تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو ادارې اعلان کړی چې د پولیو پر وړاندې د ماشومانو د ملي واکسیناسیون کمپاین به له راتلونکې دوشنبې، د سپټمبر په ۲۱مه پیل شي.
د کمپاین له مخې، په ټول هېواد کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي، خو په جنوبي ولایتونو کې به د واکسین لړۍ یوه ورځ وروسته پیل شي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس پکې له منځه نه دي تللي. افغانستان سږ کال تراوسه د پولیو ۱۴ نوې پېښې ثبت کړې دي.
د پولیو د له منځه وړلو ادارې پرون (چهارشنبې) په یوه خبرپاڼه کې، چې پر خپله ایکسپاڼه یې خپره کړې ده، له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان سره له دې چې مخکې یې واکسین کړي وي، د هر کمپاین پر مهال واکسین کړي، ځکه تکراري واکسین د ماشومانو معافیت پیاوړی کوي.