له امریکا غږ نه به مې کله ناکله یو خوږ غږ اورېد، له سپوږمۍ سره یې ما غوندې د خوشکو لیکونه لوستل او په ټوکو ټوکو کې به یې یوه نیمه سر بداله خبره په پسته پسته کې وهله، په خوګیاڼواله ژبه غږېده، د کندوز خان آباد، درقد، بنګي غاړه او سمڅې یې په خوله وې، د کودیخېلو کلاګانې او د شوکاڼو یاد به یې تل کاوه، جنغوزي به یې یادول، دا کلیوال سړی چې د لفظونو لښکر یې په ورغوي کې ګرځاوه، شپون و.
یو وخت مې په کابل مجله کې دده د تیورۍ او کره کتنې لیکنې لوستې وې، د لیکوالۍ یو چپټر یې هم په ګوتو راغلی و، خو ډېر ژر مې یوه استاد له لاسه وتروړه؛ دده دیدن ته پسخېدم، دا ارمان مې په زړه و چې څه وخت به یې ګورم؟ دده یو تصویر مې د《زوړ سړی او سیند》تر نامه لاندې ژباړلي ناول او د بېنوا صاحب په اوسني لیکوال تذکره کې لیدلی و، په انځور کې یو خوارنجوکی سړی ښکارېده، زما په ذهن کې هماغه خوارونجوکی شپون و، هماغه انځور مې د ذهن پر پرده اوښته را اوښته، دده د نامه له اورېدو سره به مې د لیدو تلوسه زیاته شوه، کال ۱۳۷۳و، یوه ورځ د استاد پوهاند صدیق الله رښتین کور ته چې د مردان په بغداده کې و، لاړم. له استاد سره مې شپه شوه، له ده سره په ناستي او شپه کې مې دا ګټه وکړه چې د استاد شپون د راتګ زېری مې واورېد، ده وویل:
ـ شپون را ته د کتنې لپاره حال را لېږلی دی، نو پېښور ته به لاړ شم، شپون او سناتور اغا جان چکنوری دواړه به وګورم.
په دا شپه مې له خوشحالۍ نه سترګه پټه نه کړه، د استاد شپون انځورونه مې د ذهن پر پرده جوړول او خندول، دعا مئ کوله چې:
– خدایه! ته دا شپه ژر سبا کړې چې استاد شپون ژر وګورم.
له ځانه سره مې ویل:
ـ له لویانو سره چې ګرځې، لوی، لوی خلک به ګورې.
سهار ملا د بانګ لوډسپیکر وټناګاوه، له الله اکبر سره سم یې را پاڅولم، ځان مې تګ ته تیار کړ، استاد رښتین هم چای له مخه کړ، چای مو تود تود وڅښه، نور نو نېغ د پېښور فلاینکوچ ته شو، استاد که څه هم ناروغه و، تګ ور ته ګران و، خو زما په خاطر یې له استاد شپون سره لیده را دمخه کړه، شپون صاحب ور ته ویلي وو چې زه دې لیدو ته درځم، خو ده ویل چې هغه مېلمه دی، حق یې دی چې ستړي مشي ته یې لاړ شم.
استاد را ته وویل:
ـ یونیورسټي بک ایجنسۍ ته ځو، انعام الله میا صاحب ګورو، هغه مې یو کتاب چاپ کړی، هغه به هم را واخلو او له هغه ځایه به شپون ته زنګ ووهو.
همداسې وشول، لومړی یونیورسټي بک ایجنسۍ ته چې په خیبر بازار کې وه، لاړو. دا وخت سخته ګرمي هم وه، میا صاحب استاد رښتین ته ( پښتو نثر هنداره) کتاب ډالۍ کړ، استاد سمدستي پر هغه کتاب ما ته ډالۍ ولیکله، بیا یې میا صاحب ته وویل :
– دا د وفا دفتر شمېره ده، را سره مخ یې کړه.
دا وخت کوم نابلده کس غوږ واخست، استاد ور نه د شپون صاحب پوښتنه وکړه، هغه یې سمدستي ورسره په ټلېفون وغږاوه، دوی دواړو سره وعده وکړه، ماته یې وویل:
– همدلته کېنو، اوس یې ورور راځي، له دې ځایه مو بیایي.
دا چې چېرته مې بیایي، دا یې و نه ویل، زه لا هم د استاد شپون د انځور په جوړولو بوخت وم، د دیدن شېبې مې له خپله ادې په ګوتو شمېرلې، انتظار تر څلوېښت دقیقو واوښت، یو لنډی سړی راورسېد، میا صاحب نه یې پوښتنه وکړه:
– رشتین صاحب!؟
هغه ور ته اشاره وکړه چې:
– هلته وړاندې ناست دی.
سړی استاد ته را غی، له روغبړه وروسته یې ور ته ځان وښود:
– زه د شپون ورور یم. موږ او تاسې ځو، هغه په تمه دی.
ـ چېرته؟
ـ وفا دفتر کې.
سړي ټکسي را تاو کړه او د وفا دفتر ته چې دا وخت په ټاون کې له نهره اخوا و، روان شوو.
زما تلوسه د شپون لیدو ته شېبه په شېبه زیاتېده، د استاد شپون زوړ انځور مې په ذهن کې اړاوه را اړاوه، خپل ځان به مې پوښت:
ـ دا به څنګه سړی وي، هلته خو په تصویر کې ډېر ارام او خوار ښکارېده چې اوس به څنګه وي؟
په ټاون کې نېغ په پټلۍ واوښتو، د پروفیسور عبدالرسول امین دفتر ته ورسېدو، د دفتر ور بېرته شو، د شپون ورور را ته مخکې و، نېغ یې پاس پوړ ته وخېژولو، استاد رښتین ته که څه هم پر پوړیو ختل ګران وو، خو د استاد شپون لپاره یې دا ستغې پوړۍ د زړه په مینه تر رنځپلو قدمونو لاندې کړې، پاس پوړ ته چې څنګه وختو، نو نوراحمد د کوټې ور بېرته کړ، یو لنډ، پنډ سړی له څوکۍ را پورته شو او استاد رښتین ته یې را منډه کړه، غږ یې وکړ:
– استاده! پخیر!!!
ما په دې شېبه کې د استاد شپون د پلونو څار کاوه، له ځانه سره مې ویل:
ـ هغه به په کومه بله کوټه کې وي، را به شي. هغه خو لنډ خوارونجوکی سړی دی.
استاد رښتین په کوزوڼوهلي غږ دغه لنډ پنډ کس ته په غېږ ورکولو کې وویل:
ـ پخیر راغلې!
ما ددې انتظار کاوه چې اوس به شپون راځي او استاد رښتین به پرې غږ کوي. دوی دواړو ستړي مشي خواره مشي اوږده کړه، په همدې ستړي مشي کې استاد رښتین ور ته وویل:
ـ زه درې شپې وړاندې خبر شوم چې ته له امریکا نه راغلی یې!
دغه سړی ور ته وايي:
ـ زه دلته امین صاحب خبر کړم چې ته په مردان کې اوسې، نو دوی ته مې وویل چې زه د هغه پوښتنې ته ځم.
استاد د امسا پر موټي ایښې زنه را پورته کړه:
ـ دا خو ما ستا حق و چې ستړي مشي ته دې راشم.
دې خبرې سره پوه شوم چې همدا استاد شپون دی.
سړي ما ته را کتل او استاد یې وپوښت:
ـ دا ځوان څوک دی؟
استاد رښتین په لړزاند غږ ور ته وویل:
– دا ځوان لعل پاچا نومېږي، تخلص ازمون کوي، زه ورته وایم؛ د ازمون پر ځای ازمېښت کېږده، خو دی په ازمون ولاړ دی. څه به وکړو ددې زمانې ادیبان دي نو…
شک مې په یقین بدل شو، دا خو هغه خوارونجوکی شپون دی، خو اوس په غوښه آباد دی، استاد شپون لومړی ما ته را وکتل او بیا یې استاد رښتین ته مخ واړاوه:
– ځه، پرېږدهیې، همدا ازمون ښه دی.
استاد رښتین زنه په موټي کې ونیوه:
– هو، ته یې له ځان سره هم قافیه کوې.
استاد شپون په خېټه کې وخندل:
– هو، له ماسره په قافیه کې جوړېږي!
استاد رښتین ور ته وویل:
ـ تاسې شاعران د کلمو په آهنګ او قافیو پسې ګرځئ.
استاد شپون ور ته وویل:
ـ ګرامر خو زړه را شین کړ.
ـ ګرامر چېرته منئ!؟
ـ ستا ګرامر منو، خو د هغه بل چې پښتو یې ترجمه غواړي، ګرامر سخت دی. داسې دی لکه له تیږو نه ډک موټر چې پر پیچومو خېژوې.
استاد رښتین ور ته وویل:
ـ ژبه د خلکو ده، ژبه مصنوعي کول نه دي پکار.
استاد شپون ما ته مخ را واړاوه:
– ښه ځوانه! ته اوس وایه ته څه شی لولې؟
– استاد! ما د ادبیاتو پوهنځی ولوست.
– چېرته؟
– څه په کابل او څه په ننګرهار کې
– ښه ډېر ښه، پښتو څانګه؟
– هو، پښتو څانګه!
– ښه، ښه!!! نور څه لیکې؟
– کله، کله شعر لیکم، یوه نیمه نثري لیکنه هم کوم.
– ښه، ښه! شاباسې، ته دې یو شعر ووایه.
د استاد فرمایش را باندې خوله را ماته کړه چې اوس ددې دواړو لویو استادانو په مخکې څنګه شعر ولولم. استاد شپون بیا را باندې غږ وکړ:
ـ مه شرمېږه، ووایه! رښتین صاحب در ته څه نه وايي.
دې خبرې سره یې وخندل:
ـ زه پوهېږم چې رښتین صاحب در نه نثر غواړي.
هغه پر سترګیو ګوتې ووهلې:
ـ ژبه په نثر ژوندۍ ده!
استاد شپون ور ته وویل:
ـ زمه هم خلک نثر ته هڅوم، خو خیر اوس خدای ناکام راوستی، دده شعر به واورو.
ما ور ته وویل:
ـ زه شعر نشم لوستی.
استاد شپون را پورې کلک ونښته:
ـ ضرور به یې وایې.
ـ تاسې یې مخالف یاستئ!؟
استاد رښتین را ته وویل:
ـ مخالف یې نه یو، خو نثر ښه ګڼو.
استاد شپون بیا ټینګار وکړ:
ـ که این کی که پین کی دا پټی به شین کی
ما سره دا وخت د شعرونو لومړۍ ټولګه ( پرهرونه دي چې خاندي) مې چې تازه چاپ شوې وه، په لاس کې وه، وا مې ړوله یو آزاد نظم په مخه راغی ، نوم یې و: میاعلي صاحب ته! دا مې ورته ولوست.
استاد شپون دغه نظم ته وغوړېده، راپاڅېد، مُچې یې کړم ویې ویل:
– افرین، دا اوس شعر دی، په دې کې نوی فکر او نوې خبره ده، د میاعلي صاحب زیارت خو ما لیدلی!
بیا یې په استاد رشتین غږ وکړ:
– استاد!؟
هغه سر پورته کړ او ها یې کړ.
– میاعلي صاحب خو دې یادېږي؟
استاد په غږونو دروند و، استاد شپون ور ته غږ لوړ کړ:
ـ هغه زیارت ښییم!
– هو، هغه زیارت؟
– هو، دې ځوان ویلي دي، چې رهبران هغو زنځیرونو ته ور ولولئ او ویې تړئ!
استاد رښتین ور ته وویل:
– ښه وایي کنه، افغانستان یوه څوکۍ لري، دوی ورته اووه کسان جوړ کړل، اووه کسه او یوه څوکۍ، نو اووه کسه په یوې څوکۍ ځایېږي؟ دا ټول لېوني دي، دی رښتیا وايي دا ټول باید په میاعلي صاحب کې وتړل شي.
استاد شپون ور ته وویل:
ـ ښه ته ودرېږه چې زه در ته یو کس را غواړم. ستا پخوانی مطبوعاتي اشنا دی، خو دا اوس مه پوښته چې څوک دی؟ خپله به درته پته ولګېږي چې څوک دی؟
لاندې لاړ، پر ټلېفون یې له چا سره خبرې وکړې، بېرته ستړی ستومانه کوټې ته راغی، موږ یې د خپلې داستاني طبع له مخې په تلوسه کې کېنولو، له ځانه سره وایو چې دا به څوک وي؟ په همدې تلوسه تلوسه کې شاوخوا شل دقیقې به تېرې شوې وې چې یو سورږیری پلن سړی په دروازه راننوت:
سلام یې واچاوه، ما خو لیدلی و، د مونوګراف لپاره دفتر ته ورغلی وم، خبرې اترې مې ور سره کړې وې، رښتین صاحب چې پاس ور وکتل، نو و یې پېژانده:
– دا خو اوس رهبر دی، مونږ چېرته پېژني؟!
دوی دواړه په غوږنو درانه وو، هغه ورته وویل:
– ما خو ستا پوښتنه له یو بل نه ډېره کړې، خو ځای دې راته معلوم نه و چې نږدې درغلی وی، زه چې د ګلناربېګم پوښتنې ته ځم، نو ستا پوښتنه خو ضرور کوم.
استاد شپون ور ته وویل:
ـ دا دې لا بله، اوس هغه دی د ګنار بېګم پوښتنه هم کوي!
هغه ږیره په موټي کې ونیوه:
ـ شپونه له خپل خوی نه اوړې، د هغې پوښتنه باید وکړم، ولې؟
ـ عجب، ته څنګه پردۍ ښځه ګورې؟
ـ هغه ښځه اوس د مېړه او نارینه حیثیت لري، هغې پښتو ته ډېر کار کړی دی. خدای پاک به یې په دغه خدمت هم وبښي.
ـ خدمت پرېږده! تا دا جراات څنګه وکړ؟
ـ ولې؟
ـ پردۍ ښځې ته ورتګ.
ـ مولوي د هرچا لپاره محرم دی.
استاد شپون خندل:
ـ دغسې ځانته راویت جوړوې! او ما منع کوې!
ـ ستا په زړه کې خلل دی، بې باکه یې!
ـ وه مولوي صاحب! د څه بې باکي مې کړې، زه یې په ادب کې ستایم، خو حملې پرې نه وهم.
ـ هلته له کوره ډارېږې، ګنې هغه صرفه دې نه کوله.
ـ وه مولوي صاحب! ما ته یې په تش کتلو سزا را کوې او خپله …
ـ خپله څه؟
ـ پوښتنې ته یې ورځې!
ـ د هر انسان پوښتنه پکار ده، تا خو ټول دین و نه لوست چې لوستی دې وای، دا پوښتنې دې نه کولې!!
شپون صاحب کوښښ کاوه چې مولوی صاحب وسکونډي، خو هلته رښتین صاحب ناست و، مجلس یې پاتې کېده، ګنې مولوی صاحب ور ته وویل:
ـ شپونه بې دینه سړی یې خو څه وکړم چې زما اشنا یې، هر شی کې هډوکی لټی (لټوې).
دا سورږیری ملا ، مولوی خالص و، هغه له استاده شپونه استاد رښتین ته مخ واړاوه، ناروغي او کور کلي پوښتنه یې وکړه.
بیا نو دواړو ګپ شپ شروع کړ، استاد رشتین ور ته وویل:
افغانستان یو دی، یوه یې څوکۍ ده، پاکستان دې یوې څوکۍ ته اووه رهبران جوړ کړل، څه په کار؟ هی، هی، هۍ …
نور یې سر ښوراوه، ویل یې:
– زه څه وکم ( وکړم) ؟ زه په دغه حال ککړ یم، پښې مې کمزوري دي، وطن هغسې شو، زه څه وکم؟
بیا یې ښېرا وکړه:
– خدای دې دا ټول تباه کړي.
مولوی صاحب هم په غوږونو درون و، هرې خبرې سره به یې سر ښوراوه او امین یې کاوه، استاد شپون دواړو ته خندل، ما ته به یې وویل:
– مار و ماش خورما مې دواړه په جنګ اچولي، وګورو چې کوم یو زورورېږي!؟
تر ډېره وخته مو دلته ګپ، شپ ولګاوه، مولوي خالص له استاد رښتین نه د کور پته غوښته، استاد شپون ور ته وویل:
ـ استاده! پته مه ورکوه، دوی سړی وژني!
مولوی صاحب ور ته وویل:
ـ شپونه د پرېښودو نه یې، خو څه وکم چې ملګری مې یې!
بیا یې استاد رښتین ته وویل:
– زه دې حتمي پوښتنې ته راځم، ته خو ته خو زموږ ویاړ یې.
بیا یې استاد شپون ته مخ واړاوه:
– ته چېرته اوسې؟
هغه پر کیڼ لاس څټ وګراوه:
– مولوی صاحب! زه چاته ځای نه ښییم، خلک وايي چې تا ته ځای وښودل شي، ته یې بیا وژنې.
مولوی صاحب ور ته وخندل:
– شپونه! مخکې مې در ته غوڅه کړه چې د پرېښودو نه یې، خو څه وکړم؛ اشنا مې یې.