تاند (جهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه) په خوست ولایت کې د جګړو د پاتې ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.
د طالبانو د خوست د پولیسو ویاند طاهر احرار د سې شنبې په ورځ ویلي چې دا پېښه د دغه ولایت په علیشېر او تریزیو ولسوالیو کې شوې ده. نوموړي ویلي، د پېښې د څرنګوالي او علت په اړه پلټنې پیل شوې دي.
په افغانستان کې د لسیزو جګړو پاتې ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» مخکې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت په منځنۍ توګه شاوخوا ۵۰ کسان د ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله وژل کېږي یا ټپیان کېږي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ناچاوده مهماتو نژدې ۸۰ سلنه قربانیان ماشومان دي.
سره له دې چې په تېرو کلونو کې د ماین پاکۍ چارې روانې دي، لا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماینونه او ناچاوده مهمات پاتې دي چې هر کال د ملکي وګړو د مرګژوبلې سبب کېږي.