Homeخبرونهسعودي عربستان خپلو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي

سعودي عربستان خپلو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي

تاند (جمعه، د سلواغې/ دلوې ۱۷ مه) سعودي پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې موجودو ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اوښانو ته پاسپورټونه صادر کړي. د دې اقدام هدف د قیمتي اوښانو د رمو ښه مدیریت، څارنه، څرک لګونه (د ورکېدو په صورت کې) او منظم ریکارډ ساتل دي.

د سعودي د چاپېریال، اوبو او کرنې وزارت ویلي چې دا پروژه به د اوښانو په سکتور کې د تولید وړتیا او عمومي وضعیت ښه کړي. د چارواکو په وینا، د دې سیستم له لارې به د اوښانو په اړه یو جامع او باوري ډیټابېس جوړ شي، چې له مخې به یې د نسل‌روزنې، مالکیت، خرڅلاو او تګ راتګ څارنه اسانه شي.

د چاپېریال وزارت د اوښانو د پاسپورټ عکس هم خپور کړی دی. دا پاسپورټ شین رنګ لري، پر مخ یې د سعودي عربستان ملي نښان او په طلايي رنګ د اوښ انځور لیدل کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په سعودي عربستان کې د اوښانو شمېر شاوخوا ۲۲ لکه و. اوښان له پېړیو راهیسې په عربي نړۍ کې د سفر او ترانسپورت مهمه وسیله پاتې شوې او تر ننه هم د وقار، دود او ټولنیز مقام نښه بلل کېږي.

چارواکي وايي، دا اقدام به نه یوازې د کلتوري میراث په ساتنه کې مرسته وکړي، بلکې په اوښانو پورې تړلی اقتصاد به هم منظم او پیاوړی کړي.

1 COMMENT

  1. دې رزیل ملک او رزیلو عربانو ته وګوره هغه مسلمانان چې د جنګونو، بدبختیو او نورو عواملو له امله سعودي ته ځي پاسپورټ خو پریږده ویزې په اسانه نه ورکوي مګر د دین تجاران اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي. مونږ مجبور یو چې یو پیغمبر ص پدوی کې پیدا دی او بل کعبه( ددوی د رزق مرجع) دغلته ده کنه ددې عربانو حالت به تاسو لیدلی وی. دوی مطلق د انسان په شکل کې ځناور او د خپلو مسلمانانو لوی دښمنان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...