Homeخبرونههند په دوهمه شل اوره سیالي کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه

هند په دوهمه شل اوره سیالي کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د لومړۍ په شان بیا هم پچه وګټله او لومړی یې فیلډ غوره کړ. افغان توپ وهونکو د تېرې لوبې په شان کم هدف وټاکه، د ۸ لوبغاړو د بایللو په پای کې یې ۱۵۹ منډې وکړې. د افغانستان پیلګرو لوبغاړو ښه لوبه ونه کړای شوه، رحمان الله ګوربز په صفر کې وسوځېد. ابراهیم ځدراڼ بیا هم نسبتاً ښه و خو تر نورو توپ وهونکو د افغانستان توپ اچونکي لکه راشد خان او محمد نبي په توپ ویشتلو (بیټنګ) کې ښه وځلېدل.

ابراهیم ځدراڼ په ۳۳ توپونو (۳۷)، صدیق الله اتل (۱۲)، ګلبدین نایب (۱۰)، دروېش رسولي ۲۶، عظمت الله عمرزي ۱۱، محمد نبي ۲۰، راشدخان ۲۸ او نوراحمد او مجیب الرحمان تر پایه ونه سوځېدل لومړي ۷ او دوهم ۴ منډې وکړې.

په توپ اچولو کې راشد خان یوازینی توپ اچوونکی و، چې د هند ۳ لوبغاړي یې وسوځول.

په دې توګه هند په ۷ ویکټونو او ۳۱ اضافي توپونو دوهمه سیالي هم له افغانستانه وګټله. سره له دې چې دا لوبلړۍ هند ګټلې خو ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې یوه بله شل اوره سیالي هم وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...