یکشنبه, مې 5, 2024
Homeادبشعرد یوه نارویژي شعر ژباړه/ ډاکټر عیسی ستانکزی

د یوه نارویژي شعر ژباړه/ ډاکټر عیسی ستانکزی

«که مې بیا ژوند کولی شواي» د نارویژې شاعرې نادینه ستار یو شعر دی، په شعر کې نوموړې دا پوښتنه ځوابوي چې که ېې خپل دغه ژوند بیا پيل کړی واي څه به ېې کړي و؟ ښايي محدود کسان له خپل تیر ژوند خوشاله او راضي وي ، خو هرڅوک به دې پوښتنې ته متفاوت ځواب ورکړي او بله دا چې په لودیځ او ختیځ کې د انسان غوښتنې او تمایلات ښايي لږ توپیر وکړي ، ځکه خو ممکنه ده دشاعرې ځینې غوښتنې او ارمانونه د یوه افغان لپاره عجیبې ښکاره شي ، خو په ناروې کې دغه شعر ډیر مشهوره دی او ډیرو کسانو په خپلو خونو کې یا په خپل پخلنځي کې راځړولی وي ددې لپاره چې د ژوند خوندونه هیر نه کړي او بیا پښیمانه ونه اوسي . په هر حال په پښتو ژبه کې د سکاندیناوي هیوادونو له ژبو ژباړې کمې دي ممکنه ده له دغو ادبیاتو سره زموږ د بلدتیا یوه پيلامه شي هیله ده په ژباړې کې مې له شعر سره ډیر خیانت نه وي کړی

که مې بیا ژوند کولی شوای

که ما بیا ژوند کولی شوای
ما به زړه کاوه او نورې تیروتنې به مې کړې واي
تر دې به ډیره نرمه او ملایمه وای
تر دې به ډیره ساده او بې ریا وای
ما به وړو خبرو ته هم اهیمت ورکړی وای
مابه ډیر نور چانسونه ازمویلي او نورې ډیرې تجربې کړې وای
زه به نورو څو څوکو ته ختلې
او په څو نورو سیندونو کې به مې لامبلي واي
ما به لږ حبوبات او ډیر ایس کریم خوړلی
مابه ډېرو نورو سختو ستونزو ته هو ویلی وای
خو ډېر لږ غمونه به مې خوړلې وای

پوهیږې
زه له هغو کسانو وم چې سالم او معقول ژوند مې کړی
شېبه په شېبه ، شپه او ورځ.

او ما خپلې شیبې درلودې

اوووـ شېبې د سترګو په رپ تیرې شوې،
او که ما بیا ژوند کولی شوای
نو ما به نورې شېبې موندلې وای
په حقیقت کې زه بل څه نه ،
یوازې څو شېبې غواړم
څو پرله پسې شېبې ،
د دې پر ځای چې څو کاله ژوند وکړم
او هره ورځ په سبا فکر وکړم.
زه له هغو کسانو وم چې هرځای ته به
له ترمامېتر، باراني جامو او پراشوټ سره تللم

خو که له سره ژوند وکړم،
زه به له ډیرې وړې بوخڅې سره سفر وکړم
که ما بیا ژوند کولی شوای
زه په پسرلي کې يبلې پښې په چکر وتلی
او د مني تر ناوخوته به ګرځېدای
او ما به ډیر نور هم نڅلي وای
! ما به د لوړو ټالونو په زنګیدا کې افراط کړی وای
او ډېر نور وحشي ګلان به مې راټول کړي وای.

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور ډاکټر صاحب ستانکزی ښې چارې. ډیر ښه شعر مو ټاکلی او په ډیره روانه اوخوږه پښتو مو ژباړلې.
    زمونږ افغانانو همدا نیم اونیمکله ژوندونونه دې څوک له مونږه نه اخلي، تر بیا ژوند خدای مهربان دی.!
    راتلونکو ژباړو کې مو لا ډیرې بریاوې غواړم. په مڼنه او مینه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب