چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبطرحې وليکئ/ اجمل ښکلى

طرحې وليکئ/ اجمل ښکلى

طرحه د يوه شخص د څېرې او اخلاقو لفظي  رسم دى.

طرحه د هغه شخص خوندور او پخه راځي، چې ستاسې ذوق ورسره پېيلى وي او وخت مو ورسره تېر کړى وي، ځکه چې داسې يې څېره او اخلاق دقيق انځورولى شئ.

ښه طرحه هغه ده، چې پر يوه داسې شخص وي، چې د شخصيت او علميت ترسيم يې خلکو ته پېغام ولري؛ خو که د خپل يوه عادي ملګري طرحه هم جوړوئ؛ نو داسې فزيکي او اخلاقي اړخونه به يې رابرسېروئ، چې که د ټولنې له عادت سره توپير ونه لري؛ خو چې د نورو وګړو له اخلاقو سره يې توپير وي؛ خو چې دروغ پکې نه وي.

که د دلچسپۍ لپاره مو په يوه شخص پسې دروغ جوړ کړل او طرحه مو پسې وليکله؛ نو يو خو مو د هغه سړي سپکاوى وکړ او ځينې خلک د سپکاوي غچ په درنو کاڼو اخلي او بل مو لوستونکي په طرحو باور نه کوي.

په طرحه کې د يوه شخص عادي خويونه د غيرعادي ښوولو لار، د طرحې ژبه ده. د طنز او د ژبې د نورومواردو په کارونه د يوه عادي شخص خويونه خوندور کولى شو، ګنې د هر سړي څېره او خوى له ورته والي سره سره د بل غوندې نه دي.

طرحه په پرتله کېږي. ته چې د چا طرحه جوړوې، له نورو کسانو سره يې پرتله کوې. دا نور کسان ستا په ذهن کې تيار له مخکې موجود وي، ژوند به دې ورسره کړى وي، ښه يا بد به يې دررسېدلې وي؛ نو د دې وګړي او هغوى ترمنځ چې پرتله کوې، مشابهت او توپير يې درته معلومېږي، چې د دې سړي څېره خو زموږ د هغه ګاونډي غوندې ده، چې له چنګړتوبه

 يې ټول کلى په تنګ و. يا يې دا ديکتاتورانه خوى زما د مور له خوا د نيکه غوندې دى. يا نور ټول زموږ د لومړني ښوونځي سرمعلم دى؛ خو پوزه يې هغومره اوږده نه ده. دا هم کېداى شي، چې هيچا ته ورته نه وي، څېره او اخلاق يې چورلټ بېل وي. د ده غوندې څېره او اخلاق دې کله په خوب هم نه وي ليدلي . بيا نو دى د ځان غوندې دى، بيا دى له همده سره پرتله کړه.

پرتله ځکه مهمه ده، چې انسانان يو شى له نور شيانو سره د اړيکې(دلته پرتله اړيکه ده) په مټ پېژني، دا اړيکه د وګړو په مورد کې يا د مشابهت اړيکه وي يا د تضاد. د خپل يوه ملګري اوږده برېتونه کېداى شي، د کلي لوفر درياد کړي، يا يو لويشتينک سړى، خپل ډينګ ټولګيوال درياد کړي، چې هر ورځ به يې د ټولګي په درشل تندى لګېدلى و.

طرحه چې پيلوئ؛ نو د هغه شخص څېره درياده کړئ، چې جوړښت يې څرنګه و.

په جوړښت کې يې دقيق اوسئ. چې څومره تاسې دقيق وئ، هغومره مو طرحه دقيقه ده. دقت په عمومياتو کې نه وي، جزياتو کې وي. د ادب کار له جزياتو سره دى.

له سره نيولې تر نوکه پورې مو چې د هغه شخص ټوله څېره په ذهن کې انځور کړه، په ليکلو يې پيل وکړئ. دا ضرور نه ده، چې تاسې پاس له ويښتانو پيل وکړئ او پښو ته کوز شئ. چې کوم يو مو مخکې ترسيماوه او دا هم اړينه نه ده، چې هر غړى يې راواخلئ. چې کوم غړي يې درته مهم او جالب ښکاري، همغه راواخلئ. همداسې يې د ټولو خويونه ترسيم هم شونى نه دى. چې کوم خوى يې درته ښه يا ناشولته برېښي، پر هغه وګړېږئ؛ مثلا: چې که پر اصحابو نقد کوې پروا يې نه وي؛ خو که ودې ويل، چې خوشال خو لومړى مغول و؛ نو په وژلو دې هم ايله نه کوي.

چې څېره مو يې انځور کړه، بيا يې شخصيت ته پام وکړئ. دا ترتيب ضرور نه دى، مخکې وروسته او له يو بل سره مزج کېداى هم شي، چې يو څه يې پر څېره وغږېږئ، بيا دې له دې څېرې سره اړوند يو خوى درياد شي. مطلب مې دا دى، چې دا دواړه اړخه ضرور دي. يواځې د څېرې يا تش د خويونو انځورنه طرحه نيمګړې او بې خونده کوي. بيا وايم، چې د ټولې څېرې يا د ټولو خويونه طرحه کول ممکن نه دي، يواځې هغه ظاهري يا معنوي اړخونه رااخيستل پکار دي، چې طرحه ليکوال ته مهم او لوستونکو ته پېغام او خوند ورکړي.

انسان د پرښتې او شيطان ترمنځ دى. هر سړى ښه خوى هم لري او بد هم او د طرحې ليکوال طرحه هله بشپړه وي، چې ښو او بدو دواړو ته يې پام وکړي. که د يوه سړي يواځې بد خويونه يادوې او ښه يې نه يادوې او نيم نيمچه انځور يې وړاندې کوې؛ نو ټولنيز حيثيت ته يې زيان اړوې. داسې که يې ښه خويونه يادوې او بدخويونه يې تر بالښت لاندې کوې؛ نو خيانت کوې. لوستونکي دې بويه په دې پوه وي، چې ته ملايکه يا شيطان نه، انسان ورپېژنې او د دې پېغام رساوى هم د طرحه ليکوال کار دى، چې له انسان سره د انسان غوندې چلند پکار دى. په ښو خويونو کې يې مبالغه نه ده پکار او په بدو ترې کرکه.

مطلب دا چې طرحه پر معقوليت ولاړه وي او د معقوليت درس ښيي. په طرحه کې د هغه سړي له دروغجنې ستاينې او رخه ناکې غندنې ځان لرې ساتئ، ګنې طرحه به مو څوک هسې هم وانخلي، ځکه انسان په همدې خپله بڼه هم ډېر عجيبه دى، په دروغو به نور څه عجيبه شي.

د طرحې ليکل ځکه روا دي، چې پوهان د پنځونو غوندې د پنځګر شخصيت هم د ټولنې مال بولي او په طرحه کې دا شته ځکه وړاندې کېږي، چې لوستونکي د يوه پنځګر له له غوره خويونو ګټه واخلي.

خو طرحه دې دومره نه شخصي کېږي، چې  پنځګر  پکې سپک شي يا يې ژوند سخت کړي.

د طرحې ژبه نارسمي يا ادبي ژبه وي. که طرحه مو په رسمي سبک او معلوماتي ژبه وه؛ په چا به يې ونه لولئ. له نارسمي ژبې نه موخه دا ده، چې ته پکې د کلمو له لهجوي بڼو استفاده کولى شې، کلمې په لهجوي بڼه ليکلى شې، له لهجوي لغتونو نه پکې استفاده کولى شې، شعرونه، متلونه، اصطلاحات، تشبيهات، کيسې، خاطرې، استعارې او طنز پکې کارولى شې. په طرحه کې چې طنز نه وي، لوستونکي يې په لوست ستړي کېږي. دا طنز هله ډېر خوندور وي، چې د طرحې لپاره انتخاب کړى شخص مو جدي يا لوى پنځګر وي، ځکه لوستونکي د لويو پنځګرو په اړه ليکلې طرحې په خوند لولي او د دوى له شخصي ژونده خبرېدل يې  ارمان وي. د يوه عام سړي په طرحه کې هم د طنز خواږه پيدا کېداى شي؛ خو چې د طرحې ليکوال يې داسې اداوو ته پام وي، چې لوستونکي خندولى شي يا چې د طرحې ليکوال په طنز کې استاد وي؛ خو دا طنز دې دومره نه خوږېږي، چې پنځګر پکې سپک شي، بس احتياط پکار دى.

د طرحې ليکلو  ګټه دا ده، چې لوستونکي  چې د يوه پنځګر له رښتيني شخصي ژونده خبر شي؛ نو بيا ورسره خپل ژوند پرتله کړي او يو رښتينى پېغام ترې واخلي.

لوستونکي ترې د نامتکلفې ادبي ژې د ليکلو چل زده کوي. له دې لارې خپل فرهنګ خوندي کولى شو.

طرحه د يوه پنځګر کره کتنيز انځور دى او له دې انځوره موږ د هغه د اثارو په نقد کې هم استفاده کولى شو.

داسې نور ډېر لاملونه شته، چې طرحې ليکلو ته مو لمسولى شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب