تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۲۲مه/ د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیسټم ویلي، چې د یمن د حوثیانو اړوند یوه بېپیلوټه الوتکه یې د مکې ښار په سویل کې نسکوره کړې ده.
د رسنیو د راپورونو له مخې چې، نن سهار خپاره شوي، دغه الوتکه د یاد ښار ممنوعه هوايي حریم ته له ننوتلو مخکې پېژندل شوې او نسکوره کړای شوې ده.
د سعودي عربستان پرمشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند ویلي، چې دا له ۲۰۱۷ز.کال راپدېخوا د حوثیانو لهخوا د مکې د پر نښه کولو دوهیمه هڅه ده.
هغه زیاته کړې، چې د مکې او مدینې امنیت او د زیارت کوونکو خوندیتوب د دوی لپاره «سره کرښه» ده.
ائتلاف همداراز ویلي، چې دا پېښه به« د حوثیانو د سرغړونو په دوسیه کې یوه توره نښه» وي او د نورو ګواښونو پر وړاندې به د مخنیوي لپاره اړینې هڅې تر سره شي.
#آریانانیوز #مکه