Homeخبرونهد کار ټولنیزو چارو وزارت: د تلې له لومړۍ نه د دولتي...

د کار ټولنیزو چارو وزارت: د تلې له لومړۍ نه د دولتي کارکوونکو کاري ساعتونه تنظیم شول

تاند / چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې له لومړۍ څخه د کب تر نهه‌ویشتمې د دولتي ادارو د کارکوونکو کاري ساعتونه تنظیم کړي دي.

د یاد وزارت د خبرتیا له مخې؛ له شنبې څخه تر چارشنبې به کاري وخت د سهار له ۸:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰ پورې وي او د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر ۱:۰۰ پورې د لمانځه او ډوډۍ لپاره یو ساعت وخت په پام کې نیول شوی دی.

دغه راز د پنجشنبې پر ورځ به کاري وخت د سهار له ۸:۳۰ څخه د ماسپښین تر ۱:۳۰ پورې وي.

یاد وزارت په خبرتیا کې چې نن یې خپره کړې زیاته کړې چې؛ د روژې مبارکې میاشتې کاري وختونه به پر خپل وخت اعلان شي.

سرچینې ویلي چې، تولیدي او خدماتي ادارې، دایمي فعالې برخې، نشراتي، روغتیايي او د پوهنې او لوړو زده‌‌کړو اړوند ادارې دې د خپلو کاري شرایطو او مقرراتو په پام کې نیولو سره کاري ساعتونه تنظیم کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...