پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهخوست کې زده کوونکو ته د عربي لباسونو ور اغوستو افغانان سخت...

خوست کې زده کوونکو ته د عربي لباسونو ور اغوستو افغانان سخت قهرولي

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) په خوست کې د يوه خصوصي ښوونځي د فراغت غونډې عکسونو له دې کبله خلک سخت قهرولي، چې زده کوونکو ته عربي لباسونه اغوستل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د طالبانو کورنيو چارو وزارت د افغانستان د امنيتي زونونو نومونه په عربي نومونو بدل کړل.

د ټولنيزو رسنيو فعال امېد حیران د خوست د ښوونځي خپرو شويو عکسونو ته په غبرګون کې لیکلي:« ولې خپل افغاني/پښتني کالي او واسکټ؟ داسې ښوونځی او پوهنتون به زموږ نسل څنګه وروزي؟ اکثره ښوونځيو او پوهنتونونو نومونه عربي دي، آل پلانکی او آل بيستانکی. الفلاح، التقوا، القلم… ولې خپل پښتو نومونه؟ ايا «ال» ليکل فرض دي؟ دا خو نه ثواب دی او نه کوم ننګ؛ بلکې خپلې ژبې او کولتور سره خيانت دی.که موضوع د دين وي ولې پرې ملالۍ، وزير اکبرخان، ايمل خان مومند، درياخان، سپينه ادې، غازي ميرزمان خان، اي پي فقير خان او سيد جمال الدين افغان نومونه نه ږدو؟»

د‌ طالبانو چارواکو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې دغو چارواکو په افغانستان کې پر درېشۍ او نورو رسمي لباسونو بندیز لګولی او ویلي وو، چې د «افغاني‌ فرهنګ» خلاف دي.

3 COMMENTS

  1. کله چه جاهلان او ټیټ خلک کوم مقام ته ورسیږی ،نو همداسی لار ورکی ، د نورو تقلید ونکی او دبیزوګانو په څیر د پردیو په شان ځان جوړوی

  2. خوست کې زده کوونکو ته د عربي لباسونو ور اغوستول د افغانی دود او کلتور خلاف کار دی.
    د خوست د دغه خصوصي ښوونځي مسؤل شاید افغان نه وی ، شاید مطلق عرب وی. که افغان وی شاید د کوم عرب شیخ څخه یی دینار اخستی وی.

  3. ددی قدیانیو تربیه شوو کفارو او قاتلو خوګانو د خوست اوسیدونکیو باندی لکه د هغه وخت غلامو قاتلو کمونیستانو حالت راوستۍ دی او ددوی په شان کوشش کوی چی د افغان ملت کلتور او تاریخ له مینځه یووړل شی او شروع ئی د خوست څخه دی ! داد افغان ملت دوښمنان او په دستور تښتیدلی قاتل غلامان باید نه په جدائی حکومت سره او نه دواړه خواوی غلامان د اجنبیانو په کومک د همه شمول حکومت تر نامه لاندی ومنل شی !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب