د سیستمونو د وېش عمده معیارونه
سریزه
په تېرو دوو مقالو کې مو درنو لوستونکو ته د سیستم د مفهوم او د هغه د فعالیت د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل. په لومړۍ مقاله کې مو وڅېړل چې سیستم څه ته ویل کېږي او اساسي ځانګړتیاوې یې کومې دي؛ په دویمه مقاله کې مو تشریح کړه چې د سیستم بېلابېلې برخې څنګه فعالیت کوي، له یو بل سره څه ډول اړیکې لري او د خپلو متقابلو اړیکو له لارې څنګه پایلې رامنځته کوي.
سیستمونه د جوړښت، فعالیت او موخو له مخې له یو بل سره توپیر لري. ځینې یې په طبیعي ډول رامنځته کېږي، لکه د انسان بدن او ایکولوژیکي سیستمونه؛ ځینې نور د انسان له خوا د ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو له پاره جوړېږي، لکه بانکي او ښوونیز سیستمونه. همدارنګه، ځینې سیستمونه له خپل چاپېریال سره د موادو، انرژۍ یا معلوماتو تبادله کوي، او د ځینې نورو اړیکې له چاپېریال سره محدودې وي. ځینې سیستمونه د مطالعې اصلي موضوع وي، خو ځینې نور د لویو سیستمونو د برخو (اجزاوو) په توګه فعالیت کوي.
د دغو توپیرونو د پېژندلو او د سیستمونو د جوړښت او فعالیت د ښه درک له پاره، په سیستمونو پورې په اړوندو علمي څانګو کې له بېلابېلو معیارونو څخه ګټه اخیستل کېږي. دې بهیر ته د سیستمونو تصنیف یا کلاسیفیکاسیون ویل کېږي. د تصنیف موخه یوازې د سیستمونو په ډلو وېشل نه دي، بلکې دا هم ده چې د هغوی ځانګړتیاوې، له یو بل سره توپیرونه او په لویو جوړښتونو کې د هغوی اړیکې په منظم ډول وپېژندل شي.
۱. د سیستمونو د وېش عمده معیارونه
د سیستمونو د ښه پېژندلو له پاره باید لومړی روښانه کړو چې د کومې ځانګړتیا له مخې او په کوم معیار یې په ګروپونو وېشو. په دې مقاله کې د سیستمونو د تصنیف له پاره څلور عمده معیارونه په پام کې نیسو:
۱. د سیستم د رامنځته کېدو له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه په طبیعي او مصنوعي سیستمونو وېشل کېږي. دلته د سیستم د رامنځته کېدو څرنګوالی مهم دی؛ یعنې سیستم په طبیعي بهیرونو کې رامنځته شوی او که د انسان له خوا طرحه او په مصنوعي ډول جوړ شوی دی.
۲. له چاپېریال سره د اړیکو له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه په پرانیستو او تړلو سیستمونو وېشل کېږي. دلته د سیستم او چاپېریال ترمنځ د موادو، انرژۍ او معلوماتو د تبادلې څرنګوالی په پام کې نیول کېږي. البته، په پرانیستو او تړلو سیستمونو کې د توپیر دقیق معیار د علمي څانګې له مخې بدلېدای شي؛ ځکه په بېلابېلو علمي ډګرونو کې له چاپېریال سره د سیستم د اړیکو ډولونه په یو شان معنا نه کارول کېږي.
۳. په یوه لوی جوړښت کې د ځای او د مطالعې د کچې له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه د اصلي سیستم او فرعي سیستم په توګه پېژندل کېږي. دلته مهمه دا ده چې د څېړنې په مهال سیستم په یوه لوی جوړښت کې څه ځای لري او د مطالعې په بهیر کې په کومه کچه ورباندې تمرکز کوو.
۴. د فعالیت د ډګر له مخې: د دې معیار له مخې سیستمونه د فعالیت د برخې او ساحې پر بنسټ وېشل کېږي؛ لکه سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري، امنیتي، حقوقي، ښوونیز، تخنیکي او نور سیستمونه.
دا معیارونه د سیستمونو بېلابېل اړخونه روښانوي؛ له همدې امله، یو سیستم د یوه معیار له مخې په یوه ډله او د بل معیار له مخې په بله ډله کې راتلای شي. د بېلګې په توګه، یو بانکي سیستم د رامنځته کېدو له مخې مصنوعي سیستم دی، ځکه انسانانو د مالي خدمتونو د وړاندې کولو له پاره جوړ کړی دی. له چاپېریال سره د اړیکو له مخې پرانیستی سیستم ګڼل کېږي، ځکه له مشتریانو، نورو مالي بنسټونو، دولتي ادارو او اقتصادي چاپېریال سره اړیکې او تبادلې لري. د یوه هېواد د اقتصادي سیستم په چوکاټ کې فرعي سیستم دی، خو د فعالیت د ډګر له مخې اقتصادي سیستم ګڼل کېږي.
۲. طبیعي او مصنوعي سیستمونه
د سیستمونو د وېش لومړی معیار د هغوی د رامنځته کېدو څرنګوالی دی. د دې معیار له مخې، سیستمونه په دوو عمومي ډلو وېشل کېدای شي: طبیعي سیستمونه او مصنوعي سیستمونه. د دواړو ترمنځ اساسي توپیر دا دی چې سیستم په طبیعي بهیرونو کې رامنځته شوی او که د انسان له خوا د یوې ټاکلې اړتیا یا موخې له پاره جوړ شوی دی.
طبیعي سیستمونه
طبیعي سیستمونه هغه دي چې د طبیعي بهیرونو او شرایطو په پایله کې (تر ډیره د انسان له مداخلې پرته) رامنځته شوي وي، نه دا چې انسان په مستقیم ډول د یوه ټاکلي پلان له مخې جوړ کړي وي. د انسان بدن، د ځمکې د اقلیم سیستم، د سیندونو سیستم او ایکولوژیکي سیستمونه یې بېلګې دي.
د انسان بدن یو طبیعي سیستم دی، ځکه له بېلابېلو غړو او جوړښتونو څخه جوړ شوی او هره برخه یې ځانګړې دنده ترسره کوي. زړه وینه پمپ کوي، سږي د اکسیجن او کاربن ډایاکسایډ تبادله ترسره کوي او عصبي سیستم د بدن د بېلابېلو فعالیتونو په تنظیم کې ونډه لري. د دغو برخو فعالیتونه له یو بل سره تړلي دي؛ له همدې امله، د یوې برخې فعالیت پر نورو برخو او د ټول بدن پر فعالیت اغېز کولای شي. د بدن د ژوندي پاتې کېدو او عادي فعالیت له پاره د دغو برخو ترمنځ همغږي اړینه ده.
مصنوعي سیستمونه
مصنوعي سیستمونه هغه دي چې انسان یې د یوې ځانګړې اړتیا د پوره کولو، موخې ته د رسېدو یا د ستونزې د حل له پاره طرحه او رامنځته کوي. ښوونیز نظام، بانکي سیستم، ترانسپورتي سیستم، ترافیکي سیستم، د یوه شرکت اداري جوړښت او د برېښنا د وېش سیستم او داسې نور یې بېلګې دي.
د بېلګې په توګه، ښوونیز سیستم د زدهکړې او پوهې د لېږد له پاره رامنځته کېږي. په دې سیستم کې زدهکوونکي، ښوونکي، ښوونځي، درسي مواد، تعلیمي ادارې او اړوندې تګلارې بېلابېلې برخې دي. خو یوازې د دغو برخو شتون ښوونیز سیستم نه جوړوي؛ د هغوی ترمنځ اړیکې، د دندو وېش، همغږي او ګډ فعالیت هم مهم دي. د بېلګې په توګه، د ښوونکو تدریس، د زدهکوونکو زدهکړه، د درسي موادو کیفیت او د تعلیمي ادارو مدیریت ټول د ښوونیز سیستم پر فعالیت او پایلو اغېز کوي.
د طبیعي او مصنوعي سیستمونو ترمنځ توپیر
د طبیعي او مصنوعي سیستمونو ترمنځ اساسي توپیر د هغوی د رامنځته کېدو په څرنګوالي کې دی، نه دا چې یو حتماً منظم وي او بل نه وي، یا یو موخه ولري او بل یې ونه لري. طبیعي سیستمونه هم منظم جوړښتونه او د فعالیت ځانګړتیاوې لري، او مصنوعي سیستمونه هم د انسان له خوا د ټاکلو موخو د ترلاسه کولو له پاره جوړېږي.
همدارنګه، دا توپیر په دې معنا نه دی چې طبیعي سیستمونه هېڅکله د انسان تر اغېز لاندې نه راځي، یا مصنوعي سیستمونه له طبیعي شرایطو سره اړیکه نه لري. انسان کولای شي طبیعي سیستمونه بدل کړي؛ د بېلګې په توګه، د ځنګلونو وهل د یوې سیمې پر ایکولوژیکي سیستم اغېز کوي. په ورته وخت کې، مصنوعي سیستمونه هم د طبیعي چاپېریال، سرچینو او شرایطو تر اغېز لاندې فعالیت کوي. د برېښنا د تولید او وېش سیستم، د بېلګې په توګه، د اوبو، باد، سونتوکو او نورو سرچینو له شتون سره تړاو لرلای شي.
۳. پرانیستي (واز) او تړلي (بسته) سیستمونه
د سیستمونو د وېش دویم معیار له خپل چاپېریال سره د هغوی د اړیکو څرنګوالی دی. د دې معیار له مخې، سیستمونه په عمومي ډول پرانیستي او تړلي سیستمونه بلل کېږي. د دې وېش اساسي موخه دا ده چې معلومه کړو سیستم له خپل چاپېریال سره څه ډول اړیکې لري او کوم شیان د سیستم او چاپېریال ترمنځ تبادله کېږي؛ یا په بل عبارت: د «پرانیستي» او «تړلي» سیستم تعریف او د توپیر معیار په ټولو علمي څانګو کې یو شان نه دی.
پرانیستي سیستمونه
پرانیستي سیستمونه هغه دي چې له خپل چاپېریال سره د مادې، انرژۍ یا معلوماتو تبادله کوي. د دې تبادلې ډول او کچه د سیستم له ماهیت او فعالیت سره تړاو لري.
د بېلګې په توګه، د انسان بدن له چاپېریال څخه خواړه، اوبه او اکسیجن ترلاسه کوي، انرژي مصرفوي او تودوخه، کاربن ډایاکسایډ او نور مواد چاپېریال ته باسي. له همدې امله، د انسان بدن یو پرانیستی سیستم ګڼل کېږي؛ ځکه فعالیت او ژوند یې له چاپېریال سره له دوامداره تبادلې سره تړلي دي.
په همدې ډول، ښوونیز نظام له ټولنې څخه زدهکوونکي، سرچینې او معلومات ترلاسه کوي، ښوونه او روزنه وړاندې کوي او د ټولنې پر پوهه، مهارتونو او ټولنیز ژوند اغېز کوي. ټولنیز، اقتصادي او سیاسي سیستمونه هم له خپل چاپېریال او نورو سیستمونو سره اړیکې لري. د بېلګې په توګه، اقتصادي سیستم له کورنیو، بازارونو، دولتي ادارو او نړیوال اقتصاد سره اړیکې او تبادلې لري؛ له همدې امله، په دغو برخو کې بدلونونه د اقتصادي سیستم پر فعالیت او پایلو اغېز کولای شي.
تړلي سیستمونه
د تړلي سیستم اصطلاح باید د اړوند علمي ډګر له تعریف سره سم وکارول شي؛ ځکه په بېلابېلو علمي څانګو کې یې معنا یو شان نه ده. په عمومي او ځینو ټولنیزو یا سازماني بحثونو کې تړلی سیستم هغه سیستم ته ویل کېږي چې له چاپېریال سره یې اړیکې یا تبادلې محدودې وي، یا د تحلیل پر مهال یې داخلي جوړښت ته تر بهرنیو اړیکو ډېر پام کېږي.
خو په ترمودینامیک کې د تړلي سیستم تعریف دقیق دی: تړلی سیستم له چاپېریال سره ماده نه تبادله کوي، خو انرژي ورسره تبادله کولای شي. په مقابل کې، منزوي سیستم نه ماده او نه انرژي له چاپېریال سره تبادله کوي.
په عملي نړۍ کې بشپړ منزوي سیستمونه ډېر کم دي. همدارنګه، په ټولنیزو او سازماني مطالعاتو کې کله ناکله یو سیستم د تحلیل له پاره تر ډېره له چاپېریاله جلا په پام کې نیول کېږي؛ خو دا تحلیلي جلاوالی په خپله دا معنا نه لري چې سیستم په واقعیت کې له چاپېریال سره هېڅ اړیکه نه لري.
د پرانیستو او تړلو سیستمونو د توپیر پېژندل ځکه مهم دي چې د یوه سیستم فعالیت یوازې د هغه په داخلي برخو او اړیکو پورې نه تړل کېږي. چاپېریال، سرچینې، بهرني شرایط او له نورو سیستمونو سره اړیکې هم د هغه پر فعالیت او پایلو اغېز کولای شي. د همدې اړیکو څېړنه مرسته کوي چې د سیستم د بدلونونو او د هغه د پایلو لاملونه په ښه توګه درک کړو.
د تړليو او منزوي سیستمونو ترمنځ توپیر
په ټرموډینامیک (Thermodynamics) فزیک کې – چې د تودوخې، انرژۍ، کار او د هغوی ترمنځ د بدلونونو او اړیکو مطالعه کوي– تړلي او منزوي سیستمونه یو له بل سره توپیر لري. تړلی سیستم له خپل چاپېریال سره ماده نه تبادله کوي، خو انرژي تبادله کولای شي. د بېلګې په توګه، په یوه کلک او تړلي لوښي کې د ګاز اندازه ثابته پاتې کېدای شي، خو که لوښی له بهر سره تودوخه تبادله کړي، د ګاز د تودوخې درجه بدلېدای شي.
برعکس، منزوي سیستم هغه دی چې له چاپېریال سره نه ماده او نه انرژي تبادله کوي. په واقعي نړۍ کې د بشپړ منزوي سیستم رامنځته کول ډېر ستونزمن دي؛ له همدې امله، په علمي څېړنو کې ډېر وخت د داسې سیستمونو فرضي یا نږدې بېلګې کارول کېږي.
په دې توګه، د دواړو ترمنځ اساسي توپیر دا دی چې تړلی سیستم له چاپېریال سره د انرژۍ تبادله کولای شي، خو منزوي سیستم په بشپړ تعریف کې له چاپېریال سره هېڅ ډول ماده یا انرژي نه تبادله کوي.
په راتلونکې لیکنه کې به د اصلي او فرعي سیستمونو او د فعالیت د ډګر له مخې د سیستمونو د کتګوریزاسیون (طبقه بندۍ) په اړوند معلومات وړاندې شي.
۲۵/۱۰/۲۰۲۶م
(پاته لري)