Homeخبرونهد ترکیې او قطر دوه مهم چارواکي افغانستان ته تللي

د ترکیې او قطر دوه مهم چارواکي افغانستان ته تللي

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د چهارشنبې په ورځ د افغانستان پلازمېنې کابل او کندهار ښار ته سفر کړی دی.

د ترکیې امنیتي سرچینو ویلي، کالین په کابل کې د افغانستان د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره لیدلي دي.

هغه په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني سره کتلي دي.

د دفاع وزارت وايي، سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د ترکیې د استخباراتو له مشر ابراهیم کالین سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، امنیتي مسایلو او سیمه‌ییز ثبات خبرې کړې دي.

د دغه وزارت پر اساس، په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي او دفاعي اړیکو پر لا پیاوړتیا هم ټینګار شوی دی.

دفاع وزارت همداراز ویلي، یعقوب مجاهد په جلا لیدنه کې د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الاکبیسي سره هم په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو پر دوام او پیاوړتیا خبرې کړي او دواړو لورو د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د ترکیې د انادلو خبري اژانس د سرچینو په قول ویلي، په دغو خبرو کې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د امنیتي او استخباراتي همکاریو د پراختیا، دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې کړي دي.  .

سرچینو ویلي، د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیل د جګړې ترڅنګ، د ترهګرۍ، انساني قاچاق او د نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې موضوعات هم د دوی په بحثونو کې شامل موضوعات وو.

ابراهیم کالین کابل او کندهار دواړو ته تللی، خو سرچینو په کندهار کې د هغه د سفر د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

ملا یعقوب د ترکیې د استخباراتو له رئیس او د قطر ملي امنیت شورا مرستیال سره کتلي – تاند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...