Homeسپورتسریلانکا په لوی توپیر پاکستان ته او هند نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

سریلانکا په لوی توپیر پاکستان ته او هند نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۵ مه) د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې نن د پاکستان ټیم ته په ۸ ویکټونو او ۱۹۱ اضافي توپونو ماتې ورکړه.

په دې سیالي کې، چې د پاکستان، په کوربه توب د سریلانکا، انګلیستان او پاکستان د درې اړخیزې یو ورځینۍ لړۍ په دوام کې وشوه، لومړی پاکستان بیټنګ وکړ او ټولټال یې ۱۱۰ منډې وکړې خو ټول لوبغاړي یې په ۲۵ اور کې وسوځېدل.

د سریلانکا لوبډلې یوازې په اتلسم اور کې هدف پوره کړ.

له دې جلا د هند ملي لوبډلې نن نیوزیلنډ ته په ۶ ویکټونو او ۴۰ اضافي توپونو ماتې ورکړه.

د هند لپاره ابهیشک شرما فوق العاده لوبه وکړه. ده په ۳۸ توپونو ۱۱۳ منډې وکړې.

د نیوزیلنډ په کوربه توپ د دوو هیوادونو د لوبډلو په دې لوبلړۍ کې لومړۍ دوې سیالۍ هم هند ګټلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده...