوالو په بشري خپلې ورځينۍ اړتیاوې تامینوي.

2 COMMENTS

  1. د هوا پېژندنې ریاست څخه د نورستان ولایت د یاده وتلی دی.
    کله چه په بدخشان او پنجشیر کی واوره کیږی نو د دغه دوو ولایاتو په ګاونډی نورستان کی هم د واوری زیات اټکل او وړاندوینه کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...