تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د پاکستان د اسلاماباد لوړې محکمې د سېشنبې په ورځ د افغان طبي محصلانو او روزنیزو ډاکټرانو د ایستلو د مخنیوي موقت حکم صادر کړ. دا حکم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) د هغې پرېکړې په وړاندې د ثبت شوې عریضې په تړاو صادر شوی دی.
د پاکستان د نېشن ورځپاڼې د ننني راپور له مخې، د اسلاماباد لوړې محکمې یو کسیزه قضايي پلاوي، چې قاضي خادم حسین سومرو یې مشري کوله، د یوه افغان ډاکټر د پاکستانۍ مېرمنې له لوري د ثبت شوې عریضې پر بنسټ له پاکستان څخه د طب په پوهنځیو کې د شاملو افغان محصلانو د ایستلو د مخنیوي حکم صادر کړ. عریضه له پاکستان څخه د افغان ډاکتر عمادالدین د ایستلو په اړه شوې وه.
د عریضه کوونکې مدافع وکیل، قاسم نواز عباسي، محکمې ته وویل چې د پاکستان د طبي شورا PMDC د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې نېټې مکتوب باید پر هغو ډاکترانو تطبیق نه شي چې لا له وړاندې یې تخصصي روزنه پیل کړې او روانه ده.
هغه وویل، د ډاکتر عمادالدین د روزنې موده د اړوندې ادارې له خوا د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ تر ۲۷مې نېټې غځول شوې ده. د نوموړي په وینا، د راتلونکې پالیسۍ په اړه اعتراض نشته، خو هغه کسان چې روزنه یې پیل کړې باید اجازه ولري چې خپله روزنه بشپړه کړي.
د عریضه کوونکي وکیل استدلال وکړ چې له خبرتیا او د خپل نظر له وړاندې کولو پرته د روزنې پای ته رسول به د اغېزمنې کورنۍ پر اقتصادي وضعیت او کورني ژوند جدي اغېز وکړي.
پاکستانۍ وګړې مهر ظهور، چې د افغان ډاکتر عمادالدین مېرمن ده، محکمې ته مراجعه کړې او غوښتنه یې کړې چې د خپل مېړه د یورولوژۍ تخصصي روزنه دوام وکړي. هغې ویلي، مېړه یې اوس مهال په بهاولپور روغتون کې د تخصصي زده کړو په دوره کې دی، خو د PMDC د مکتوب له مخې ورته د روزنې د بندولو او افغانستان ته د ستنېدو لارښوونه شوې ده.
عریضه کوونکې له محکمې غوښتي چې د PMDC حکم لغوه کړي.
تر دې مخکې د لاهور او کراچۍ محکمو هم ورته پرېکړه کړې وه.