Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن، چهارشنبه، د سپټمبر په ۱۶مه، د افغانستان د وضعیت د ارزونې په اړه غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به، چې د کابل په وخت د ماښآم په شپږ نیمې بجې پیلېږي، د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی پلاوي (یوناما) سرپرسته جورجیت ګانیون د افغانستان د وروستیو انکشافاتو په اړه د امنیت شورا غړو ته معلومات وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د افغانستان په اړه له علني غونډې مخکې به د شورا غړي د تړلو دروازو تر شا هم د دې هېواد پر وضعیت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د معلوماتو له مخې، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو وضعیت د غونډې له مهمو بحثونو څخه دی. د افغانستان په تړاو په نړیواله ټولنه کې یوه تر ټولو جدي او د بحث وړ موضوع د نجونو د زده کړو او د ښځو خلاف د بندیزونو ده چې په تېرو ۵ کلونو کې طالبانو لګولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارماني (ارماني) ځانګړتیاوې| غني حسن

(خاکه) په کندهار کي څلور تنه نعمت الله نالان، محمدیار یار،  سیداحمد او محب الله ارماني او یو بل ملګری په نیمروز کي محمدعوض محمدي؛...