Homeخبرونهد امنیت شورا غونډې ته د یوناما سرپرستې وویل، د افغانستان امنیت...

د امنیت شورا غونډې ته د یوناما سرپرستې وویل، د افغانستان امنیت ښه شوی خو یوازې امنیت کافي نه دی

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د ملګرو ملتونو جګپوړې چارواکې، جورجت ګانیون د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا غونډې ته د خپل راپور د وړاندې کولو په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او بشري وضعیت په اړه لا ډېره ونډه واخلي او عملي ګامونه پورته کړي.

ګانیون، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) سرپرسته ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې طالبانو پنځه کاله مخکې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته په ټول افغانستان کې خپل کنټرول ساتلی او تر یوه بریده یې اقتصادي او امنیتي ثبات رامنځته کړی دی.

هغې وویل: «دا پرمختګونه د هڅونې وړ دي»، خو ټینګار یې وکړ چې دا وضعیت «پر ښځو او نجونو د سختو محدودیتونو، د واک په جوړښت کې د پراخو محرومیتونو، د بشري حقونو د کړکېچ او د ترهګرو ډلو د دوامدار حضور» ترڅنګ رامنځته شوی دی.

ګانیون وویل، اوس مهال د طالبانو د واک پر وړاندې کومه جدي وسله‌واله یا سیاسي ننګونه نه لیدل کېږي، خو خبرداری یې ورکړ چې د ثبات پر وړاندې خطرونه مخ په زیاتېدو دي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې خلک د پرېکړو له بهیر، سرچینو او اقتصادي فرصتونو څخه بې‌برخې پاتې کېږي.

هغې پر ښځو او نجونو د دوامدارو محدودیتونو یادونه هم وکړه، چې د جامو د مقرراتو د پلي کولو په تړاو د ښځو او نجونو نیول هم پکې شامل دي. هغې پر لږکیو د فشار، د رسنیو د تړل کېدو او د خبریالانو د ګواښلو موضوع هم یاده کړه.

ګانیون په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د ښه کېدو یادونه وکړه او ویې ویل: «سوله یوازې د وسله‌والې جګړې نشتوالی نه دی. دوامداره سوله عزت، ټولشموله ګډون، فرصتونو او هیلو ته اړتیا لري.»

هغې وویل، بشري وضعیت لا هم ډېر نازک دی او زیاته یې کړه چې د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان یوازې ۳۰ سلنه بودجه برابره شوې ده. د هغې په وینا، سږ کال نژدې ۱.۲ میلیونه افغانان له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې د راستنېدونکو ټول شمېر ۶.۵ میلیونو ته رسوي.

ګانیون له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي، د ټولشموله حکومتولۍ لپاره ګامونه واخلي او د ترهګرۍ پر وړاندې پر خپلو ژمنو ودرېږي. هغې وویل، «له اصولو سره سم او عملي تعامل» لا هم له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو لپاره مهم دی.

د افغانستان د کانونو پخوانۍ وزیرې نرګس نهان د امنیت شورا غونډې ته وویل، د اګست په ۱۵مه په افغانستان کی د طالبانو د واک نیولو پنځه کلونه پوره شول. هفې دا موده یې د ښځو د حقونو د پرله‌پسې کمزوري کېدو دوره وبلله.

هغې د هغو افغان ښځو خبرې هم نقل کړې چې په دې وروستیو کې یې ورسره خبرې کړې دي. یوې ښځې ویلي: «ښځه اوسېدل جرم دی، او په افغانستان کې د ښځې په توګه زېږېدل لا ستر جرم دی.»

نهان امنیت شورا ته وویل: «پیوستون باید په عملي اقدام بدل شي. افغان ښځې نور نه شي کولای یو بل کال هم دې ته په تمه پاتې شي چې نړۍ پرېکړه وکړي له افغانستان سره څه کوي.»

هغې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ۱.۷ میلیارد ډالرو بشري مرستو پلان په بشپړه توګه تمویل کړي او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په ټاکلو کې د افغان ښځو د ګډون ملاتړ وکړي.

هغې وویل: «نړۍ پوهېږي چې په افغانستان کې څه روان دي؛ پوښتنه دا ده چې ایا نړیواله ټولنه چمتو ده چې د هغه څه پر بنسټ چې پوهېږي، اقدام وکړي او که نه.»

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي وویل، د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د افغانستان ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته زیان رسوي. هغه له طالبانو وغوښتل چې د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، بنسټیز حقونه رعایت کړي.

د چین استازي وویل، که څه هم په افغانستان کې ځینې مثبت پرمختګونه شوي، خو دغه هېواد لا هم د بشري حقونو او ترهګرۍ په برخو کې له پېچلو ننګونو سره مخ دی. هغه زیاته کړه چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي، څو دغه هېواد په تدریجي ډول له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) په ګډون وسله‌والې ډلې د افغانستان په خاوره کې په «خوندیتوب» فعالیت کوي.

هغه وویل، «ترهګري د افغانستان د ستونزو په زړه کې ده» او ادعا یې وکړه چې د طالبانو او ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او د دغه سازمان د مجید ډلې ترمنځ اړیکې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ دي.

طالبانو په ځلونو ویلي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. دوی د پاکستان تورونه رد کړي دي.

د پاکستان استازي همداراز په افغانستان کې د داعش خراسان او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ادعا یې وکړه چې دغه ډلې د افغانستان په خاوره کې پناه ځایونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...