Homeخبرونهایا چاغښت د انسان عمر کمولی شي؟

ایا چاغښت د انسان عمر کمولی شي؟

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۲۵ مه ) که تاسو خپلې روغتیا ته پاملرنه کوئ، ښايي له دې خبرې سره موافق یاست چې چاغښت نن ورځ په ټوله نړۍ کې په یوې داسې ستونزې بدل شوی چې زموږ په ژوند کې د ګڼو جدي ناروغیو د رامنځته کېدو سبب کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال یوه راپور کې ویلي و چې د ۲۰۲۲ کال د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې له هرو اتو کسانو څخه یو کس په چاغښت اخته و.

په داسې حالت کې د چاغښت د له منځه وړلو لپاره څه باید وشي؟ او د دې ستونزې د مخنیوي لپاره باید په خپل ورځني ژوند کې کوم بدلونونه راوړو؟

د دغو مهمو پوښتنو د ځوابونو لپاره مو د هند په ډیلي ښار کې د فورټس روغتون د چاغښت څانګې له مشرې، ډاکټر مګدها، سره خبرې کړې دي.

په ماشومانو کې د چاغښت ستونزه ولې مخ پر زیاتېدو ده؟

د ماشومانو په منځ کې د چاغښت د زیاتېدو یوه مهمه وجه د سکرینونو ډېر استعمال دی. کله چې ماشومان ساعتونه له موبایل، تلویزیون او لپټاپ سره تېروي، د هغوی فزیکي فعالیت په څرګند ډول کمېږي.

ماشومان ډېری وخت د سکرین لیدلو په ترڅ کې هم بېلابېل خوراکونه کوي. له دې امله هغوی له اړتیا څخه ډېره کالوري اخلي چې د چاغښت له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

اوس ډېر ماشومان له خپلو ملګرو سره مخامخ لیدو پر ځای انلاین اړیکو ته ډېر پام کوي. دا هم د چاغښت د زیاتېدو له عواملو څخه دی.

دا هم یوه مهمه خبره ده چې که یو ماشوم له پنځه کلنۍ مخکې په چاغښت اخته شي، نو د دې احتمال شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ سلنې پورې وي چې د لویېدو پر مهال به هم له چاغښت سره مخ وي.

ایا چاغښت د انسان پر عمر اغېز کوي؟

د متخصصانو په وینا، که یو کس په ډېر شدید چاغښت اخته وي، نو د هغه د ژوند تمه ښايي له ۱۰ تر ۲۰ کلونو پورې کمه شي.

خو که یو کس خپل وزن یوازې پنځه سلنه هم کم کړي، ډېرې روغتیايي ستونزې یې کمېدای شي.

د بېلګې په توګه، که د یوه کس وزن ۱۰۰ کیلوګرامه وي او هغه یې ۹۵ کیلوګرامو ته راکم کړي، همدا پنځه کیلوګرامه کمښت هم د وینې د فشار او د وینې د شکرې په کنټرول کې مرسته کولی شي.

که هغه خپل وزن ۱۰ سلنه کم کړي، یعنې له ۱۰۰ څخه یې ۹۰ کیلوګرامو ته راولي، د خوب پر مهال د ساه اخیستلو ستونزه هم کمېدای شي.

که د بدن وزن له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې کم شي، ګڼې ناروغۍ هم له منځه تللی شي. د زړه د ناروغیو خطر کمېدای شي، د ځیګر د غوړ کېدو ستونزه له منځه تللی شي او ان د زړه له حملې څخه د مخنیوي امکان هم زیاتېدای شي.

د چاغښت په اړه عامې ناسمې مفکورې څه دي؟

د چاغښت په اړه تر ټولو عامه مفکوره دا ده چې دا یوازې د خوړو، د خوړو د اندازې او د بدن له خوا د مصرفېدونکو کالوریو له شمېر سره تړاو لري.

دا خبره تر یوه حده سمه ده، خو بشپړه نه ده. جنیټیکي یا ارثي عوامل هم مهم رول لري. هورمونونه هم د چاغښت په رامنځته کېدو کې اغېز لري.

د متخصصانو په وینا، که د یوه کس دواړه مور او پلار په چاغښت اخته وي، نو د هغه د چاغېدو احتمال تر ۷۰ ــ ۸۰ سلنې پورې رسېدای شي. که یوازې یو له مور او پلار څخه چاغ وي، دا احتمال تر ۵۰ سلنې پورې رسېږي.

خو په دې برخه کې د انسان خپل رول هم مهم دی. که تاسو پوهېږئ چې د خپلو جینونو له امله د ځینو ناروغیو له خطر سره مخ کېدای شئ، نو له مخکې احتیاطي ګامونه اخیستلای شئ. که لازم اقدامات وکړئ، اړینه نه ده چې حتماً په دغو ناروغیو اخته شئ؛ بلکې له هغو څخه د مخنیوي امکان شته.

څنګه پوه شو چې په چاغښت اخته کېږو؟

که مو ساه ژر تنګېږي، په زنګونونو یا پښو کې مو دوامداره درد وي او د زینو د ختلو پر مهال ژر ستړي کېږئ، نو باید خپل وزن ته جدي پام وکړئ.

باید په منظم ډول خپل وزن وڅارئ او وګورئ چې ایا مخ پر زیاتېدو دی که نه.

دا ټول د چاغښت له لومړنیو نښو څخه دي. که په لومړیو پړاوونو کې د وزن د زیاتېدو مخه ونه نیول شي، ښايي یو کس حتی پوه نه شي چې کله په چاغښت اخته شوی دی.

چاغښت د ګڼو ناروغیو اساسي عامل ګڼل کېږي. که یو کس په چاغښت اخته وي، د زړه د حملې، فلج او د وینې د لوړ فشار په څېر ناروغیو خطر یې دوه برابره کېدای شي.

د میتابولیکو ناروغیو له ډلې د شکر ناروغي، د تایرایډ د کم‌فعالیت، د وینې د لوړ کولېسټرول، میتابولیک سنډروم او د ښځو د تخمدانونو د څوکیستيک سنډروم (PCOD) خطر هم زیاتېږي.

د سرطان ګڼ ډولونه هم له چاغښت سره تړاو لري. د کولمو او صفرا کڅوړې د سرطان په ګډون له چاغښت سره د ګڼو سرطانونو اړیکه ښودل شوې ده.

په ځینو کسانو کې چاغښت د پښتورګو د فعالیت د خرابېدو او په مغز کې د پړسوب سبب کېدای هم شي.

اټکل کېږي چې شاوخوا ۲۰۰ ډوله روغتیايي ستونزې له چاغښت سره تړاو لري. له دې ټولو جدي پایلو سره سره، موږ ډېر وخت چاغښت کافي جدي نه ګڼو. حقیقت دا دی چې چاغښت د ګڼو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.

د چاغښت د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

که تاسو د چاغښت پر لور روان یاست، لومړی باید د هورمونونو کچه وڅېړل شي.

که په کورنۍ کې د چاغښت سابقه موجوده وي، نو له ۳۰ کلنۍ وروسته باید منظمې روغتیايي معاینې ترسره شي. ورسره باید د ژوند په طرز کې هم اړین بدلونونه راوستل شي.

مناسب خواړه، هره ورځ لږ تر لږه یو ساعت فزیکي تمرین او له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب کول کولی شي د چاغښت او له هغه څخه د رامنځته کېدونکو ناروغیو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

«د ټولنیزو رسنیو د لیدلو له مخې له ځان سره رژیم مه پیلوئ»

د چاغښت د کمولو لپاره باید درې اساسي برخو ته پام وشي. له دې ډلې لومړۍ برخه خواړه او ورزش دي.

د متخصصانو په وینا، د وزن په کمولو کې د خوړو ونډه شاوخوا ۷۰ تر ۸۰ سلنه او د ورزش ونډه ۲۰ تر ۳۰ سلنه ده.

خو په هورمونونو کې بدلونونه او روغتیايي ستونزې هم مهم رول لري. د دغو ستونزو د درملنې لپاره باید له ډاکټر سره مشوره وشي.

متخصصان سپارښتنه کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د لیدل شویو معلوماتو پر بنسټ باید له ځان سره کوم ځانګړی رژیم پیل نه شي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرېدونکې لارښوونې عموماً عمومي بڼه لري او د هر کس ځانګړې اړتیاوې په پام کې نه نیسي. له همدې امله ښايي د هر چا لپاره په یوه اندازه اغېزمنې نه وي.

نو غوره ده چې د خوړو او وزن د کمولو لپاره له متخصص سره مشوره وشي.

د خوړو په عادتونو کې کوم بدلونونه راوستل شي؟

د وزن د کمولو د لارښوونو له مخې، هغو کسانو ته سپارښتنه کېږي چې داسې خواړه غوره کړي چې فایبر ولري. فایبر په سبزیو او مېوو کې په زیاته اندازه موندل کېږي.

متخصصان وايي چې په ورځني رژیم کې باید د پروټین اندازه هم مناسبه او لوړه وي؛ لکه دالونه، چرګ، هګۍ، کب او وچې مېوې.

خو د سرې غوښې له ډېر استعمال څخه باید ډډه وشي. ورسره باید د خوړو اندازې ته هم پام وشي، یعنې یوازې دا مهمه نه ده چې څه خورئ، بلکې څومره یې خورئ هم مهم دي.

فزیکي تمرین هم اړین دی. یوازې د زړه او ساه د فعالیتونو تمرینونه، لکه بایسکل چلول، پر ټرېډمیل تګ یا منډه وهل، بسنه نه کوي؛ د ځواک او مقاومت تمرینونه هم ډېر مهم دي.

د چټک وزن کمولو د رژیمونو زیانونه

کله چې یو کس ډېرې کمې کالورۍ واخلي، بدن د لوږې حالت ته داخلېږي. له دې وروسته بدن د داسې انزایمونو په تولید پیل کوي چې روغتیا ته ګټور نه وي.

د دې په پایله کې په بدن کې د غوړ زیرمه کېدل زیاتېږي، په داسې حال کې د عضلو اندازه کمېږي. عضلې د بدن د عمومي روغتیا او ځواک لپاره ډېرې مهمې دي.

د متخصصانو په وینا، د وزن کمولو لپاره سخت او لنډمهاله رژیمونه ګڼې ستونزې رامنځته کولی شي، چې د صفرا د تیږو او د عضلو کمزوري هم پکې شامل دي.

کله چې یو کس دغه ډول رژیم پرېږدي او بېرته خپل عادي خوراک ته راوګرځي، ډېری وخت یې وزن نه یوازې بېرته زیاتېږي، بلکې ښايي تر پخواني وزن هم لوړ شي.

چاغښت پر ځان‌باوري او رواني روغتیا څه اغېز لري؟

ډېر هغه کسان چې په چاغښت اخته وي، په ښوونځي، پوهنتون، د کار په ځای او نورو چاپېریالونو کې له ملنډو سره مخ کېږي. دا چلند د هغوی پر رواني روغتیا ژورې اغېزې لرلی شي.

تر دې چې ځینې کسان په خپګان هم اخته کېږي. خپګان د دې لامل کېدای شي چې یو کس لا ډېر خوراک وکړي او په دې توګه یوه منفي کړۍ رامنځته شي چې چاغښت لا پسې زیات کړي.

متخصصان وايي، چاغښت باید یوازې له ډېر خوراک او سستۍ سره تړلی ونه ګڼل شي. باید دا درک شي چې چاغښت هم یوه ناروغي ده؛ لکه د تایرایډ ستونزې، د وینې لوړ فشار، د وینې د شکر او کولېسټرول ناروغۍ.

متخصصانو ټینګار کړی چې که تاسو په چاغښت اخته یاست، له ډاکټر څخه مرسته وغواړئ او په خپل سر د درملنې هڅه مه کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د استاد شپون کتابونه او زه | احمدالله مېلمه

ابا مې مازدېګر له ښاره راغی، زه په کلي کې وم. هغه له ځان سره کتابونه راوړي وه، ډېر کتابونه.. په منځ کې یې...