لیکوال: نعمت الله صدیقي ||
له موډرنېزمونو مو منظور همغه دی، چې د تېرې لیکنې په تعریف کې مو یې په اړه ویلي وو، چې دا یوازې یو مکتب، فکر، فلسفه او د یوه محدود وخت او مهال تمایلات نه دي؛ بلکې د هر وخت،عصر او جغرافیې خپل خپل مډرنیسټي افکار او تمایلات وي، چې ځانګړی هویت او پېژاند لري. کله چې موږ په خپله ژبه او ادبیاتو کې د مډرنېزم یا د پوسټ مډرنېزم خبره کوو؛ نو طبعي ده، چې په اړه به یې خپل تعریف هم لرو؛ مثلاً په پښتو ادبیاتو کې مو له مډرنېزم منظور څه دی؟ یا پښتون مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم څه مانا؟
زه له دې پوښتنو ډېرې بغرنجه پوښتنې نه جوړوم؛ بلکې اسان یې وایم، ټول هغه فکرونه او نوي هنري تمایلات او تجربې چې له زړو هغو سره توپیر کوي یا د منظم مډرنېزم د ځينو اصولو او ځانګړنو له مخې د طرز پر بنسټ افاده شوي وي دا مډرنېزم دی. په بله وینا ټول هغه تخلیقي ادبیات چې د نړۍ د ورستیو کره کتنیزو ادبي تیوريو د اصولو او ځانګړنو په رڼا کې تحلیل کېدای شي. پوسټ مډرنېزم دی.
د شلمې پېړۍ د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم ښکاره ادبي تمایلات او تیورۍ همغه وې، چې په غرب کې ایجاد شوې او بیا دا دی ورو ورو تر موږ راورسېدې.
موږ د موډرنېزمونو په تعریفونو کې دا هم ویلي وو، چې هر موډرنېزم د خپلې جغرافیې او عصر له مخې خپل خپل تمایلات او ځانګړنې لري. نو پوښتنه دا دی، چې ولې د غرب یا لویډیځ تیورۍ شرق ته راولېږدوو؟ دا پوښتنه ځکه مهمه او لومړنۍ ده، چې ان د طاهر بخاري په څېر لوستي او باخبره نقاد او لیکوال هم په خپلو تنقیدي مفرداتو کې دا تیورۍ د شرق لپاره ناسمې توجیه کړي.
دا باید ومنو، چې شرق او غرب بلکل دوه متفاوت قطبه دي، حتی دوه نظریاتي او فکري تضادونه دي؛ خو دا مو هم باید هېر نه وي، چې انساني او افاقي ارزښتونه هم شته، چې هغه د انسان له فکر او نظریې وراخوا یوازې بشري تجربې دي یا زه به یې د همدې موضوع سره د تړاو په اساس هنري تجربې وبولم. انسان له دې هر څه وراخوا یو داسې مثبت حریص هم دی، چې سره د ډېرو اختلافي او غیرطبیعي عواملو او حالتونو شیان د ځان په ګټه اړوي، همدا اوس، چې تاسې کوم څه لولئ دا ضرور پر یوې وسیلې لولئ، اخبار یا کتاب، کاغذ د دې پرنټ یا چاپ او یا هم لیپټاب یا هم د موبېل سکرین، دا ټول څه چې ته پرې همدا لیکنه لولې دا یو شی هم زموږ د شرق ایجاد نه دی؛ مګر ګټه یا ضروري مثبتوالی یې دا دی، چې فعلاً زموږ د پوهاوي یوه وسیله ده. موږ د دې وسیلې په اړه د دغه ضرورت په وخت دا نه وايو، چې مثلاً دا غربي دي که شرقي.
دا هسې یو تصادفي مثال نه دی او نه هم د احساس کمترۍ کوم پیغور دی؛ بلکې زموږ مثبته ویښتیا او ضرورت یې وګڼئ، چې د ځان په ګټه ترې کار اخلو. نو په همدې اساس که لويدیځې ادبي تیورۍ او کره کتنې زموږ ادبیاتو ته مثبتې ګټې راکولی شي، ولې ترې مخ واړوو. زه په پوره باور ویلی شم، چې د ادبیاتو په برخه کې د پوسټ مډرنېزم ګڼ تمایلات او فني میتودونه داسې دي، چې هیڅ پوله او سرحد یې په منځ کې نه ځایېږي.
له دې خبرو مو منظور دا دی، چې ادبي مډرنېزم یا پوسټ مډرنېزم داسې څه شی نه دی، چې موږ یې د شرق او غرب په نومونو وویشو؛ البته دا خبره زه یوازې د ادبیاتو پر فني بنسټ کوم. ځکه د فکر، فلسفې او ان کلتوري لېد یې ښايي بدل وي.
د لویدیځ کټ مټ فکري تقلید کله هم مډرنېزم یا پوسټ مډرنېزم نه دی. دا خبره په ضمني توګه ځکه د سپينولو ده، چې اکثر کره کتونکي مډرنېزم ټول په ټوله د لویدیځ یا د غرب د فکر او فلسفې معادل معرفې کوي او ځینې کره کتونکي یې بیا په همدې اساس په ادبیاتو کې مخالفت کوي؛ بلکې مخالفت یې ثواب ګڼي. حال دا چې په ادبیاتو کې فکر او فلسفه د پوسټ مډرنېزم د وروستیو تملایاتو له مخې بهرني ارزښتونه دي؛ نو ځکه یې بدیل او تمرکز د فن په داخلي ارزښت، فورم او یا هم په مجموع کې په هنري اړخ زیات وي.
داسې ښکاري، چې تر دغه ځایه موږ د خپلې مدعا لپاره ځينې مهم وضاحتونه وړاندې کړل او د ضروري هم ځکه وو، چې د مډرنېزمونو د عملي یا تطبیقي اړخ په وخت دا پوښتنې اکثر راپورته کېږي.
کله چې موږ له دې پورته پوښتنو پرته مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم د مختلفو ادبي تیوریو او کره کتنو مجموعو ته وايو؛ نو ظاهره خبره ده، چې د ټولو همغه کره کتنیزو تیوریو، مکتبونو او تمایلاتو ادبي او هنري اصول او ځانګړنې چې په کومو تخلیقي ادبیاتو تطبیق کېږي، دا مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم دي.
اوس نو داسې به څه نه وي، چې مثلا زموږ تخلیقي پنځونې به په دغه ډول کره کتنیزو تمایلاتو او تیوریو کې تحلیل نه شي؛ یعنې که دلته د شلمې پېړۍ د پوسټ مډرنېزم د یوې ډېرې مشهورې ادبي تیورۍ د پس رغښتوالې یا فورمالېزم یوه عملي بېلګه راواخلو او د ځینو اصول یا ځانګړنو په رڼا کې یې پر یوه شعر یا کیسه او یا یې پربله کومه تخلیقي پنځونه تطبیق کړو. دا به مډرنیسټي تمایل وي؛ مثلاً حمزه بابا فرمايي:
ولې پکې ستا هغه خواږه لوظونه نه ښکاري
نن خو دې د سترګو پښتنو خبرې نورې دي
که دا بیت او شعر موږ د پس رغښتوالې د تيورۍ له مخې د یو تمایل په توګه واخلو، چې پسرغښتواله یې بین المتنیت بولي؛ یعنې د متن د مانا رنګارنګي یا د مانا اخیستنې یو طرز یې ګڼي؛ نو زه فکر کوم دا شعرمډرنیسټي شعر دی. مثلا په ورستۍ مصره کې د نورې (لفظ) د بیت مانا ته رنګارنګي ورکړې ده. زه چې له دې (نورو خبرو) کومه مانا اخلم ممکن ستا او د بل او بل لوستونکي مانا سره توپير وکړي، دې توپير او رنګارنګۍ د بیت د مانا او تخلیقي امکانات پراخ کړي دي. پسرغښتوالو په همدې تمایل او اساس دې متن ته عالي تخلیقي متن ویلی، چې د یوې مانا پرځای یې د ډېرو ماناوو هنري ظرفیت پیدا کړی دی.
اوس نو د دې مثال له مخې ویلی شو، چې د حمزه بابا دغه شعر یا دې ته ورته نور شعرونه یې ځکه مډرن دي، چې د مډرنېزم یا پوسټ مډرنېزم د یوې ډېرې ښکاره او مهمې تیورۍ تمایل پرې تطبیق شو.
دا یو بېخي عام او عادي مثال و، چې موږ د دې لپاره دلته راوړ، تر څو ښکاره کړو چې د مډرنېزم عملي او تطبیقي اړخ هغومره مشکل یا د درنو اصطلاحاتو د تشریح چاره نه ده؛ بلکې همغه ټولې ادبي او هنري تيورۍ او ادبي کره کتنې چې د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم په کلونو کې رایج شوي مډرنیسټي کره کتنې او تیورۍ دي. د دې تیوريو د اصولو او ځانګړنو په اساس چې کوم تخلیقي ادبیات او هنري پنځونې سپړلی شي، همدغه ادبيات مډرنیسټي یا پوسټ مډرنیسټي ادبیات دي.
زموږ معاصر پښتو تخلیقي ادبیات چې په عمومي ډول له دا ډول تمایلاتو بې برخې نه دي، یو څو شعرونه یې د بېلګې په توګه رااخلو او دا بېلګې یې پر ټول شعري بهیر ځکه پرتله کوو، چې د همدغه څو شعرونو عمومي شعري لهجه، شعري ژبه، شعري پيرایه، د لفظونو د استعمال یو عمومي تخلیقي ډکشن د فورم یا هیئت ځانګړی انداز د منځپانګې یا مضمون د ادبي یا هنري کولو طرز دا ټول هغه د پښتو د معاصر شعر عمومي تمایلات دي، چې زموږ د مډرنیسټي شعر عمومي خاکه جوړوي:
زړه به دې نه وي خو رضا به شې زه داسې یمه
ما سره مه کېنه زما به شې زه داسې یمه (ممتاز اورکزی)
عشق لکه نیکي په عبادت کې پټه کړې وې
شل کاله مې ته په دستخط کې پټه کړې وې (رازق فهیم)
زموږ د برخې پر ورېيځو تشدد شوی دی
زموږ په کليو په شیبو شیبو ورېږي وینه (قیصر اپریدی)
پورته ټول شعرونه د هغو ټولو ځانګړنو له مخې چې مو ذکر کړل، مډرنیسټي دي. د دې شعري پيرایو هیئت یا شکلي اړخ که ځير شئ او بیا یې دقیقاً د حمزه بابا د دور له پېل مخکې شعري پيرایو سره په مقایسوي ډول پرتله کړئ؛ نو له مضمون یا منځپانګې نېولې تر هنري او فني نزاکتونو پورې به یې ټول فرق واضح درمعلوم شي. زموږ د هغه وخت پښتو شعري عمومي تمایل دا نه وو، چې د قیصر اپریدي د شعر غوندې دومره لویه حادثه دې په غیر محسوس او هنري طرز د شعر برخه شي، چې هم د قوم او ملت پر تقدیر یو مثبت طنز ولري او هم پکې دومره دروند مضمون شعار نه شي یا د ممتاز اورکزي او رازق فهیم دغه شاعرانه مضمون، خیال او یا هم د بدیعي او بیاني تجربو دغه اړخ خو هغه وخت نه و لکه نن چې په کوم طرز او انداز د معاصر شعر برخه دی؛ اصلاً مډرنیسټي تمایل همدا د نن دور شاعرانه حسیات او تجربې په نوي بڼه وړاندې کول دي.
موږ چې وړاندې د لویډځ مډرنېزم د اعتراض خبره وکړه، مقصد مو دا هم و، چې ځينې کره کتونکي د لویدیځ د شاعرۍ د مډرنېزم او پوسټ مډرنېزم څو مشهور موتیفونه د خپلو ادبیاتو په کچ و میچ بیانوي او یوازې همدا څه مډرنېزم بولي؛ مثلا زه دا نه وایم، چې د خدای کاینات او میتافیزیکي بحثونه زموږ د کچې بحثونه نه دي؛ بلکې پوښتنه دا ده، چې له خپلو شعوري پنځوونکیو سره به څه کوو؟ غني خان، اشرف مفتون، عبدالهادي ملا او ان رازمحمد راز خو یوازنۍ منفرد پښتون خدای پېژندوکی و. د دوی تخلیقي او هنري شهکارونه د همداسې بحثونو تږي.
تاته ځکه زما د غم اندازه نه شي
تا د خدای مینه لېدلې نه ده خدایه (رازمحمد راز)
له دې پرته په عمومي ډول هم دا پوښتنه ډېره مهمه نه ده، چې ګواکې د دې تمایلاتو او تیوریو تخلیقي تمایل به شعوري وي او که غیر شعوري. موږ پوهېږو چې تخلیقي عمل له یو ډول کیفیتي حالته تېرېږي، چې د زېږیدو پر وخت فکر کم او هنري کیفیت زیات برلاسی وي، البته له تجربو ثابته ده، چې لوی او عظیم هنر او شهکار زېږونکي همغه وو، چې د هنر د تقدس په ټولو رومزو، نازکیو یا حد اقل د هنر په فني اړخ یې ډېر فکر کړی و.
موږ چې له فکري او سیاسي پلوه ان یوه پيرۍ مخکې په همغه کلونو کې چې مډرنېزم خپل منظم ظهور کاوه د مشروطیت غورځنګ په څېرسیاسي او فرهنګي بنسټونه لرل او د مډرنېزم له غربي طرز فکر خبر خلک وو؛ نو ولې دا ونه انګېرو، چې له هغې غورځنګ لږ وروسته یا د همغه غورځنګ د فکري تسلسل یعنې د ویښ زلمیانو ادبي او فرهنګي بهیر به له دا ډول تمایلاتو خبر نه و. دا بهیرونه چې د همداسې یوې څېړنې لار څاري. په دقیقه مانا مډرنيسټ غورځنګونه وو.
په اوسني عصر کې چې د پښتو د شعر یا په مجموع کې د ادبیاتو کوم فکري او فني تمایل دی، دا په همدې مانا د مډرنیزم او پوسټ مډرنېزم له دواړو حالتونو هم په شعوري او هم په غیر شعوري توګه اغیزمن تمایل دی؛ نو په همدې اساس زموږ د دې لیکنې له مجموعي تاثره هم څو پایلې اخلو، یو دا چې دا لیکنه هم د مډرنېزم د عملي نقد لپاره یوه ابتدايي پېژندنه وه. بلکې موخه دا وه، چې وښایو د مډرنېزم اغیز او تاثر زموږ په شعر او کره کتنه دواړو برخو کې په کافي اندازه شته؛ مګر کار او زیار ته اړتیا لري. ورستۍ او مهم مقصد دا و، چې که مډرنیزمونه په ریاضیکي فورمول دوه جمعه دوه څلور نه دي؛ نو د ادبي او فني تصوارتو او یا عمومي فکري او فرهنګي وضعیت یې بېخي د مرغۍ پۍ هم نه دی. همغه څه مډرنېزمونه دي، کوم څه چې زموږ په ادبیاتو کې د نوي، اغیزمن او مثبت تمایل سبب ګرځي.