Homeخبرونهملا یعقوب د ترکیې د استخباراتو له رئیس او د قطر ملي...

ملا یعقوب د ترکیې د استخباراتو له رئیس او د قطر ملي امنیت شورا مرستیال سره کتلي

تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۵مه/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ترکیې د استخباراتو ادارې له رییس، ابراهیم کالن او مل پلاوي سره کتلي.

دفاع وزارت وایي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، امنیتي مسایلو او د سیمه‌ییز امنیت او ثبات په اړه خبرې کړي.

دغه راز دواړو لوریو د کابل او انقرې ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.

یاد وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي چې، دفاع وزیر د قطر ملي امنیت شورا له مرستیال سره هم کتلي دي.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، د مولوي محمد یعقوب مجاهد او حمد بن خمیس الکبیسي ترمنځ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د ټینګښت د دوام په اړه خبرې شوې دي.

د اعلامیې پر بنسټ، په دغه کتنه کې دواړو لوریو د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...