Homeخبرونهوزیرستان کې د‌ پاکستان د پښتون ضدو او مرموزو سياستونو خلاف اعتراض...

وزیرستان کې د‌ پاکستان د پښتون ضدو او مرموزو سياستونو خلاف اعتراض روان دی

تاند:( دوشنبه، د جدي ۱۹) په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ او د پاکستان د مرموزو پښتون ضدو سياستونو پر ضد له څو ورځو راهيسې اعتراضونه روان دي.

اعتراض کوونکي په سیمه کې د تلپاتې امن غوښتنه کوي او وایي که د پاکستان حکومت وغواړي په یوه ورځ دغه سیمه امن کولی شي.

په دغه پرلت کې د زرګونو په شمیر دسیمې سیاسي او غیر سیاسي مشران اؤ فعالین برخه لري او وایي په سیمه کې له بدامنۍ ډېر په تنګ دي.

دوي وایي د سیمې خلک بې درکه کیږي، د پوځ عملیاتو ولس ځورولی، اختلافونه زیات شوي، ملتپال خلک وژل کیږي او هیڅوک خوندي نه دی.

اعتراض کوونکو سیمې ته ورغلې لارې او د پاکستان د حکومت ادارې تړلي او وايي د غوښتنو د پوره کیدو تر نه تضمینه به یې اعتراضونه دوام ولري.

د جنوبي وزيرستان لپاره د پاکستان ځايي چارواکو خلکو ته د غوښتنو د پوره کیدو ډاډ یې ورکړی، خو دوی وايي په لوړه کچه تضمینونه غواړي.

د پاکستان د مرموزو سياستونو پر ضد د پښتونخوا په نورو سيمو کې هم له څه مودې راهيسې سخت اعتراضونه پیل شوي.

د ډېرو اعتراضونو ابتکار د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري کیږي او د غورځنګ مشران ويناوې پکې کوي.

پاکستان د پښتنو ملتپالو غوښتنو ته قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی او سانسوره میډیا ېې د دوی اعتراضونه نه رسنيز کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...