تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۷ مه) د کانونو او پیترولیم وزیر هدایتالله بدري له یوه تاتارستاني شرکت سره د آمو سیند د تېلو په حوزه کې د څارنې او مشورې د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ.
د کانونو وزارت په وینا، د دې قرارداد ارزښت شاوخوا ۲.۸ میلیون ډالره دی او د یوه کال په ترڅ کې به اجرا کېږي.
د قرارداد له مخې، په «زمردسای» بلاک کې د انعطافمنو تولیدي تاسیساتو د طرحې او نصب لپاره هم ۱۱ میلیون ډالره ځانګړي شوي دي. د دغو تاسیساتو د جوړولو چارې به اته میاشتې وخت ونیسي او له بشپړېدو وروسته به یې د تېلو د پروسس ظرفیت په ورځ کې تر ۲ زره ټنو پورې ورسېږي.
بدري د قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل، د تېلو د اکتشاف، استخراج او پروسس په برخه کې د متخصصو شرکتونو حضور د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره مهم دی. هغه زیاته کړه چې وزارت هڅه کوي د طبیعي سرچینو له مدیریت او پراختیا سره ملي عواید زیات او د کار زمینه برابره کړي.
د آمو سیند تېلو حوزه د افغانستان په شمال کې، د منځنۍ اسیا د تېلو او ګازو د یوې مهمې حوزې په اوږدو کې موقعیت لري او د افغانستان له مهمو هایدروکاربني سرچینو څخه ګڼل کېږي.
طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د تېلو استخراج زیات او بهرني شرکتونه راجلب کړي، څو له طبیعي سرچینو څخه د کورنیو عوایدو د زیاتولو او اقتصادي پراختیا لپاره کار واخلي.