Homeخبرونهحامدکرزي، پر مکه مکرمه د برید هڅه په سختو ټکو وغندله

حامدکرزي، پر مکه مکرمه د برید هڅه په سختو ټکو وغندله

تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه/ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، پر مکې مکرمې د برید هڅه په «سختو الفاظو» غندلې او د حرمینو شریفینو د حرمت پر ساتلو یې ټینګار کړی دی.

حامد کرزي نن چهارشنبه په خپله ایکس پاڼه کې له سعودي عربستان سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او دغه هېواد یې د افغانستان دوست او ورور بللی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې، په هر ډول شرایطو کې باید د حرمینو شریفینو حرمت وساتل شي.

هغه همداراز هیله څرګنده کړې چې د ښکېلو هېوادونو د تدبیر او لرلید له لارې به د کړکېچ او شخړو له زیاتېدو مخنیوی وشي او په سیمه کې به د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې، سعودي عربستان تېره ورځ ادعا کړې وه، چې د دغه هېواد دفاعي ځواکونو د مکې مکرمې ښار پر فضا یوه یمني بې‌پیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.

خو بل لورته بیا د یمن حوثیانو د سعودي عربستان هغه ادعا په کلکه رد کړې، چې ګواکې د دغې ډلې یوه بې‌پیلوټه الوتکه یې د مکې مکرمې پر فضا کې نسکوره کړې ده حوثیانو ویلي، چې د دوی بریدونه یوازې د سعودي عربستان د تېلو تاسیسات او پوځي اډې په نښه کوي.

د یمن حوثي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، روانې اوونۍ د سعودي جنګي الوتکو د یمن په څو ولایتونو له ۴۵۰ څخه ډېر هوايي بریدونه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...