تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د «ټاپي» ګاز نللیکې د هرات برخې د جوړولو چارې کابو ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.
دا پروژه په افغانستان کې د انرژۍ تر ټولو لویه روانه زېربنايي پروژه ده چې د بشپړېئدو په صورت کې به د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا بازارونو ته ورسوي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د هرات ولایت له لارې د تېرېدونکې نللیکې له شاوخوا ۱۵۳ کیلومترو څخه د ۱۵۰،۳ کیلومترو مسیر د پایپونو د غځولو لپاره چمتو شوی چې د دې برخې ۹۸ سلنه کار بشپړ شوی دی.
تر اوسه د نللیکې ۱۲۲،۳ کیلومتره پایپونه له یو بل سره ویلډ شوي او نصب شوي چې د هرات په برخه کې د ټول کار نژدې ۸۰ سلنه جوړوي. ۷۱،۵ کیلومتره پایپونه تر ځمکې لاندې ښخ شوي دي.
د وزارت په وینا، د نللیکې د کیفیت، خوندیتوب او تخنیکي معیارونو د ارزونې لپاره پر ۳۳ کیلومتره پایپونو د اوبو په وسیله د فشار ازموینه هم بشپړه شوې ده.
د نللیکې اړوند د تګ راتګ او څارنې سړکونو د جوړولو چارې هم روانې دي او تر اوسه ۱۳۴،۲ کیلومتره سړکونه جوړ او بشپړ شوي دي.
وزارت زیاتوي چې په هرات کې د ګازو د وېش شبکې طرحه هم روانه ده او تمه ده چې د دې شبکې د جوړولو چارې په نژدې راتلونکي کې پیل شي.
د وزارت په وینا، د ګازو د وېش دغه شبکه به د ټاپي نللیکې له لارې انتقالېدونکی ګاز د هرات صنعتي، سوداګریزو او استوګنو سیمو ته ورسوي، چې ورسره به د انرژۍ اړتیاوې پوره او په ولایت کې د اقتصادي فعالیتونو او صنعتي ودې لپاره زمینه برابره شي.