عربان یوه مشهوره مقوله لري وايی« اختلافُ الرأيِ لا يُفسدُ للودِّ قضيّةً» مفهوم یې دا دی چې د نظر اختلاف باید د دوستۍ شته اړېکې زیانمنې نه کړي .که څه هم چې د دې مقولې اساس او بنسټ علمي بحث ،مجادلې او محاورې ته ورګرځي ، خو لږ په ژور تصور کې دا مقوله د دې لپاره هم شاهد کېدای شي چې موفق او بریالی انسان باید خپل ټول ژوند کې منصف وی او ټوله راکړه ورکړه یې په انصاف باندې ولاړه او متمرکزه وي.
په انساني ژوند کې انصاف خورا مهم ارزښت دی ،اسلام هم تل انسان په خپل ژوند کې انصاف کړو ته رابللی،د انصاف بل نوم امین کېدل دي، نو له همدې امله رسول الله په ټولنه کې په امین شهرت درلود ، هغه یو منصف سپېڅلی شخصیت و، هیڅکله یې د چا په حق سترګې نه پټولې،بلکې تل د حق پلوی و،د حق لپاره یې نه د خپلوان،نه دې ملګری،نه دې مسلمان ..ناحقه پلوي کوله ،بلکې تل د حق په څنګ درېده که هغه به هر څوک و.
انصاف د انسان د اخلاقو له هغو لوړو مقامونو څخه دی چې د انسان ارزښت پرې معلومېږي. د انسان لپاره دا اسانه ده چې د خپل دوست عیب پټ کړي، د خپل مخالف تېروتنه لویه وبولي، او د خپلې ډلې خبره حق وګڼي؛ خو دانصاف تقاضا دا ده چې حق د انسانانو په نومونو،منصبونو،مقامونو او شتمنیو ونه تلوو، بلکې انسانان د حق په تله کې وتلوو.
ډېر خلک د عدالت خبرې کوي، خو انصاف یې هغه وخت معلومېږي چې خبره او ستونزه د خپل ځان، خپل دوست او خپل مخالف ترمنځ وي. کله چې یو کار زموږ له خوا وشي، د هغه د حقانیت لپاره لس دلیلونه پیدا کوو؛ خو چې هماغه کار زموږ مخالف وکړي، ورته د ملامتۍ لس نومونه ږدو اوعلتونه راسپړو .دا عدالت نه دی، بلکې تعصب دی ،ځان غوښتنه ده او ۍبر حق سترګې پټول دي چې د عدالت جامه یې اغوستې ده.
انصاف دا نه دی چې هر وخت د کشالې د دواړو خواوو خبره مساوي او سمه وګڼل شي؛ انصاف دا دی چې هرې خبرې ته د هغې د حقیقت او واقعیت په اندازه اهمیت ورکړل شي. که حق زموږ له ملګري سره وي، باید وې منو او که زموږ د مخالف په خبره کې حق وي، باید د مخالف والي له امله یې رد نه کړو.
تر ټولو سخت انصاف هغه دی چې انسان یې له خپل ځان سره وکړي. انسان عموماً د خپل ځان لپاره قاضي وي، خو د نورو لپاره څارنوال. د خپل عیب لپاره عذر لټوي، خو د بل د عذر لپاره دلیل غواړي. که غواړو رښتیني منصفان شو، باید لومړی خپل نفس د حق په محکمه کې کښېنوو.
انصاف د نفس ماتول نه دي؛ د نفس له ظلم څخه ژغورل دي.
یو عادل انسان د خلکو مقام، شتمني، شهرت او اړیکو ته نه ګوري؛ هغه حق ته ګوري چې چېرته دی، د غریب خبره یوازې ځکه نه مني چې غریب دی، او د شتمن خبره یوازې ځکه نه ردوي چې شتمن دی. د دوستۍ له امله د باطل ملاتړ نه کوي او د دښمنۍ له امله د حق مخالفت نه کوي.
څومره کورنۍ د بېانصافۍ له امله وېشل شوې، څومره ملګرتیاوې د یوې ناعادلانه خبرې له امله ختمې شوې، او څومره ټولنې هغه وخت کمزورې شوې چې خلک یې د حق پر ځای د خپلو ډلو، ګټو او احساساتو ناحقه دفاع پیل کړې ده.
که په یوه ټولنه کې انصاف مړ شي، خو قانونونه پکې ډېرشي، محکمې جوړې شي او شعارونه پورته شي؛ په حقیقت کې به په دغه راز ټولنه کې د خلکو په زړونو کې د امنیت احساس پیدا نه شي. ځکه انسان یوازې د قانون له وېرې نه، بلکې د حق د موجودیت له ډاډه هم ارامېږي.
انصاف د قاضي په څوکۍ پورې محدود نه دی. پلار چې د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر نه کوي، منصف دی؛ ښوونکی چې د زدهکوونکو ارزونه په معیار کوي، منصف دی؛ لیکوال چې د خپل مخالف په اړه هم حقیقت لیکي، منصف دی؛ مشر چې د خپلو نږدې کسانو تېروتنې هم د نورو په څېر ارزوي، منصف دی؛ او عام انسان چې د خپل مخالف یوه ښه خبره هم مني، د انصاف یوه لوړه درجه یې ترلاسه کړې ده.
د انصاف تر ټولو ښکلی اړخ دا دی چې انسان دې ته اړ باسي چې خپل احساسات د حق تابع کړي.
موږ باید داسې نسل وروزو چې له خلکو سره د مینې ترڅنګ انصاف هم وکړي، له مخالف سره د اختلاف ترڅنګ انصاف هم وکړي، او له خپل ځان سره د مینې ترڅنګ د خپل عیب د لیدلو جرئت هم ولري.
ځکه د انسان لویوالی په دې کې نه دی چې تل حق له ده سره وي؛
لویوالی په دې کې دی چې کله حق ورسره نه وي، د حق تر څنګ ودرېږي.
او ښايي د انصاف تر ټولو لنډ تعریف همدا وي:
له خپل ځان سره هغه څه مه کوه چې له نورو سره یې د کولو حق ځان ته نه ورکوې، او د نورو لپاره هغه معیار مه کاروه چې د ځان لپاره یې نه منې.
انصاف د ټولنې ښکلا ده، د اړیکو بنسټ اوستن ده، د علم وقار دی او د انسان د شخصیت تله ده. څوک چې انصاف زده کړي، که لږ علم هم ولري، د ډېرو خلکو د زړونو ځای نیسي؛ او څوک چې انصاف له لاسه ورکړي، که هر څومره پوه، ځواکمن او مشهور وي، په پای کې به د خپل نفس او خلکو په محکمه کې مات وي.