Homeخبرونهد ایران په وړاندې د امریکا د جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو...

د ایران په وړاندې د امریکا د جګړې لګښت ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی

تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۳مه/ رویټرز خبري اژانس د امریکا د کانګرس د مالي څارونکې ادارې د معلوماتو په اساس راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا د شپږ میاشتني جګړې لګښت تر اوسه ۳۸ میلیارد ډالرو ته رسېدلی.

په راپور کې اټکل شوی چې، دغه اندازه به هره میاشت شاوخوا ۳ میلیارد ډالر نوره هم زیاته شي.

رویټرز په خپل راپور کې ویلي، تمه کېږي دغه جګړه به د ۲۰۲۷ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د انفلاسیون کچه ۰.۵ سلنه لوړه کړي.

په دې محاسبه کې ټول هغه لګښتونه شامل دي چې، د اګست تر لومړۍ نېټې پورې ثبت شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د جګړې د لګښتونو زیاتوالي د امریکا د مهماتو پر زېرمو فشار راوستی او د انرژۍ بیې یې هم لوړې کړې دي.

سرچینه وایي چې، دغه وضعیت د امریکا د نورو احتمالي شخړو پر وړاندې د غبرګون د وړتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

خو سپینې ماڼۍ او پنټاګون د مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د امریکا پوځ په کافي اندازه مهمات لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیلا خان: تر اوسه مې د هنر ډګر نه دی پرې ایښی

خبریال: داوود جبارخېل (دوشنبه، د لړم/ قوس ۴ مه) پښتنې سندرغاړې لیلا خان په یوه تازه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې تر اوسه...