پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان ته له افغانستان څخه د تلونکو پيسو کچه درې برابره شوې

پاکستان ته له افغانستان څخه د تلونکو پيسو کچه درې برابره شوې

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) راپورونه ښيي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د تلونکو پيسو کچه درې برابره زیاته شوې ده.

د بي بي سي د راپور له مخې، د طالبانو له بيا واکمنيدو سره لږ تر لږه ۳۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي، چې هر کس یې تر ۲۰ زره کلدارو ډېر میاشتینی لګښت لري.

دغو کډوالو ته لګښتونه تر ډېره په بهرنيو پيسو لکه: ډالرو، پونډو او یورو لیږل کیږي.

سرچینه د صرافانو له قوله لیکي، چې ډېرو افغان کډوالو ته په دغو استول کیدونکو پیسو د پاکستان د بهرنيو اسعارو د کمښت ستونزه تر یوه حده حل شوې.

د افغانستان د نظام له سقوط وروسته، حاکم شوي طالب چارواکي تورنیږي چې په افغانستان کې تر لاسه کړې شتمنۍ ېې تر ډېره پاکستان ته ليږدولي او پانګونې ېې پرې کړي.

طالب چارواکو دا ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

پاکستان په وروستيو کې سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی.

د دغه ناورين په شدت کې د افغانستان د نظام د سقوط او نړیوالو مرستو د کمیدو رول ته هم اشاره کېږي.

شنونکي باور لري، چې د افغانستان اقتصادي ناورين او پاکستان سره د سوداګرۍ کمیدو هم د پاکستان د اقتصادي ناورين شدت زيات کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...