Homeخبرونهبلخي: افغانستان د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي...

بلخي: افغانستان د امریکا پر ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی

تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له« سي‌بي‌اس‌نیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان د امریکا پرګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو غوښتونکی دی.

بلخي په دې مرکه کې ویلي چې، د تېرو پېنځه کلونو تر ټولو ستره لاسته‌راوړنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل او د امنیتي وضعیت ښه کېدل دي.

هغه څرګنده کړې؛ په دې کلونو کې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۰ز. کال پرپرتله له شاوخوا ۷۵۰میلیون ډالرو څخه نږدې ۲ میلیارډ ډالرو ته لوړ شوي او د فابریکو شمېر هم له شاوخوا ۱۵۰۰ څخه نږدې ۶۰۰۰ ته رسېدلی دی.

د یادې رسنۍ خبریال امتیاز ټیاب په دې مرکه کې د بې‌کارۍ، لوږې او د میندو او ماشومانو د مړینې د لوړې کچې په ګډون ځینو ستونزو ته اشاره کړې ده او عبدالقهار بلخي یې په ځواب کې ویلي چې، افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ خو حکومت د دغو ستونزو د اواري لپاره هڅې کوي.

د مرکې په بله برخه کې خبریال له اووم ټولګي څخه تر پوهنتون او د نجونو د زده‌کړو د محدودیت په اړه پوښتنې کړې دي.
خو بلخي یې په ځواب کې ویلي، چې د نجونو زده‌کړې د دیني مدرسو، انلاین زده‌کړو او کورنیو زده‌کړو له لارې شونې دي او په کور کې زده‌کړه منع شوې نه‌ده.

بلخي د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په اړه هم ویلي، چې د ملکي وګړو د پر نښه کولو په اړه د افغانستان دریځ څرګند دی او دغه ډول بریدونه غندي.

هغه زیاته کړې؛افغانستان به اجازه ورنه کړي، چې د دېهېواد خاوره د امریکا یا بل هر هېواد پر ضد د برید لپاره وکارول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان بانک د شتمنیو په اړه هم ویلي، چې دغه شتمنۍ د افغانستان د دولت دي او د هغو کنګل پاتې کېدل د افغانستان، امریکا یا نړیوال مالي نظام پر ګټه نه‌دي.

بلخي له افغانستان څخه د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی نه‌غواړي د افغانستان پر دولتي شتمنیو معامله یا هوکړه وکړي.

هغه ټینګار کړی، چې افغانستان له امریکا سره د رسمي ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی او د امریکا د ډیپلوماټیک حضور له بېرته ستنېدا او د کانونو او ګازو په څېر برخو کې د دې هېواد له پانګونې هرکلی کوي.
بلخي د مرکې په پای کې له افغانانو غوښتي، چې د هېواد د بیارغونې او پراختیا لپاره لاسونه سره ورکړي او څرګندوي، چې هیڅ بهرنی ځواک به افغانستان له خپلو خلکو پرته جوړ نه‌کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...