Homeخبرونهجرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل

جرمني ۱۳ افغانان کابل ته ولېږل

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد ۱۳ افغان نارینه په چارټر الوتکه کې کابل ته لېږلي دي.

 دا د جرمني د افغانانو د ایستلو د پالیسۍ له مخې افغانستان ته د افغانانو د ستنولو تازه ډله ده.

د وزارت د ویاند په وینا، ټولو ۱۳ کسانو په جرمني کې د پاتې کېدو قانوني شرایط نه لرل او جنایي سابقه یې درلوده. د هغوی په جرمونو کې جنسي جرمونه، تاوتریخوالی او د نشه‌يي توکو قاچاق شامل وو.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، له هغې وروسته چې اوسنۍ ائتلافي حکومت واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۶۳ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا، د دغو کسانو نژدې ټولو جنایي سابقه لرله.

دا کسان په داسي حال کې ایستل شوي چې د طالبانو حکومت جرمني ته اضافي کارکوونکي استولي، څو د هغو افغانانو د ستنولو په بهیر کې له جرمني سره مرسته وکړي چې د وتلو حکمونه پرې صادر شوي دي. د جرمني حکومت وايي، دغه کسان په اداري چارو، په ځانګړي ډول د ایستلو لپاره د اړینو اسنادو په برابرولو کې مرسته کوي.

د جرمني د حکومت او طالبانو ترمنځ د دې همکارۍ له امله د دغه هېواد د ځینو سیاستوالو او د کډوالو د حقونو د مدافعانو نیوکې هم راپورته شوې دي. د جرمني د زرغون ګوند ځینو غړو ویلي په داسې حال کې چې جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، د افغانانو د ایشستلو په برخه کې له طالبانو سره همکاري د دغه حکومت لپاره امتیاز ګڼل کېدای شي.

د کډوالو د حقونو سازمان «پرو ازول» د جرمني د پارلمان د یوې پوښتنې پر بنسټ ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه شاوخوا ۱۳ زره هغه افغانان په جرمني کې اوسېدل چې د وتلو مکلفیت یې درلود. له دې ډلې شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د «ډولډونګ» په نوم موقتي خوندیتوب ورکړل شوی و، چې له مخې یې د هغوی ایستل تر یوه وخته ځنډول شوي او سمدستي نه شي ایستل کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...