دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+دنیمګړې ننداره (لنډه کیسه)/ شکېبا نادري

دنیمګړې ننداره (لنډه کیسه)/ شکېبا نادري

ګاوندي له کوره د چمبې اواز شېبه په شېبه زیاتېده، نجلۍ غوښتل چې د دې مراسمو ننداره وکړي، خو اجازه یې نه درلوده.
نجلۍ زړه نازړه پر خټین دېوال لرګینه زینه تکیه کړه، سر یې تر دېوال ور هسک کړ. په انګړ کې شته نجونو سندرې ویلې، خو د نجلۍ په لیدو یې حیران حیران ور وکتل.
ناڅاپه زینه کش شوه، نجلۍ لاندې ولوېده، ښځې چیغه کړه:
– اووووو خلکو! راشئ دا نجلۍ مو سپکوي، هلکانو ته له دېوال نه ورګوري!
 د نجلۍ سترګې را ډکې شوې، وچې شونډې یې پرانیستې:
– نه، دلته د نجونو شورماشور و هغوی ته مې ور وکتل.
د ښځې چې مخ له غوسې سور شوی و، نجلۍ ته یې یوه کلکه څپېړه ورکړه او په تونده لهجه یې وویل:
– موږ به څه وخت ستا له غمه بې غمه شو، کاش ته دې هم له مور سره یو ځای مړه شوې وای!!
 نجلۍ په سرو سترګو خپل کوچني لاسونه تېر کړل، غلې خپلې کوټې ته روانه شوه.
ښځه تر ډېره له ځانه سره غږېږده: “ستا له لاسه به موږ بدنام شو، تا تل زموږ د بې عزتۍ هڅه کړې…!”
د ښځې د خبرو په اورېدو د نجلۍ ژړا زور واخیست، په سلګو کې یې وویل:
خدایه ژوند ټول راته سور اور شو
د میرې مور پېغور پر زړه سېزلې یمه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب